تاند- د امریکا په پیسو د دغه هیواد ضربه ځواک (ټاسک فورس) په افغانستان کې پر لوکسو ودانیو ۱۵۰ ملیون ډالر لګولي دي.

پوځي بلاګ (War is Boring) د امریکا د دفاع وزارت له یوه پخواني چارواکي د دغو ودانیو عکسونه ترلاسه کړي. په دې عکسونو کې د لومړي ځل لپاره ښکاره شوه چې د (task Force for Business and Stability Operations) په نوم ځواک مامورینو، چې د افغانستان د ثبات او د جګړې د همږغولو لپاره استول شوي وو، په دغه هیواد کې مجلل ژوند درلود.

2د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا خاص سرمفتش جان سوپکو د ۲۰۱۵ م کال په سپټمبر کې د امریکا دفاع وزیر اشتن کارتر ته په یوه لیک کې ویلي و چې ترلاس لاندې کسانو یې په افغانستان کې پر لوکسو ودانیو ۱۵۰ ملیون ډالره لګولي چې د دغه ځواک د ۸۰۰ ملیون ډالره بودجې په سلو کې ۲۰ کېږي.

2د سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش د دفتر د راپور له مخې، دا لوکسې ودانۍ د امریکايي پوځیانو د لوکس ژوند یوه وړه بېلګه ده.

2 2 2

4 thoughts on “په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د لوکسو ودانیو عکسونه خپاره شول”
  1. دا یو څرګند حقیقت دي چې که دومره پیسې د افغانستان لپاره لګول شوې وای نو د افغانانو په ژوند کې به یو څرګند بدلون تر سترګوکېدا ،حال دا چې په افغانستان کې په هېڅ برخه کې هېڅ ډول کار نه دي شوی .

  2. مقصد فكرتان باشد اين پولها كاملا جدا از پول كه به دولت أفغانستان كمك شده است كه هيچ ربطي به أو ندارد. يادمان باشد كه تقريباً ٨٠ در صد پول كمكشده به مردم أفغانستان را سر حلقه دزدان جهادي مانند، برادران كرزي، برادران مافياي و سردسته دزذان پنجشير و اتحاد شمال ماند فهيم، عبدالله ، سياف ، اسماعيل خان تيم ديدان جلال أباد … در دوران ١٣ سال حكومت مافياي كرزي چوركرده به سرقت بردنذ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *