تاند- په تهران کې د افغانستان سفیر وايي چې د افغانستان، تاجکستان او قرغیزستان له لارې له چین سره د ایران د نښلولو لپاره د اورګاډي د پټلۍ فزیبلټي سټډي یا سروې روانه ده.

په تهران کې د افغانستان سفیر نصیر احمد نور وویل:«دا یوه ستره پروژه ده. د دې پټلۍ سروې لا هم روانه ده او د جوړولو عملي کار به یې د سروې له بشپړېدو وروسته پیل شي.»

احمد نور د ایران فارس نیوز خبري اژانس ته همداراز وویل چې دا پټلۍ له ستراتیژیک نظره سیمې، په تېره بیا افغانستان او ایران ته ډېره مهمه ده.

ده زیاته کړه چې د اورګاډي په پټلۍ د سیمې د هیوادونو له یو بل سره نښلېدا به د هغوی ترمنځ سوداګري راکړې ورکړې زیاتې کړي.

د افغانستان سفیر دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې ایران عملاً له ترکمنستان او قزاقستان سره د خپلې پټلۍ د نښلولو کار پیل کړی دی او وايي چې د منځنۍ اسیا د هیوادونو له لارې له اروپا او چین سره سوداګري اړیکې پیلوي.

پر له پسې جګړو او ناکراریو نه یوازې په افغانستان کې د یوې پراخې او سراسري پټلۍ مخه نیولې بلکې د افغانستان له لارې یې د ترکمنستان د کازو د نللیکې مخه یې هم ډب کړې ده.

په افغانستان کې حاضردمه ۷۰ کیلومتره پټلۍ شته چې مزارشریف ښار له ازبکستان سره نښلوي

. په پام کې ده چې د اقینې له بندره تر شېرخان بندره پوري د اورګاډي پټلۍ جوړه شي او ترکمنستان د افغانستان له لارې له تاجکستان سره ونښلوي.

0 thoughts on “په افغانستان کې د ایران او چین د نښلونکې پټلۍ سروې روانه ده”
  1. افغانستان په اوسنیو شرایطو کې سیمه ییزو او نړیوالو لارو ته سخته اړتیا لري ، شرط په کې دادﺉ چې نړیوال او سیمه ییز هېوادونه یوازې د خپلو ګټو له پاره د افغانستان خاوره ونه کاروي ، او نه داسې چې د خپلو بې کیفیته توکود پېر او پلور په خاطر له افغان خاورې خپل مصرفي مارکېټ جوړ کړي او افغانان د تل له پاره له خپلو تولیدي توکو محروم وساتي . دا د نړۍ په هېڅ قانون کې نه شته . اېران تل د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان او افغانانو سره همدا لوبه پر مخ وړې او تل یې د افغانانو د کورنیو تولیدي پروژو او بندونو جوړولو مخه نیولې ده . دوی او پاکستان دواړه غواړي چې د افغانستان خپلې اوبه په یو شکل د ځان کړي ، تر څو د برښنایي او زراعتي تولید څخه بې برخې پاتې شي ، نو د رېل په پټلۍ کې به له دوی څخه پرته له زیان اړولو څه ګټه افغانانو ته ورسېږي ؟ که دوی له یوې خوا د رېل پټلۍ په افغانستان کې جوړه کړي ، له بل پلوه به د اېران له لوري فرهنګي او مذهبي یرغل افغانستان ته راروان وي . ځکه ددې تضمین یې څوک کوي چې دوی به فرهنګي یرغل پر افغانستان باندې نه راوړي ؟ او نه به چین ته ددې لاره هواروي چې د افغانستان خاوره ددې پټلیو په نښلولو سره د غرب په وړاندې د جنګي سیالیو میدان جوړ کړي . هو! دوی به خامخا د خپل خصلت له مخې همدا کار کوي چې افغانستان به د خپلو موخو له پاره کاروي، باج به پرې اخلي ، ګټه به یې ددوی وي او تاوان به یې تل افغانان ګالي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *