تاند- د افغانستان حکومت د پنجابي طالبانو له لوري د دوهم ځل لپاره پر دې اعلان غبرګون وښود چې نور په پاکستان کې نه چجنګېږي او پر ځای یې په افغانستان کې جنګ روا بولي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن په یوه اعلامیه کې د پنجابي طالبانو اعلان د افغانستان په چارو کې د پاکستان د استخباراتو د پټو او ښکاره لاسوهنو په لړ کې بللی او ویلي یې دي چې دا د افغانستان پر ضد د آی ایس آی د جنګ یو بل اعلان دی.

پنجابي طالبانو، چې اوس هم په زرګونو تنه یې په افغانستان کې جنګېږي، په وروستیو ورځو کې دوه واري ویلي چې نور غواړي چې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي. دوی ویلي چې په پاکستان کې به یوازې تبلیغ کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي چې د پنجابي طالبانو دا اعلانونه د دې ډلې او د پاکستان د استخباراتو په تګلاره کې کوم بدلون نه ښيي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي:«د افغانستان اسلامي جمهوریت له څو کلونو راهیسي د هغو ترهګرو له حملو سره مخامخ دی چې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د استخباراتي ادارو له خوا روزل کېږي، په وسلو سمبالېږي او تمویلېږي. زموږ د هیواد د بېلابېلو سیمو په وروستیو تروریستي بریدونو کې زیات شمېر پاکستاني ترهګر وژل شوي او نیول شوي دي. د اسلامي افغانستان په ټاټوبي کې د پنجابي طالبانو د جنګ وروستی اعلان په حقیقت کې زموږ په کورنیو چارو کې د پاکستان د اسلامي جمهوریت د استخباراتي ادارو ښکاره مداخله او زموږ د بې ګناه خلکو د وژنو د زیاتولو په معنا ده.»

د افغانستان د ملي امنیت شورا د مداخلې او ورانکارۍ د وسیله په توګه له تروریزم څخه کار اخیستل د هیڅ هیواد په ګټه نه بولي او وايي چې افغانستان او پاکستان په ګډو هلوځلو او د ترهګرو په منځ کې د توپیر له کولو پرته سیمه د اقتصادي سوکالۍ او دوستۍ پر مرکز بدلولی شي.

پاکستان په ځلونو ویلي چې استخبارات یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او په خپله د تروریزم ښکار دی. په وروستیو کې پاکستان په دې برخه کې خپل دفاعي دریځ په تهاجمي بدل کړی او وايي چې ترهګر له افغانستانه پاکستان ته اوړي.

2 thoughts on “په افغانستان کې د جنګ په اړه د پنجابي طالبانو پر تازه اعلان د افغانستان غبرګون”
  1. Salam!
    Zma pa hr tormakhai watan mayan afghanano bande gazs da Che hr tormakhai punjabai mo Lidl dasi murdar krei Che Beya da afghanistan nom yad nakriy…

  2. واوا دبلی مو خبر کړم! دامنیت شورا پنجابی طالبانو ته څه وای په تاند دیب سایدکی وګوری دغه دامنیت شورا چه نن پنجابی ته دجنګ په مقابل کی غبرګون ښای هغه خو پنجابی دی پا کستانی دی دداخلی پنجابیانو په مقابل کی چه پوره ۷ میاشتی تبلیقی جنګ روان وو کارونه په ټپه ولاړ اقتصادی رکود وغیره ددوی خو اندکترین اصلاحی حرکت ونه لیدل شو ایا موږ ددوی په خبرو او وعدو څومره باور کولی شو؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *