د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر د یوولسمې نېټې بریدونو، دې ته لاره پرانیسته چې غربیان په ځانګړې توګه امریکا افغانستان ته د ننه شي. دا بریدونه هغه وخت وشول چې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر نامه لاندې د طالبانو واکمني حاکمه وه او د دې برید پړه هم القاعدې په غاړه واخیسته. دا چې نومړی برید د چا له لوري پلان شوی و، بلابېل نظریات دي، یو شمېر کسان وایي چې دا برید القاعدې په افغانستان کې پلان کړی و، بله ډله خلک وایي چې دا برید له افغانستان څخه بهر پلان شوی و، خو ډېری شمېر کسان په دې اند دي چې دا برید په خپله د امریکې له لوري پلان شوی و، څو په همدې بهانه ځان افغانستان ته د ننه کړي او د منځنۍ اسیا هېوادونه تر خپلې ولکې لاندې وساتي.
امریکایان سره له (۱۵۰۰۰۰) پوځیانو افغانستان ته د ننه شول او د اسلامي امارت تر نامه لاندې واکمني یې په درېیو ورځو کې را نسکوره کړه. افغانان په لومړیو کې د دوی راتګ ته زیات خوښ وو، ځکه هېواد کې زیات تحولات رامنځته شول. ډموکراسي حاکمه شوه، ټاکنې وشوې، د بیا رغونې به برخه کې خورا زیات پرمختګونه وشول….
د امریکې دې پالیسۍ زیات دوام ونه کړ، یوازې څلور کاله په هېواد کې د امنیت او پرمختګ کلونه وو، وروسته له دې څلورو کلو په هېواد کې یو ځل بیا نا امنیتو او نا خوالو زور واخیست. امریکا چې موخه یې دلته د تل لپاره پاتې کېدل وو، نه یې غوښتل په افغانستان کې داسې بنیادي کارونه وکړي چې افغانان دې د تل لپاره ترې برخمن شي، بلکې تشریفاتي کارونو ته یې مخه کړه. که له یوې خوا یې د افغان حکومت هر اړخیز ملاتړ کولو، له بلې خوا یې وسلوال روزل چې په دې برخه کې پاکستان هم ورسره مل و، پاکستان چې د تاریخ په اږدو کې د افغانانو یو سرسخت دښمن پاتې شوی، هېڅکله نه غواړي افغانان په خپلو پښو ودرېږي، دوی وایي چې که افغانان په خپلو پښو ودرېږي نو سمدستي به د ډیورنډ کرښې موضوع را برسېره کړي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم د دوی په دې دوه مخي سیاست تر ډېره وخته پوه نه شو، خو کله چې پوه شو نو افغان ملت ته یې په ډاګه کړه، چې ترورېزم له افغانستانه د باندې دی. ده څو ځلې دا خبره وکړه چې جنګ زموږ جنګ نه دی، جنګ هغه چا راوړی چې دلته زموږ د جوړښت، پرمختګ او د ترورېزم د له منځه وړلو په موخه راغلي، ده دا هم په ډاګه کړه چې امریکا او پاکستان دواړه غله ته وایي چې غله وکړه او د کور خاوند ته وایي پام دې وي چې غل درځي.
جګړې ورځ تر بلې روز واخیست او ان تر دې چې ولسوالۍ او ولایات له سقوط سره مخ شول. امنیتي تړون د دې پر ځای چې د افغانانو د زخم درملنه وکړي، بلکې د دوی په زخمونو یې لا مالګه وشینده. په امنیتي تړون کې د افغان ځواکونو د روزلو او تجهیر مسئله ډېره مهمه وه چې متاسفانه دا هېڅ ونه شول، نه په مسلکي توګه افغان ځواکونه وروزل شول او نه هم دوی تجهیز شول. د امریکایانو پروژه همدا وه، دوی هېڅکله نه غوښتل په افغانستان کې بنسټیز کارونه وکړي، دوی تل له اوله تر ننه تشریفاتي کارونه کړي چې بېلګې یې خورا زیاتې دي.
اوس دا چې نومړی تړون د راتلونکو دوو کلونو لپاره یو ځل بیا تمدید شو، معنا دا چې افغانان دوه کاله نور هم په جګړه کې ښکېل شول او دا خبره خپله د دوی ولسمشر کړې ده، هغه ویلي چې په افغانستان کې د جګړو فصلونه لا پاتې دي او افغان ځواکونه پرته زموږ له مرستې نه شي کولی د وسلوالو دا تحدیدونه شنډ کړي.
زه افغان حکومت ته څو وړاندیزونه لرم:
۱ــ امریکایان سره یې له متحدینو، نه غواړي افغانستان په خپلو پښو ودرېږي، ځکه دوی دلته ځانګړې موخې لري، ښه بېلګه یې روسیه ده.
۲ــ امریکایان نه غواړي ستا ملي ځواکونه په پښو ودرېږي، که دوی غوښتئ نو اوس به یې ستا ملي ځواکونه په ښه وسلو تجهیز کړي وای، دوی د دې پر ځای چې ستا ځواکونه تجهیز کړي وسلوال تجهیزوي، دوی د دې پر ځای چې خپلې وسلې تاته درکړي ولې یې پاکستان ته نه ورکوي، ځکه هلته یې ګټې زیاتې دي.
۳ــ امریکایان د دې پر ځای چې وسلوال وځپي، تا ځپي ښه بېلګه یې په سلګونو ځله د افغان امنیتي ځواکونو پستې په نښه کول، د ملکي خلکو وژل او په روغتونونو بریدونه دي.
خلاصه دا چې د امریکایانو پاتې کېدل په افغانستان کې د جګړې د دوام په معنا!