کله چې یو ماشوم ۱۸ کلنۍ ته راسیږي، نو دې په خپل عمر کې ۲۰۰۰۰۰ خونړي پېښې په خپلو سترګو ګوری، چې په دا کې اتلس زره د ژوند اخیستلو هڅوونکي پیښې وي. چې دا هر څه پر تلویزيون ښوودلي کیږي، خو له دې هدف دا نه کیدلاي شي، چې ځوانان تشدد ته وهڅولي شي، بلکې له دې دا هدف هم کیدلي شي، چې ځوانان له بدو پیښو ځان څنګه لرې وساتي.

(جین کلارک)

د نړۍ له تاریخي شالیدونو څخه دا مالومیږي، چې لویو لویو پانګوالو او بادشاهانو به د ځان ستایلو او د خپل ځان او کورنۍ نوم ژوندی ساتلو په موخه له ځان سره ګوډاګي لیکوالان او شاعران ساتل تر څو د دوی په اړه دروغجن او میړنی تاریخ ولیکي، دې کار به پاچاهانو ته زښت زیات خوند ورکول، د دې ترڅنګ دوی به د عادي وګړیو په نظر کې ځان لوړ او ویاړمن احساسول. دا کار نه فقط تر دې حده پورې وه، بلکې ځينو پاچاهانو به له مرګ وړاندې هم نصحیت وکړ چې د دوی سره په قبر کې سندرغاړی یا هنر مندان  هم ژوندې ښاښ کړی، تر څو په قبر کې هم د دوی د تفریح او خوند سامان برابر کړي.

ځواک او واک لرونکو انسانانو تل زیار باسلي دی، چې له خپل ځان ټیټ او ضعیف خلک تر جبر او رواني غلامي لاندې وساتي، خو حقیقت دا دی، چې هغه خلک چې دوی یې ضعیف او کمزوري ګڼي، د سړکونو، دیوالونو، ودانیو، پلونو، منارونو او تولیداتو اصل محنت او قدر ګڼل کیدل شي. خو ولې د ځواکمن ځواکونو پریمانه پانګوانه او واک دا هر څه خپله ځان ته اړوي او هغه څوک چې د حقیقت موندونکي او څیړونکي وی، د تاریخ په دروغجن تاریخ کې وروسته پاتې او بې کاره معارفي کیږي.

په ګران وطن افغانستان کې هم دا کار شوی دی، زمونږ تیر شوي پاچاهان هم داسې وو، دوی هم په سلګونو مېرمنې او د عیاشي سامان له ځان سره لرل. موږ اوس هم د عیني اوضاع لیدونکي یو او خپل چاپیریال کې وینو چې پر یو منار، تعمیر، پل او پوهنتون د هیڅ یو غریب، بې کسه او جوړونکي نوم ندی لیکلي شوی. له دې څخه هدف د واکمنې طبقې پر ځان بې باوری او د راتلونکې لپاره پر ضعیفو وګړیو د واکمني طبقې واکمنی حتمال کول دي.

واکمنو تل زیار باسلي دی، چې درواغ رښتیا کړی او رښتیا درواغ کړی، په دا وروستیو کې د افغانستان د ټولنې له اوږدې ځپلتیا او چوپتیا وروسته د ځایی او خارجي ځواکونو اړتیا عادی افغان وګړی یوې لنډې آزادی ته پرېښودل، بیلابیلو رسنیو فعالیت پیل کړ او د عمل میدان ته یې را ودنګل، چې په دا کې د یو څو ورځو باکیفیته اوونیزه (لوی افغانستان) هم شته دی، لوی افغانستان د عادی وګړیو چیغه راپورته کړه او په هېواد کې د روان فساد او کنګلتیا پرضد یې له لویو لویو ککړو ځواکونو څخه را پیل کړ.

دې اوونیزې په ډېر کم وخت کې ځان ته کړکیچن حالت ایجاد کړه، علت یې د وقت ځواکمنو سره د درغلیو په منډه کې نه ګډون او د عادی وګړیو اندېښنو ته ځواب ویل و. د دې اوونیزې له خپرونو څخه داسې ښکاریدل چې دوی به ډېر په چټکي سره د عادی وګړیو غمونه لوړ پورې چارواکو ته و رسوي، بلکې د چارواکو بدې کړنې به عادی وګړیو ته هم ور ورسوی، د لوی افغانستان د بیان آزادی په موخه هر  ګام ته ولس ښه راغلاست وايي، بیخې داسې لکه یو څوک د دوی د ارمانونو پورا کوونکې او لارښوونکي را پیدا شوې وی، داسې ورځپاڼې په تاریخ کې ډېرې لږ تر سترګو کیږي!

داخلي ککړو ځواکونو نه فقط پر خپله بربنډولي ناخوښې وښودله بلکې د رښتیا ویوونکو عناصرو خوله بدولو او د دوی د ترور کولو دړکې هم خپرې کړې. یو فلسفي وايي، که چیرې تاسو ولس ته د لاسونو پر مرسته د ټولټاکنې حق نه ورکوئ، نو بیا ولس را پاڅي، په پښو رای اچوي!

د لوی افغانستان ځوانانو نه فقط په فساد کې د ککړو کړیو پر ضد د مبارزې چیغه پورته کړه بلکې هغو جبرې عناصرو ته چې د لوی افغانستان کاري ډلې ته یې دړکې ورکولي، پرضد د مبارزې ګړندې کولو غږ پورته کړ. په دا کې ګران ملګري عطاء الله خان حیران نه فقط وځورولي شول بلکې د نوموړی د کور د ایډریس او تګ راتګ څارنه هم ترسره کیدله. له دې سره هغو ځوانانو چې د فساد پر ضد وو، د لوی افغانستان اوونیزې تر چتر لاندې د مبارزې د تندولي او دوامداره ساتلو هوکړه وکړه.

هغه خلک چې د لوی افغانستان تر چتر لاندې یې مبارزه  ټوکه ګڼله، ډېر  ژر پوه شول، چې مطبوعات  یوازنې لاره ده، چې خپل حق او ولس پرې راغونډ کړای شي. د نن واکمن او د سبا کمزوری پر دا پاتې ورځو چې له ټولټاکنې وروسته یې راتلونکې تیاره ښکارې، غواړی چې په دا پاتو ورځو کې څومره چور کولای شي، باید ترسره کړی، خو دوی پر دا نه پوهیږي، چې په دا هېواد کې داسې ځوانان شته دی، که چېرې را پاڅي، نو بیا په پښو ووټونه اچوي!

په ګران وطن افغانستان کې له ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته ۳۷ ژورنلیستان وژل شوي دي. د دوی ګناه فقط دا وه، چې هغه ځواکونه چې په فساد کې ککړ وو، دوی بربنډ کړه، دوی د بیان آزادی په لاره کې نه فقط خپل ځان لا لاسه ورکړ بلکې د خپلو کورنیو ژوند یې هم په مشکل کې واچول.

د بیان آزادی د هرملت راتلونکې جوړوی، په پښتو کې متل دی، چې چېرته ډب نه وی هلته اداب نه، یا دا چې چېرته اعتراض نه وی هلته پرمختګ نه! د افغانستان د ځینو فاسقو کاروندانو او مشرانو پرضد د فساد تورونه نوی ندی، بلکې له دې څخه د نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او ایکونومي واچ مخونه ډک پراته دی، دا بیلا خبره ده، چې هغوی ته یې وس نه راسیږي او هغه څوک چې د بیان آزادی خبره کوی او رښتیا وايي، دوی پر خپلو پوکیو غلي کول غواړي.

د نړۍ لوی فلسفي برټرنډرسل وايي:

کله چې مونږ یو شی ته ازاد وایو، نو د دې  مطلب تر هغه نه روښانه کیږی چې له کوم شی ازاد؟ که هر څه ازاد دی، نو هغه د یو جبر یا مجبوری له امله ازاد دی، او مونږ مکلف یاستو چې دا روښانه کړو، چې هغه جبر یا مجبوری څه ته وایی؟ نو مونږ ویل شو، چې هغه خیال ازاد وی، چې له خارجی کنټرول څخه ازاد وی او اکثره دا موجود وی. په دې خارجی عواملو کې هغه عوامل هم رول لری، چې زمونږ د فکر پر ازادی باندې اغیزه  کوی، په دا کې ځینې ډیر واضحه دی، خو بیا ځینې ډېر کړکیچن او نازک دي.

بیا لیکې

مونږ ویل شو چې فکر هلته ازاد وی، چې کله دې ته د نورو افکارو سره دمسابقې په خاطر ازادی ورکړای شي. مطلب چې کله هر فکر ته دا مواقع په لاس ورکړای شی، چې خپل نظر په ازادۍ سره بیان کړای شي، او په دا کې د هیڅ یو سره قانوني، مالي ګته او ضرر تړالی نه وی. خو دا یو هوايي خوب دی،چې د بیلابیلو علتونو پر اساس هیڅکله نشې عملی کیدلی. خو چېرته چې مونږ قرار لرو له هغه ځای څخه په باوری توګه ډېرمخکې تګ کیدلای شي.

لوی افغانستان اونيزه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *