لوی افغانستان اونيزه:
د افغانستان په جنوب او جنوب لویدیځ کې جنګېدونکي وسلوال زیاتره د ایراني استخباراتو له خوا رزول شوي هغه افغانان دي چې په ایران کې د مهاجرت شپې تېروي. دغه وسلوال د ایران ساخت پرمختللې هوايي او ځمکنۍ وسلې هم په لاس کې لري. راپورونه وايي ایران په خپل هېواد کې دغو وسلوالو ته د روزنې کمپونه جوړ کړې دي، چې تر روزنې وروسته یې د افغان او بهرني ځواکونو پرضد د جګړې لپاره افغانستان ته رالېږي. تر پاکستان وروسته د افغانستان په روانه جګړه کې د ایران رول اوس د مدرسو، پوهنتونو او فرهنګي مرکزونو له لارې د مداخلې تر پولو اوړي او دغه هېواد د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پرضد د یوې نوې تروریستي جبهې د جوړولو په هڅه دی.
په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد د جګړې لپاره ایران په خپلو مهمو ښارونو جهارم، شېراز، تهران، اصفهان او بندرعباس کې د اورپکو د روزنې نوي کمپونه جوړ کړي دي او افغانستان ته یې را لېږي.
لوی افغانستان اونیزې ته د باوري سرچینو له لوري د را رسېدلو راپورونو له مخې په دغو پنځو ښارونو کې ډېری افغان کډوال او بلوڅان مېشت دي. ایران له دغه پنډغالو ځوانان را جلبوي او د بهرنیانو پرخلاف د جګړې روزنه ورکوي. په یادو کمپونو کې د ځوانانو ترڅنګ نجونې هم روزل کېږي.
لوی افغانستان اونیزې ته د نوم دنه ښودولو په شرط یوه ځوان چې له دغه کمپ نه یې په ډېرمهارت سره پښې سپکې کړې وې، وویل چې دغه کمپونه تازه د ایران د سپاه پاسداران جاسوسي شبکې په مرسته جوړ شوي دي.
د احمدي نژاد د واکمنۍ پرمهال هم پټ او ښکاره خلکو، په ځانګړې توګه افغانانو ته تبلیغ کېده چې افغانستان د امریکا له خوا اشغال شوی او افغانان باید د خپل هېواد د ازادۍ لپاره مبارزه وکړي، خو ویل کېږي چې اوس د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره دا هرڅه په ډاګیزه توګه روان دي.
په داسې حال کې چې د ایران د نوي ولسمشر حسن روحاني په اړه ویل کېږي چې منځلاری دی، خو د افغانستان پر وړاندې یې پټه کینه تر احمد نژاد هم خطرناکه برېښي.
سرچینه وايي چې په دغو چریکي کمپونو کې روزونکي ډېری ایراني اخوندان او د سپاه پاسداران مهم غړي دي او د دوی ترڅنګ خال خال پاکستاني روزونکي هم تر سترګو کېږي.
د دغو په پاکستاني روزونکو په هکله ویل کېږي چې د پاکستان پخواني متقاعد جنرالان دي چې د د ندې موده یې په پاکستان کې پای ته رسېدلې ده.
په یادو کمپونو کې د ځوانانو د تلقین او ذهنیت بدلولو لپاره هغوی ته ځينې رښتینې او اېډټ شوې د امریکايي ځواکونو هغه ویډیو ګانې ورښودل کېږي، چې په افغانستان او عراق کې د هغوی پوځي ماموریت په کې انځور شوی دی.
نوموړي وویل: ((په کمپونوکې جلب شويو ځوانانو ته په لومړۍ ورځ ۳ ساعته لیکچر ورکول کيږي چې څنګه په افغانستان کې د افغان او امریکايي ځواکونو پرضد وجنګېږي، ځوانانو ته ویل کېږي چې د کورنۍ له نفقې او سرپرستۍ دې بېغمه اوسي ځکه ایراني استخبارات ورته هېڅ برابروي، خو کوم ځوانان چې د هغوی له چل او دوکې نه خبرېږي او تښتي د ایران استخبارت یې تعقیبوي او د نشه يي توکو په تور یې نیسې، یوڅو ورځې بندي او بیا یې اعدام کړي.))
سرچینې وویل چې اوس هم د افغانانو د اعدام لړۍ روانه ده، اوس هم په مرموز ډول افغان ځوانان د ایراني استخبارتو له لوري وژل کيږي.
د افغانستان د کشفي او امنیتي ارګانونو راپورونه ښيي چې ایران افغانستان ته د جنګیالیو د را استولو ترڅنګ په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې وسلوالو ته د ایران ساخت وسلې او مهمات ورکوي.
ایران په افغانستان کې وسلوالو ته د وسایطو او الوتکې ضد توغندي ورکړي چې عملاً د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد کاروي.
دغه راز ویل کېږي چې ایران په جنوبي او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د یو شمېر پراختیايي پروژو په ځانګړې توګه په نیمروز او هرات ولایتونو کې د برېښنا د سترو بندونو د جوړېدو پر وړاندې امنیتي خنډونه رامنځته کړي دي.
وړم کال د روژې په میاشت کې په نیمرزو ولایت کې د ښار په منځ کې ځانمرګي بریدونه چې له امله یې لسګونه بې ګناه افغانان په شهادت ورسېدل، وروسته په ډاګه شوه چې د ایراني استخباراتو له خوا تنظم شوي وو.
لوی افغا نیستا ن څومرې خوندور او ښه نوم دی. الله(ج) دې زموږ په سترګو لوی افغا نیستا ن ووینې. امین امین امین
داسلا م دښه او مقدس نا مه تر عنوا ن لاندې موږ افغا نا ن تیر (۳۵) کا له موږ خپل پلرنۍ ټا ټوبې ګران افغانیستان خراب کړیدی.ګیله زما په اند دخبیثو شیعه ګانو او دانګلیس دلرغونې تور لینګې غلاما نو څخه با ید ونه کړو.ځکه چې خبیث شیعه ګا ن او منا فق طبیعته تور لینګیا ن ځپلې ملې منا فع (ګټې) لټوې. ګیله با ید موږ دخپلو هیواد والو څخه وکړو.لکه څرنګه چې په د رې ژبه کښې متل دی ازموده ازمودن خطا است په تیرو (۳۵) کلونو کې موږ خپل ګاونډیا ن وه نه پیژندل. زموږعقلونه چیرې دې؟ لکه چې وایې خر که بمکه رود ان خراست.دحدیث شریف مفهوم دی (سړی با ید دیوه غا ره څخه څو واره ونه چیچل سې)هم دهیواد مسلح او غیر مسلح مخالفین ملامت دې او هم افغا ن حکومت ملامت دی.حکومت هغه څه چې په حکومت پورې اړه لرې دمثا ل په ډول ادارې فسا د
سلامونه
پدي خو هر هوشيار افغان او غربيان پوهيژي.
پوشتنه داده چه ولي افغان دولت او غرب يان عملي گامونه نه پورته كوي د دي جنايت په مقابل كي؟؟؟؟؟؟
ايا ايران او پاكستان دومره قوي ده چه د غرب زور نه په رسيژي؟؟؟؟؟؟
د عقل خاوند انسان سره پوشتنه پيداكيژي حتماً په د جنايت او افغان وژنه كي افغان دولت او غرب يان شراكت لري
په هيله د يوالي او سمسور افغانستان
دتا ند ادارې ته سلامونه اودرنا وې وړاندې کوم.وروڼو ! تیره شپه همدغه وخت (۲۴) ساعته د مخه مې پر همدغه لیکنه تبصره چې دهره اړخه دردیدلو وړ نه وه ولیکله. خو تا سو خپره نه کړه نه پوهیږم چې ولې؟؟؟
په درنښت
توریالی صاحب سلامونه
تاند هره هغه تبصره چې د چا پر شخصیت پکې تېری نه وي شوی، خپروي. ممکن تبصره مو له لیکلو وروسته کلیک (لېږل) کړې نه وي.
زنده باد لوی افغانستان او تاند پاڼه خدای د افغانستان دښمنان تبا او برباد کړی او موږ ته دی یو نر حکومت راکړی