تاند- د امریکا د ولسمشر له لوري په افغانستان کې د زرګونو پوځیانو د پرېښودلو له پرېکړې دا حقیقت په ډاګه کېږي چې افغان امنیتي ځواکونه له دې سره سره چې پر هغوی ملیاردونه ډالر لګول شوي او په کلونو روزنه ورکړای شوې، لا هم په یوازې توګه د خپل هیواد دفاع ته تیار نه دي.

د چارو کتونکي په دې باب یو نظر نه لري چې ایا څومره پوځیان چې د پنجشنبې په ورځ ولسمشر اوباما د هغو د پاتې کېدو اعلان وکړ، د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره کافي دي او که نه دي.

اوباما وویل چې امریکايي پوځیان به د راتلونکي میلادي کال تر پایه په افغانستان کې پاتې شي خو له ۲۰۱۷ وروسته به ۵۵۰۰ امریکايي پوځیان په افغانستان کې د القاعده، داعش او نورو تروریستي ډلو پر ضد تروریستي ضد عملیات جاري وساتي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانی خاص استازی جېمز ډابین، چې اوس د راند کارپوېشن په تحقیقاتي مرکز کې کار کوي، وايي، همدومره ځواکونه د وضعیت د ثابت ساتلو لپاره کافي دي.

د ده په وینا په اوسني شمېر کې د ځواکونو پرېښودل به افغانستان د سوریې په شان د سقوط او بې کنټروله کېدو له وضعیته وساتي.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز غړی انتوني کورډسمن وايي، ۹۸۰۰ پوځیان د افغان ماموریت لپاره کافي نه دي.

د ۲۰۱۷ تر لومړیو پوري، چې د بارک اوباما د ولسمشرۍ دوره پای ته رسېږي، په افغانستان کې د امرذیکايي پوځیانو شمېر له اوسنتي پلان سره سم نور هم کمېږي او ۵۵۰۰ ته رسېږي.

کورډسمن زیاتوي، که تر ۵۵۰۰ د ځواکونو شمېر لږ شي، تر حداقل اندازې به کم وي، او د جګړې د مشورې لپاره به هومره پوځیان نه وي چې پکار دي.

د ده په نظر دومره شمېر پوځیان جګړه پر مخ نه شي بېولی.

د امریکا متحدو ایالتونو له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پوري د افغان امنیتي ځواک پر جوړولو او روزنې څه باندې ۶۰ ملیارد ډالره لګولي دي.

له طالبانو څخه د کندوز ښار په بېرته نیولو کې امریکايي روزونکو او هوايي ځواک د جګړې تله د افغان ځواکونو په ګټه درنه کړه.

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ماموریت امریکايي جنرال جوزیف کېمبل تېره اوونۍ د امریکا د کانګریس غړیو ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه په اوسني پړاو کې په یوازې سر جګړه پرمخ نه شي بېولی.

جنرال کېمبل وايي، افغان هوايي ځواک، د مځکنیو قواوو د ملاتړ لپاره هوايي ځواک نه لري. هوايي ځواک د افغانستان په ارضي شرایطو کې په جګړه کې خورا اهمیت لري.

By میر

3 thoughts on “په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د شنونکو راز راز نظرونه”
  1. افغانان دی الله پوهی کړی که چیری دا خره په وطن کی پاتی شی نوانشاءالله دا وطن به دعراق اودسوری په شان شی په دی ۱۴ کاله کی دوی څه توره وکړه چه لاپه یی وکړی دخوږپیغمبرص ټولی خبری حدیث شریف دی چه داکافران هڅکله دمسلمانانو دوستان نشی اومه یی په دوستی نسی که چیری زما واک وای نوداټول ځناورمه په دی وطن که نه پریخودل شړل می

  2. هم دااوس چه ددوئ فوځونه په آفغانستان کي وجود لرې دوئ دطالبانو په مقابل کي څه وکړه نور ئې طالبان او داعش ئې وراضاعفه کړل په راتلونکي کلو کي هم داسي معامله به وي لا به نور طالبان هم تقويه کړې اوهمدا ډول داعش دآفغانستان ولس ته په کارده چه يوالۍ او وروري وساتي که نه ددوئ تر ساتول لاندي به پراته وي او دمنځه به يوړل سي شپه او ورځ دطالبانو په انتقال بوخت دشپې او ورځې ئې آلوتکې پروازونه اجرآ کوي مننه

  3. آيا دآمريکائۍ ځواکونو پاته کيدل په افغانستان کي دافغان حکومت په مشهوره سوي دئ واضع خبره ده چه نه ددوئ هر کار ئې پر خپل سر دي داسي معلوميږې چه داوطن زموږ نه دئ دادآمريکايانو دئ موږ ته په کار ده چه يوه داسي حکومت ته رايه ورکړو چه دخلګو او دوطن ګټي په نظر کي ونيسي نه دخارجي هيوادو.مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *