په افغانستان کط د اماراتو سفیر محمد عبدالله الکعبي

تاند- په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو سفیر، چې تېره میاشت د کندهار د مېلمستون په چاودنه کې سخت ټپي شوی و، سا ورکړه.

د محمد عبدالله الکعبي له مړینې سره د کندهار ولایت په مېلمستون کې د جنورۍ د لسمې نېټې د چاودنې د تلفاتو شمېر ۱۳ تنو ته ورسېد.

په دې چاودنه کې د متحده عربي اماراتو د سفیر ترڅنګ د کندهار والي او ۱۳ نور ټپیان شول.

په وژل شویو کسانو کې د متحده عربي اماراتو ۵ دیپلوماتان شامل دي.

۶۵ کلن جمعه محمد عبدالله الکعبي د ابوظهبي په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې و.

د متحده عربي اماراتو خبري اژانس (وام) د دولت ریاست د چارو وزارت له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویلي ویل شوي چې الکعبي بشریت ته د خدمت په لاره کې شهید شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *