آیا په رښتیا د امریکا جګره په افغانستان کې پای ته رسېدلی دی؟
دن سولیویان، د امریکا د متحده ایالاتو تر ټولو ستر ایالت، آلاسکا سناتور په یوه غونډه کې د رییس جمهور اوباما لخوا د امریکا د دفاع وزارت ته نوماند وزیر، اشتون کارتر څخه وپوښتل چې آیا دی د جمهور رییس له هغو څرګندونو سره موافق دی چې وایي په افغانستان کې د امریکا جنګي ماموریت پای ته رسېدلی؟ سناتور سولیویان وویل:ريیس جمهور د امریکا خلکو ته په افغانستان کې د جنګي عملیاتو د ختمېدو خبرې کوي په داسې حال کې چې موږ د تروریزم په خلاف مبارزه (CT) کې خپل قوي حضور په افغانستان کې ساتو. نوموړي زیاته کړه: د تروریزم په خلاف مبارزه کې زموږ قوي حضور د جنګي عملیاتو ختم نه دی!
د افغانستان د نن ورځې عیني واقعیتونه دا څرګندوي چې د جمهور رییس اوباما د جنورۍ د شلمې نېټې د وینا برعکس، چې ویې ویل «په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت پای ته رسېدلی دی»، دا جګړه لاهم ادامه لري او د دې ۱۴ کلنې جګړې اور اوس هم د افغانانو او امریکايانو په شمول د بهرنیو اتباعوو د مرګ باعث ګرځي.
په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو د ۱۳ کلنې جګړې د ختمېدو خبرې د دې تفاوت پر اساس سره کولای شو چې د پینټاګون په وینا اوس د امریکايي عسکرو تعداد په افغانستان کې ۱۰۶۰۰ او د غیر امریکایی بهرني عسکرو تعداد تقریبا ۷۸۵۹ ته را کم شوی دی او دا چې امریکایی قواوې اوس په افغانستان کې مستقیما د طالبانو سره د جګرې رهبري نه کوي. خو دا جنګ په اصلا کې اوس هم ادامه لري او د اوسني جنګ افزار او ماشین په افغانستان کې د امریکا بې پېلوټه الوتکي، د امریکا د استخباراتي ادارې شبه نظامي قواوې، د وزارت دفاع ځانګرې قواوي، امریکايي قراردادیان او داسې نور، تشکیلوي.
د امریکايي ځانګرو قواوو او د استخباراتو د ادارې فعالیت
د امریکایي خاصو قواوو نقش او فعالیت په افغانستان کې د دواړو هېوادونو تر منځ د امنیتی موافقه لیک یا BSA په چوکات کې روښانه نه دی او د سي آی اې د شبه نظامي قواوو په شان چې په یاد موافقه لیک کې یې هېڅ یادونه نه ده شوې، په ډېرو مواردو کې مخفي ساتل کېږي. د امریکا د استخبارتي ادارې فعالیت په افغانستان کې د نوموړې هېواد د نظامي حضور او په سیمه کې یې د ستراتېژیکو اهدافو په خاطر عملا ډېر شوی دی. دا یو لوی بحث دی چې نه شي کېدلای په دې لیکنه کې یې ځای کړو. د افغانستان او امریکا تر منځ دوه اړخیزه امنیتي موافقه لیک یا BSA، د پخواني حکومت له ډېرو هڅو سره سره، د روان جنګ او دښمن له تعریف او د امریکا د تروریزم په خلاف د جګرې د څرنګوالي په اړه ډېر مبهم یو سند دی. په دې سند کې د افغانستان لپاره هېڅ داسې یو حقوقي تضمین وجود نلري چې د امریکايي قواوو د هغو خپل سرې فعالیتونو مخه ونیسي چې په نوموړې موافقه لیک کې دواړو حکومتونو ورباندې توافق کړی دی.
په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوته الوتکو جنګي عملیات
په افغانستان کې د امریکا (په ځینو مواردو کې د بریتانیا) د بې پیلوته الوتکو جنګي عملیات لاهم ادامه لري او په ځیني مواردو کې یې ملکي تلفات هم درلودلي دي. پخواني ولسمشر، حامد کرزي تل د امریکا او برتانیا د بې پیلوته الوتکو د جنګي عملیاتو کلک مخالف و. ده به تل خپل مخالفت او په دې اړه د افغانستان اندېښنې د نوموړو هېوادنو له چارواکوو سره مطرح کولې او له هغوی څخه به یې پوښتل چې د دوی بې پیلوته الوتکې د کوم توافق پر اساس په افغانستان کې عملیات ترسره کوي؟
د امریکایی قراردادیانو حضور په افغانستان کې
د امریکايي قراردادیانو او د هغوی د کارمندانو فعالیت چې د امنیتی او پوځي چارو تر څنګ د امریکا د دفاع وزارت، استخباراتي ادارې او د امریکا د متحده ایالاتو د توسعې نړیواله ادارې یا USAID ته مختلفې دندې تر سره کوي، د ملاحظې وړ دی. د دغو قراردادیانو تعداد د رسمي او غیر رسمي منابع پر اساس له ۳۹ زرو څخه تر ۴۵ زرو پورې رسېږي. د امریکا متحده ایالاتو حکومت د افغانستان سره د امنیتی موافقه لیک یاBSA د مذاکراتو پر مهال تاکید درلود چې امریکايي قراردادیانو ته په افغانستان کې ځانګري حقوق او مصوونیتونه ورکړي. پخواني ولسمشر په هغه وخت کې د امریکا له دې غوښتنې سره کلک مخالفت وکړ، ځکه دا حقوق او مصوونیتونه له یوې خوا د افغانستان له ملي حاکمیت سره په ټکر کې وو او له بلې خوا امریکایي قراردادیانو ته دا زمینه برابرېده چې داسې فعالیتونه ترسره کړي چې په امنیتی تړون کې ورباندې موافقه نه وي شوې. نوموړي د امکان تر حده د موافقه لیک په مربوطه کلماتو او جملاتو کې ستر تغییرات راوستل.
د داعش احتمالي حضور او فعالیت په افغانستان کې
که د امریکا- ناټو او افغانستان ترمنځ شوي توافقاتو ته پام وکړو، د امریکا متحده ایالاتو او ناټو په افغانستان کې د خپل ماموریتونو د ختم نېټه نه ده تعیینه کړې. ښاغلي کارټر د امریکا د دفاع وزارت له آدرس څخه ویلي دي چې د داعش ډله د امریکا د متحده ایالاتو او متحدینو لپاره یې یو ستر ګواښ دی. نوموړي دا هم وویل چې دوی ته رسېدلي رپوټنه ښیي چې اسلامي دولت یا داعش خپل فعالیت په افغانستان کې پیل کړی دی اوکه د دغه هېواد وضعیت لا بحراني شي، د افغانستان څخه د امریکايي عساکرو د وتلو د فیصلې په اړه باید تجدید نظر وشي. د امریکا د دفاع وزارت په خپل رسمي ټویټر پاڼه کې دا پښتنه مطرح کړې ده چې څه به وشي که اسلامي دولت یا داعش افغانستان ته ورسېږی؟
د پورتنیو مطرح شوي مواردو پر اساس، نه یوازي دا چې د امریکا متحده ایالاتو جګره په افغانستان کې پای ته نه ده رسېدلې، بلکې په قوي احتمال سره چې د سیمې او نړۍ د عیني واقعیتون او روانو حالاتو له کبله، د اوسنۍ جګړې او ناامنۍ لمن لا هم وغځیږي. د هېواد روان وضعیت څخه ښکاري چې افغانستان اوس یوې نوې جنګي سناریو ته داخل شوی دی. افغان حکومت باید د سیمې د سترو هېوادونو سره همکاري زیاته کړي ترڅو په نوي نامه رامنځته شوي زاړه ګواښونو سره په ګده مبارزه وکړي.
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه.