تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په افغانستان کې د القاعده شبکې یو مهم مشر له شاوخوا ۸۰ تنو نورو سختدریځو سره وژل شوی دی.
د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د القاعده شبکې دا مشر عمر خطاب نومېږي چې په عمر منصور هم مشهور و.
د دې ریاست په وینا منصور د افغان او امریکايي پوځیانو په ګډو عملیاتو کې وژل شوی دی.
ویل شوي چې عمر منصور د القاعده شبکې په تشکیلاتو کې د هند په براعظمګي کې له عمر عاصم وروسته دوهم او په افغانستان کې لومړی درجه مهم مشر ګڼل کېده.
د القاعده شبکې اکثره مشران په پاکستان کې وژل شوي دي.
د ملي امنیت په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې عمر منصور په کوم ولایت کې وژل شوی خو ویلي یې دي چې خاصو افغان او نړیوالو ځواکونو په درو ولایتونو کې عملیات کړي او لسګونو وسله والو سختدریځو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغو عملیاتو کې چې په زابل، غزني او پکتیا ولایتونو کې شوي، لږترلږه ۸۰ نور سختدریځي وژل شوي دي.