لیکوال: صفت سمون –

د انفلاسیون (د پیسو پړسوب) کلیمه، د یوې اقتصادي کلیمې په توګه بېلابېلې معناوې لري، لکه د پیسو د ارزښت کمېدل، د پیسو د حجم زیاتوالی، په دوامداره توګه د قیمتونو ټیټوالي او لوړوالي په معنا ده، خو په عموم توګه په دوامداره توګه د قیمتونو لوړوالي ته د پیسو پړسوب وايي.
د ډېری کسانو په نظر انفلاسیون یوه هغه منفي پدیده ده ، چې په یوه ټولنه کې نامطلوبه اثرات پرېږدي او هغه هېواد یا ټولنه اقتصادي ناخوالیو سره مخ کوي، خو په حقیقت کې د یوه اقتصاد دان له نظره د پیسو پړسوب کله کله د پانګوونې، د بیکارۍ د کمولو او د کورني تولیداتو په زیاتوالي کې هم مرسته کوي.

د انفلاسیون خبره په تېرو لسو کلو کې، په افغانستان کې یوه د بحث وړ موضوع ده، چې د ډېرو اقتصاد پوهانو او سیاسیينو پام یې ځانته اړولی دی.

په هېواد کې د انفلاسیون(د پیسو پړسوب) عوامل کورني او وارداتي بلل کېږي، چې د هغې له جملې څخه بې قانوني، مالي او پولي سیستم کې بې غوري (ناسم پولي سیاست) اداري فساد، اقتصادي انحصار او ځینې نور عوامل دي چې په ننۍ لیکنه کې ورته کتنه کېږي.

۱- راوړوونکي یا رالېږوونکي عوامل ( وارداتي)

د کورني انفلاسیون له عواملو څخه یو هم ، وارداتي انفلاسیون دی. وارداتي انفلاسیون (پړسوب) له یو هېواد څخه بل ته او یا له ټولې دنیا څخه یوه هېواد ته د وارداتي انفلاسیون په معنا ده. دا ډول انفلاسیون هغه وخت رامنځته کېږي چې په یوه هېواد کې د هغو موادو یا کالیو(د تولید لومړني توکي) چې په تولید یا نورو برخو کې کارول کېږي، قیمتونه لوړ شي،

 صفت سمون
صفت سمون

نو هرو مرو د تولید د پای قیمت هم لوړېږي.

کله چې له هېواده بهر د نیمه تولیدي توکو قیمتونه لوړ شي، نو په داخل کې د دغو موادو یا کالیو تولید کمېږي، چې له دې سره قیمتونه لوړېږي. نو د وارداتي توکو د قمیتونو لوړوالی د انفلاسیون د رامنځته کېدو لامل کېږي، چې زمونږ هېواد ته ډېری دغه توکي هم له پاکستانه او ایرانه واردېږي چې دغه دواړه هېوادونه په خپله هم په انفلاسیون اخته دي، چې دې ته وارداتي انفلاسیون(د پیسو پړسوب) ویلای شو.

۲- کورني عوامل

انفلاسیون په یوه هېواد کې د پلور(عرضې) او پیر(تقاضا) نا انډولی کې هم رامنځته کېږي، نو هر هغه عامل چې د عرضې په ډېروالي یا د تقاضا په ډېر والي کې مرسته کوي د انفلاسیون کورني عوامل ګڼل کېږي.

۳ – جوړوونکي عوامل

په اصل کې د انفلاسیون کورني عوامل په هېواد کې په یو ډول یا بل ډول وجود لري، چې په طبيعي او جوړوونکي شکل په هېواد کې وي، په سکتورونو کې د کمۍ او ضعیفۍ له وجې هم رامنځته کېږي.

دغه ډول انفلاسیون په ډېری وروسته پاتې یا مخ پر ودې هېوادونو کې موجود وي. دغه عوامل لکه کرهڼیزه، صنعتي، بهرنی تجارت او د دولت عمومي برخه د دې سبب ګرځي چې قیمتونه په موازي شکل نه وي.

الف – کرهڼیزه برخه کې جوړوونکي عوامل.

افغانستان یو کرهڼیز هېواد دی ، چې د هېواد ډېری یعنې ۸۰٪ وګړي په کرهڼه بوخت دي، اما له دغې سلنې څخه یواځې ۳۰٪ یې د ملي تولیداتو په برخه کې شامل دي. د خوړو توکیو ډيری برخه له نورو هېوادونو څخه واردېږي چې بیا هم د عرضې او تقاضا نا انډولي وجود لري، چې د انفلاسیون د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

د زمیندارۍ د نه سیستم موجودیت، د ځمکو غیر عادلانه وېش، د سپما او پانګونې ټیټه کچه، له نوې تکنالوژۍ څخه کمه ګټه اخیستنه، له اصلاح شویو تخمونو او د حشرو ضد دواوو څخه ګټه نه اخیستنه، د اوبو لګولو نه سیستم چې زمونږ ډېری برخه ځمکې د باران په اوبو ابادې دي، د وړو او راوړو(انتقال) د ښه سیستم نه موجودیت او د ګرمو او یخو خونو نه شتون د دې سبب ګرځي چې مېوې او دانه په سمه توګه نه ساتل کېږي او هغه ده چې د فصلونو په تېرېدو او بدلېدو سره ېې قیمتونه لوړېږي.

ب – د صنایعو په برخه کې جوړوونکي عوامل

د صنعت وده زمونږ په هېواد کې ډېره کمزورې ده، او موجوده صنایع د ټول هېواد لپاره بسنه نه کوي. په افغانستان کې صنعتي فعالیتونه په کال ۱۹۲۴ کې د نساجی د کارخانې په جوړولو سره پیل شول، خو د جنګونو او ناخوالیو په شتون کې دغه صنعت په ټپه ودرېد، په هېواد کې د خامو موادو نه شتون او د دغو خامو موادو او ماشینونو او نورو ضروري شیانو واردول، د کاري وړتیا نه شتون چې د مزد په راټیټولو کې مهم رول لري، د برښنا نه شتون او داسې نور هغه عوامل دي چې صنعت په ټپه دروي او د ښه صنعت نه شتون ، د قیموتونو په لوړولو کې مهم رول لري.

د مثال په توګه د هرات ولایت فابریکې اوس له ستونزو سره مخ دي، هغه د دې له وجې چې دوی له بهرني تولید سره سیالي نشي کولای، او که وغواړي سیالي وکړي، نو دوی ته د شیانو د پای (کارتمام) قیمت ډېر ګران لوېږي، خو برعکس د وارد شويو توکو، د پای قیمت اخیستوونکي ته ډېر کم لوېږي او خلک هم هڅه کوي چې کم قیمت لروونکي توکي پیدا کړي.

ج – د بهرني تجارت په برخه کې جوړوونکي عوامل

مونږ د راکړې او ورکړې د توازون د نیولو په برخه کې هم د انفلاسیون په مخنیوي کې مرسته کوی شو، که راکړه او ورکړه له کمښت سره مخ شي نو د پیسو ارزښت کمېږي، لدې سره د وارد شویو شیانو قیموتونه لوړېږي او داخلي توليدي توکي بیا بهرنیو ته په ارزانه تمامېږي، نو ځکه د توکو مصرف زیات وي او کارتمام قیمت ېې کم لوېږي، چې داخلي انفلاسیون ته لاره هواروي.

د – د دولت په برخه کې د انفلاسیون جوړوونکي عوامل

زمونږ د حکومت له مهمو اهدافو څخه یو هم بیارغونه او اقتصادي پرمختګ دی، ځکه ډېری پوهان د شته ستونزو عوامل همدا اقتصادي ستونزې ګڼي، د نوي حکومت په راتګ سره د اقصاد د ښه کېدو په خاطر د بهرنیو مرستو مخه خلاصه شوه، خو د دې تر څنګه په خپله د دولت له طرفه لوړ مصرف لکه په نظامي، پوهنيزه او نورو ټولنيزو او سیاسي برخو کې د دې سبب ګرځېدلي، چې د دولت مصرف زیات شي، او د ظرفیت د نه شتون په صورت کې دغه مصارف په بازار کې د قیمتونو د لوړېدو او انفلاسیون سبب ګرځي.

په تېره یوه لسیزه کې د افغانستان دولت توانېدلی چې یواځې ۶۷ سلنه عادي بودیجه له کورنیو منابعو لاسته راشي، خو پاتې نوره او انکشافي بودیجه ټوله له بهرنیو مرستو او قرضونو لاسته راځي، چې د دولتي نهادونو په بې غوری، د مرکزي بانک او مالېې وزارت ناسمه همکاري او ناسم پولي سیاست د دې سبب ګرځېدلی چې پرمختیايي چارې له ستونزو سره مخ دي.

۴ – بې قانوني او اقتصادي انحصار

دا هم یو له نورو عواملو څخه دی، چې تورم یا انفلاسیون منځته راوړي، یو عمده دلیل د افغانستان په انحصار کې دا کېدای شي چې، دلته ځينې نمایندګۍ موجودې دي، چې له بهره د شیانو په واردولو کې انحصار لري، دوی په قانوني توګه په بهر کې له یوه شرکت سره په انحصاري توګه قرارداد لري، شیان اخلي، او هېواد ته ېې را واردوي، خو ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې دغه نمایندګیانې د دې په خاطر چې په بازار کې د دوی انحصاري توکي پر لوړ قیمت وپلورل شي، دغه توکي په کمه اندازه واردوي، نو په بازار کې د یو شي کمښت د هغه شي د قیمت د لوړېدا سبب ګرځي، چې د قمیتونو دغه لوړوالی د انفلاسیون د منځته راتګ لامل کېږي.

د نړېوال بانک د سروې له مخې، د افغانستان ۸۰ سلنه اقتصاد غیر رسمي دی، او یواځې ۲۰ سلنه د دولت په واک کې ده، دا پدې معنا چې دولت له ۸۰ سلنه اقتصاد څخه خبر نده، له دوی څخه مالیه هم نه اخلي او دوی له دولت څخه رسمي جواز لیکونه هم نه لري، چې دا په خپله په هېواد کې د بې قانونۍ سبب بلل کېږي چې تاجران او ځايي زورواکي د کالیو او شیانو قیمت په خپل انحصار کې لري، او نورو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

نور عوامل

د پورتنیو عواملو تر څنګ ځينې نور عوامل هم شته لکه، وچکالي، سیلاوونه او د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان او ایران ناسم سیاست د افغانستان په مقابل کې، تر څو خپلې ګټې خوندي وساتي، هم د قیمتونو د لوړېدو سبب ګرځېدلي.

د انفلاسیون دمخنيوي لارې

۱- لومړی باید، د ګمرکي تعرفو کموالی په نظر کې ولرو، دا خبره په دوو دلیلونو روښانه ده ، لومړی دا چې د تعرفې په راکمېدو سره د وارداتي محصولاتو قیمتونه د مصرف کوونکو لپاره را کمېږي چې لدې سره په عموم توګه قمیتونه راکمېږي، دوهم دا چې، نړېوال تجارت سره د رقابت لپاره زمينه برابرېږي.

۲- په اوسني وخت کې، له ښکیلو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو تغیر په کار دی ، پدې برخه کې باید له هغو هېوادونو سره اړیکه ټینګه شي چې هېڅ یا په کمه اندازه انفلاسیون یا د پیسو پړسوب لري. همدارنګه له هغو هېوادونو سره اړيکې ټينګې شي چې ، د اقتصادي سازمانونو غړي وي، لکه چین او د منځينۍ اسیا هېوادونه. او له هغو هېوادونو سره اړیکې نیول چې په خپله له انفلاسیونه رنځ وړي، د دې سبب ګرځي چې زمونږ هېواد ته هم د انفلاسیون راتګ شونی کړي.

۳- د تولید ډېروالی او با کیفیته تولید، هم هغه څه دی چې د قیمتونو په راکمېدو کې مهمه ونډه لري.

۴- د انحصار د مخنیوي لپاره باید د انحصار ضد قوانین تصویب شي او هغه عملي شی.

۵ – د افغانستان د مرکزي بانک د توان او ظرفیت زیاتول، او له بهرنیو مرستو سره د هېواد د مالي او پولي سیاستونو پرتله کول، او په سمه توګه د دولت مصرف د انفلاسیون د مخنيوي لارې چارې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *