تاند- د ولسمشر دوهم مرستیال وايي، ټاکل شوې ده چې د هیواد د جزا قانون تعدیل شي او په هیواد کې د اعدام سزا محدوده شي.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش پرون /چهارشنبه/ د اروپايي اتحادیې او د افغانستان د بشري حقونو په کالنۍ ملي غونډه کې وویل، اکثره په اعدام محکومان به د جزا په قانون کې له بدلونه وروسته په عمر قید محکوم شي.
حاضردمه په افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ تنه په اعدام محکوم شوي خو د اعدام سزا یې تطبیق شوې نه ده.
د افغانستان د جزا له قانون سره سم حاضردمه د مخدرو موادو د قاچاق، انسان تښتونې، وسله والې غلا او تروریستي حملو په شان جرمونه د اعدام سزا لري.
ښاغلي سرور دانش ونه ویل چې د کومو جرمونو لپاره به د اعدام سزا لېري شي.
ده وویل چې د اعدام سزا د دې لپاره محدودېږي چې د افغانستان حکومت د بشري حقونو زیات درناوی کوي.
د افغانستان په چارو کې د اروپايي اتحادیې خاص استازي فرانز مایکل ملیبن په غونډه کې وویل، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او د اعدام د حکم تطبیق د اروپايي اتحادیې لپاره د اندېښنې وړ ده.
da cha wrore che qatal she bia hum qatil zwanday we na his ye na manoo pa islami ke badloon
دهیواد په جزایی قانون کی دغه رنګه ادلون بدلون یا تعدیل دآساسی قانون خلاف دۍ. ځکه چی د هیواد په آساسی قانون کی اسلام دین د افغانستان د خلکو اصلی دین پتوګه منل شویدۍ اوهلته ژمنه شویده چی داسی هیڅ قوانین به نه جوړیږی چی داسلام دین سره په ټکر کی واقع شی. په اسلامی شریعت کی قصاص په قرآن شریف کی په څرګندو ټکو ذکر شویدۍ اوهلته راغلی دی چی په قصاص کی ژوند نغښتۍ دۍ.نو څرنګه ممکن ده چی هم د اساسی قانون پځای وی اوهم د قصاص مسله حل شی، نو ښه به دا وی چی محکمی اصلاح اوفساد ځنی ورک کړی، اود غرغری جزاٍ پخپل ځای پاتی شی.