تاند- د اوباما پخوانۍ ویانده کاترینا پیرسن، چې د افغانستان په خاطر یې د اوباما او هیلري کلنټن تګلارې غندلې وې، د منتخب ولسمشر ټرمپ له لوري د نوي حکومت د مطبوعاتي دفتر مشره وټاکل شوه.
اغلې پیرسن د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د ویاندې په توګه له سي این این سره په یوه مرکه کې ویلي و چې اوباما او هیلري کلنټن په افغانستان کې د یاغیانو مالي او پوځي ملاتړ کړی دی.
د دې منظور له طالبانو سره د امریکا د حکومت پټ ملاتړ و.
د کاترینا پیرسن دا ادعا په امریکا کې له سخت غبرګون سره مخامخ شوه او وروسته دې هڅه وکړه چې خپله خبره توجیه کړي.
تراوسه پوري د منتخب ولسمشر ترمپ له لوري اکثره ګومارل شوي کسان په یو نه یو ډول د افغانستان له جګړې سره تړاو لري.
تر دې وړاندې منتخب ولسمشر دونالد ټرمپ متقاعد جنرال جېمز ماتیس د دفاع وزیر ونوماوه.
ماتیس له اوباما سره د افغانستان او عراق د مسلو پر سر اختلاف درلود.
نوموړی په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر د ډېرولو ملاتړ کوي.