تاند- د امریکا یوه (C-130) ترانسپورتي الوتکه نن /چهارشنبه/ په افغانستان کې ولوېده او پکې سپاره کسان مړه شول.
د امریکا دفاع وزارت وايي، په دې پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.
په وژل شویو کسانو کې څو تنه پوځیان او یو شمېر قراردادیان شامل دي. د قراردادیانو د ملیت په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
روسي خبري اژانسونه وايي چې وسله والو طالبانو ادعا کړې چې دا الوتکه دوی ویشتې ده.
خو فرانس پریس خبري اژانس وايي چې د امریکا پوځ او دفاع وزارت تر دې دمه د دې الوتکې په لوېدو کې د طالبانو لاس لرل نه تاییدوي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي«زموږ مجاهدینو په جلال اباد کې یوه څلورماشینه الوتکه وویشته. د کره معلوماتو پر اساس په دې پېښه کې ۱۵ اشغالګر او یو شمېر ګوډاګي پوځیان وژل شوي دي.»
د امریکا د پوځ ویندوی وايي چې په الوتکه کې ۶ امریکايي پوځیان او ۵ ملکیان (قراردادي) سپاره ول. ده په دې پېښه کې تر دې د زیاتو کسانو د وژل کېدو احتمال رد نه کړ.
په عین وخت کې این بي سي تلویزیون وویل چې په دې پېښه کې د ۵ امریکايي پوځیانو، ۵ قراردادیانو او ۲ ملکي افغانانو په شمول ۱۲ تنه وژل شوي دي.
د ايتلاف امریکايي ویندوی ډګروال برېن تریبس ویلي چې الوتکه د افغانستان په وخت د سهار په ۳ بجې او ۳۰ دقیقې د جلال اباد له هوايي ډګره تر الوتو لږ وروسته وغورځېده.
له سي ۱۳۰ هیرکولس الوتکو څخه د امریکا پوځ عموماً د خپلو پرسونلو د لېږدولو رالېږدولو لپاره کار اخلي.