افغان داعيشيان له درې مختلفو جهادى تنظيمونو څخه تشکيل شوي.
1:: چیچنیايي ازادي غوښتونکى، چې مشري يي قارى وحيدالله شيشان په غاړه لري.
2::لشکر طيبه چې د طالبانو د کشمير جهادي څانګه وه او مشري يي مسلم خان په غاړه لري.
3:: د ازبکستان اسلامى جنبش چې مشرپ يي قارى حلال ازبک په غاړه لرى.
له 2001 ميلادى کال وړاندى دغه واړه ډلې د طالبانو د اسلامى تحريک برخې وې او د کنترول او منجمينټ چارې يې پاکستانى استخباراتو تر لاس او مشرې لاندى وې چې خو د سپتمبر د يولسمې له بريد ورسته دغه ډلې د طالبانو له تحريکه جلا شوې او د القاعده له تنظيم سره يو ځاى شوې خو بيا هم د منجمينټ له پخواني ادرس څخه اداره کيدې. په 2004 ميلادى کال کې دغه درې واړه ډلې له يو بل سره په فاټا یا قبایلي سیمو کې، چې د افغانستان پولى نه نيږدى د ډيورنډ په کرښه پرتې دي، يو ځل بيا د منجمينټ له پخواني ادرسه د طالبانو له تحريک سره يو ځاى شوې او خپل سنګريز عمليات يي په افغانستان کې پياوړى کړل خو د دئ ډلګيو واک د طالبانو د امير ملا محمد عمر له خوا سيف الرحمن منصور ته وسپارل شو چې د لویې پکتيا مشهور طالب قومندان او وتلى عالم وه. دغو ډلو په پوره باور د ناتو او افغان ځواکونو پر خلاف جګړه په مخ وړه. په 2005 ميلادى کال کې د شاهى کوټ په غرنۍ سيمه کې ملا سيف الرخمن منصور د امريکا د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې ووژل شو، وروسته د دې ډلو مشري هم د سيف الرحمن منصور زوى لطيف منصور ته ورپاتې شوه او د لطيف منصور خام عقل ونه شواى کړاى چې د دې مختلفو ډلو تر مينځ منجمينټ برقرار وساتي نو يي د خپل جګړيز ماموريت مشري ملا سنګين فاتح ته وسپارله چې د حقانى ډلى تر ټولو پياوړى قومندان وه.
په 2007 کال کې د ملا سنګين له خوا بو بریګډال ژوندی ونيول شو چې د درې واړو ډلو تر مينځ پرې اختلاف مينځ ته راغى د چيچنيا ياغى ډلګۍ غوښتل خپل مشران چې د ناتو سره په بند کې وه پرې تبادله کړي خو ملا سنګين ورسره ونه منله او نورو ډلو هم ورته غوښتنې لرلې چې په پاى کې ازبک جنګيالى په وزيريستان کې د بيت الله محسود له جهاديانو سره يو ځاى شول او نورو ډلو هم په ورته غوښتنو له پاکستانى طالبانو سره پیوستون وښود او افغان طالبان يي د جهادى بهير لپاره تنها پريښودل دا ډلګۍ په وزيرستان کې تر 2012 پورى په خپلو فعاليتونو بوختې وې او په روان کال کې په سوريه کې د اسد رژيم د لمنځه وړلو لپاره د امريکا استخباراتى سازمان ته د نوي مفت عسکرى نظام اړتيا پيدا شوه څو د سعودى د ګټو د خونديتوب او د ايران او روسیې د ګټو خلاف يو داسى تحريک رامينځ ته کړى چې د سيمى زيات استخبارات تر خپل ګواښ لاندى راولى نو د دې ډلو ځينى مشران چې په افغانستان کې بنديان ول د عراق په هغو سيمو کې خوشى کړل چې د ابو مسعب الزرقاوى ډلى پکې جهادى فعاليتونه کول د عراق د هغه وخت د حکومت په خلاف د دې ډلو نيږدې ډيپوګان د امريکا په وسلو ډک وه کومى چې امريکا د عراق حکومت ته د تيلو په عوض کې ورکړې وې. دغو ياغى او غوصه کړاى شويو زندانيانو په دغو ډيپو ګانو حملې وکړې او دعراق له اردو څخه يي دغه درنې او سپکې وسلې په ولکه کې واخيستى او د جنګ ساحه يي تر سوريي او نيمايي عراق وغځوله چې په نتيجه کې يي د وزیرستان ميشتو ډلګيو ته هم د ورته عملياتو لارښونه وکړه د غو ډلو په شروع کې د هغوى بلنه رد کړه خو د 2013 ميلادى کال په شروع کې د طالبانو امير ملا منصور د د غو دوو ډلو چيچنيايي اسلامى تحريک او د ازبکستان جنبش په وژلو له روسانو سره معامله وکړه نو د دې ډلګيو قوت او ځان ساتنه ورته ګرانه شوه زيات شمير خلک يې د ملا اختر منصور ډلو ووژل نو يې له مجبورۍ سره سره له مسلم خان سره د داعيش ډلې ته بيعت وکړ او تر نن پورى په فاټا او افغانستان کې د بې ګناه مسلمانانو په وينو خپل جهادى سنګرونه ګرم ساتلي. په مخکنى پوست کې ليکلى وه چې د داعيش زيږنده ملا ده او ملا د ټولو سترو بدبختيو عامل دى بايد يادونه وکړم چې د ملا اختر منصور مرګ د ډالبندين په سيمه کې د بى پيلوټه الوتکې لخوا هغه مهال وشوه چې د قارى وحيدالله د معاون د وژلو بيه يي په ايران کې له روسي استخباراتو وصول کوله او بيرته پاکستان ته د راتګ په حال کې وه ،،،،
بايد يادونه وکړم چې د پورتنيو ټکو په اړه منظم اسناد او مدارک راسره موجود دي او د ملى امنيت د جنوبى زون د انټليجنت سافټوير کنترول په برخه کې مې د افغانستان لپاره د برتانوي استخباراتو Mi6 سره ګډ کار کړى دی، ،،،،
څه کوې ، خرۀ دې ټنډ شه په دې زورور تحلیل او دقیقو معلوماتو. وایي د طالبانو مشر سیف الرحمن منصور په ۲۰۰۵ کې بي پیلوټه طیارې وواژه او زوی یي لطیب منصور ځای ناستی شو هههههههههههههه
یاره له مقاله نویسي هم نه په خدای ریشخند جوړ دی
تاند والو که زما تبصره نشروئ یا نه هغه ستاسو کار دی خو یو نقل درکوم چې ددې تحلیل د نومونو، ارقامو ، تاریخونو او ځایونو په سلو کې نوي یي غلط دي او کوم ناخبره د خدای لیکلې ده
موضوع می ولوسته لیکوال په سرکی داسی لیکلی (افغان داعيشيان له درې مختلفو جهادى تنظيمونو څخه تشکيل شوي.
1:: چیچنیايي ازادي غوښتونکى، چې مشري يي قارى وحيدالله شيشان په غاړه لري.
2::لشکر طيبه چې د طالبانو د کشمير جهادي څانګه وه او مشري يي مسلم خان په غاړه لري.
3:: د ازبکستان اسلامى جنبش چې مشرپ يي قارى حلال ازبک په غاړه لرى.)
اوس ما ته سوال داسی پیدا دی چی دغو ډلو ټه څنګه د لیکونکی په اند افغان داعیشان ویلی شو پورته دری ډلی خو ټول خارجیان دی بله داده چی که دغه ډلی په افغانستان کی فعالی وی نو ددوی افغانی ملګری یی څوک دی په افغانستان کی چی کومه بهرنی ډله افغانی پلویان ونلری یو شپه هم سبا کولی نشی داسی معلومیږی چی دلیکونکی معلومات ناقص دی اوخلک په ابهام کی اچوی