تاند- نن په افغانستان او اکثرو اسلامي هیوادونو کې د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده. په کابل او ولایتونو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
امنیتي چارواکي وايي چې د دولت وسله وال مخالفان د اختر پروا نه کوي بلکې اختر او نورې مذهبي – ملي ورځې د حملو لپاره فرصت بولي.
ټاکل شوې ده چې ولسمشر کرزی په ارګ کې د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته وینا وکړي.
ښاغلي کرزي په تېرو اخترونو کې زیات ټینګار په سولې او له جګړې څخه لاس اخیستو ته د طالبانو په رابللو کړی دی خو د کرزي د واکمنۍ په موده کې عملاً طالبانو د جګړې د دوام په اړه خپل دریځ له دې سره سره هیڅ بدل نه کړ چې ښاغلي کرزي له امریکا سره د امنیتي موافقې له لاسلیکولو ډډه وکړه.
د طالبانو مشر ملا عمر د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې تر هغو به جګړه روانه وي چې ټول بهرني پوځیان وتلي نه وي خو ده داسي هیڅ اشاره نه ده کړې چې که بهرني پوځیان ووځي نو جګړه به بس کړي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې خو په عین حال کې یې له خپلو پلویانو غوښتي چې پر دولتي مامورینو، ډاکترانو، انجنیران او ښوونکیو بریدونه ونه کړي.