تاند- امریکايي چارواکي وايي، افغانستان ته د سلګونو نورو پوځیانو له لېږلو سره ښايي راتلونکی کال په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۶ زرو ته ورسېږي.
د امریکايي خپرونې مکلاچي د راپور له مخې، وروسته له دې چې ولسمشر ټرمپ پرېکړه وکړه چې د سږکال په مني کې افغانستان ته ۳۸۰۰ نور پوځیان ولېږي څو په تروریستي ضد ماموریت کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي، په دغه هیواد کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۵ زرو ته ورسېد.
مکلاچي وايي دا ټول پوځیان اوس افغانستان ته رسېدلي دي.
د خپرونې پر اساس حاضردمه په جورجیا ایالت کې د پوځ نوې کومکي لوا جوړېږي او ځواکونه پکې روزل کېږي. دا ځواکونه به د راتلونکي کال په لومړیو کې د افغانستان په لور روان شي.
مکلاچي د پوځ د جګپوړو چارواکو په قول وايي چې د پینتاګون مشرانو په تېره بیا دفاع وزیر جېمز ماتیس په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۵زره ټاکلی خو ماتیس په عین حال کې په زغرده ویلي چې د ځواکونو شمېر د پوځ اړتیا ته په پام زیاتولی شي.