تاند- په افغانستان کې د امریکا د پوځ یوه ایف ۱۶ جنګي الوتکه نن /سې شنبه/ د بګرام له هوايي ډګره د الوتلو په مهال ولوېده.

د روسیې سپوتنیک نیوز د امریکا د پوځ په قول وايي چې د الوتکې پېلوټ د پراشوټ په وسیله ځان وژغوره خو اوس یې معاینه روانه ده چې له الوتکې څخه د ځان غورځولو په مهال خو به ژوبل شوی نه وي.

د امریکا (واشنګټن ایګزاماینر) ورځپاڼې د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د ویندوی پیټر کوک له قوله ویلي چې دا ایف ۱۶ الوتکه د افغانستان په وخت د ماښام په ۸ بجې او ۳۰ دقیقې وغورځېده.

کوک ویلي چې پېلوټ د طبي پرسونل له لوري تر معاینې لاندې دی.

د ده په وینا د امریکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د پېښې ځای محاصره کړی او وايي چې د پېښې د علت په اړه یې تحقیقات پیل کړي دي.

ایف شپاړس د امریکا نسبتاً پرمختللې الوتکې دي.

وروسته له دې چې د روان میلادي کال په لومړیو کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې خپلو هوايي ځواکونو ته د هوايي بریدونو اجازه ورکړه، امریکايي پوځیانو د اسلامي دولت یا داعش د غړیو پر ضد هوايي بریدونه زیات کړي دي.

امریکايي پوځیانو د ۲۰۱۴ کال له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو پر ضد له څو موردونو پرته هوايي او مځکني بریدونه درولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *