نویده خوشبو

که څه هم امنيتي شننې او لېکنې کره مالوماتو، تخصص، او هر اړخيزې څېړنې ته اړتيا لري خو د ځينو  مالوماتو او جرياناتو له مخې، غواړم دافغانستان په امنيتي حالت کې د امريکا په بيا ځلې جنګي ونډې څو خبرې ولرم.

په پاکستان کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، امريکا اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په  وړاندې د دې هېواد جګړه پاى ته ورسېده، د طالبانو مخالفت په دوی پورې هيڅ اړه نلري او دا د افغانستان خپل منځي مسله ده.

دا هغه مهال و،  کله چې د افغانستان راتلونکى له ګواښونو او پوښتنو سره مخ و. له يوې خوا په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموريت د پاى  په حال کې و، له بلې خوا، افغان امنيتي ليکو کې د مخالفينو شتون پراخ او بريدونه ډېرشوي وو،د امنيتي ځواکونو په کېفيت او روزنه نيوکې وې،ځواکونه په لازمو وسلو او تجهيزاتو سمبال نه وو، بريدونه چاودنې، مخالفيتونه او ګواښونه په خپل ځاى وو، ولسمشرۍ ټاکنې هم پر مخکې وې.

  ويل کېده، دامريکا لخوا د ترهګرو په توګه د طالبانو نه منل به دا ډله پياوړى کړي! او افغان امنيتي ځواکونو ته به هم د مقابلې لورى نامعلوم کړي؛ ځکه د حکومت لخوا طالبان وروڼه بلل کېدل.

امريکا افغانستان ته له ترهګرې سره د جګړې  په  نوم له  يو  ګډوډ پلان سره راننوتله د ستونزو بېخ او رېښې يې له پامه وغورځولې، د ترهګرو پټنځايونه او روزنځايونه يې له منځه يونوړل ، خو په افغانستان کې يې له ملګرو سره په  پټو   سترګو شپني او چاڼيز عمليات پېل کړل،چې له ګټو يې زيانونه ډېر وو د امريکا او افغانستان اړيکې خړې پړې شوې، پخواني ولسمشر حامد کرزي هند،روسيې او ترکيې ته د مرستو لاس اوږد کړ.

په هر حال، افغان ځواکونو جنګي مسوليت په غاړه واخيست! اخوا داعش وزېږېده، فعاليتونه يې پراخ او تر افغانستانه ورسېدل. روسيې هم د پوځي مرستو ژمنه او له افغانستان سره نږدې والې پېل کړ د طالبانو له نوي مشر د القاعدې او سراج الدين حقاني ملاتړ او همکاري هم د امريکا پام را واړو.

لنډه دا چې امريکا په خپلې تېروتنې پوه شوه له  افغانستان سره له امنيتي تړون له لاسليک څه موده وروسته  يې  بيا جګړيزه ونډه پېل کړه او په لومړنيو هوايي عملياتو کې يې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې  ډېر شمېر داعشيان ووژل خو په افغانستان کې د داعشيانو طالبانو او ترهګرو د فعاليتونو توپيري پېژند نشته ،په هيواد کې د ډېرو ناخوالو پړه طالبان مني په کلو او بانډو کې د ملا عمر د پراخې فاتحې، په ښکاره او رڼا ورځ  د لسګونو طالبانو په ګډون د دوی صحرايي محکمې او وژنې،د دوې د بريدونو او فعاليتونو  ډېر والي او نوې جګړې ته د افغانستان د ننوتلو وېرې امريکا خپلې تيروتنې ته متوجه کړه.

د سولې په برخه کې هم هڅې روانې دي د څو مقدماتي ناستو او  پرمختګونو يادونه هم شوې خو مخالفتونه لا هم روان دي!

خو افغانستان په امنيتي برخو کې د امريکا جګړيز ملاتړ  ته اړتيا لري،په ځانګړى توګه په هوايي برخه کې! که امريکا دا ځل يواځې په خپل فکر نه شي ، په  دې ماموريت  کې  صادق او دقيق پاتې شي، او دافغانستان امنيت او ټېکاو ټولې نړۍ پورې تړلې وبلي؛ نو د دوې دا جګړه ايزه ونډه به هره مرو لاسته راوړنه ولري.

د امريکا  جګړيزه ونډه او عمليات به د دې بهير برخليک څه ډول کړي؟
آيا حکومت د مخالفينو سياست خپلوي او په  يو  مهال جګړه او د سولې ملاتړ کوي؟ دا ونډه به جدي وي که نمايشي؟
د ونډې څرنګوالې مشخص دى؟ دا، اوځينې نورې هغه پوښتنې دي چې بايد د افغانستان حکومت له وړاندې ځواب ورکړي!


د همدې لیکوالې نورې لیکنې

One thought on “په افغانستان کې د امريکا جنګي ونډه/ نویده خوشبو”
  1. آغلی خورجانی ډیره مننه ستاسی هره لیکنه اودلیکنی جرآت دستایلو وړ دی

    خو باید یو ټکی ته مو پام وی چه دافغانستان جګړه دجنګ په زور اوطاقت سره نه ختمیږی، که داسی وای نو ۱۰۰۰۰۰ امریکایی قواوی او د۵۰۰۰۰ څخه زیات دناتو قواوو، اوهمدارنګه ځمونږ ملی اردو، ملی پولیسو ، سرحدی قواوو اونور امنیتی قوتونو ونه شو کولای، چه په مونږ دغه تپل شوی جګړه او اور مړ کړی، مګر تاسو ته به معلومه وی چه په دغه زور اوقوی طاقت سره زمونږ دوطن جګړه او اور لا زیات شو.
    داچه اوس ۱۰۰۰۰ امریکایی قواوی موجود دی، نو زه فکر کووم چه دجګړی پرځای باید ځمونږ په وطن کی دسولی خبری ډیری وشی، حتی دامریکا اونوری نړی اوسنی سیاست هم دادی چه په جګړه ددی وطن اور نه مړ کیږی، فقط سوله ده چه دا وطن به آرام کړی

    ، خو پدی شرط چه ځمونږ دواړه خواوی مشران نور دسیالی، تربګنۍ، ضد او ما ویلو او تا ویلو څخه تیر
    شی، اوخپل وطن او اولسونه ددغی اوږدی غمیزی اوجګړی څخه اوباسی .

    په درناوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *