عزیز خان هوت

 ((عزیز خان هوتک))

افغانستان چې په روانه یوه نیمه لسیزه کې د جګړو او بهرنیو استخباراتي بنسټونو د ازموینې ډګر و، هر ښکېل عنصر په کې خپله سوبه لټوله، د نړۍ له لیرو هېوادونو نیولې د افغانستان تر ګاونډیانو پورې ټولو په دې ونډۍ کې یوڅه لټول.دا روښانه خبره ده، چې اوسمهال په هېواد کې د ټولو بدمرغیو، ناخوالو او ستونزو مور او بنسټیز لامل جګړه ده. په هېواد کې جګړه په دوه اړخونو بهرنۍ او کورنۍ هغه څرخیږي.

په افغانستان کې د جګړې، بهرنۍ او امریکايي ریښې دومره اوږدې او ژورې دي، چې پرې کول او له منځه وړل یې دومره ژر او دومره په اسانۍ له امکانه لرې ده، دا ریښې د ګاونډیو او نورو هېوادونو له بېلابېلو لنډ مهالو او اوږد مهالو موخو سره دومره پېچلي او غښتلي دي او دومره پکې ژورې ريښې غځولې دي، چې پرې کول او له منځه وړل یې همداسې ځواکمنو اوږدمهاله تدابیرو، کړنو او پلانونو ته اړتیا لري.

تېرو کورنیو جګړو او اوسنيو بې باوره حالاتو ته په کتو داسې څرګندېږي ، چې کورني عوامل  یو ځل  بیا  د افغان کورنۍ جګړې په دوام کې د لومړۍ  درجې په  توګه  خپل  رول  لوبوي او تر هغه چې  کورني  عوامل په  همدې  ډول  په خوځښت کې وي او خپلې ځانګړې ګټې  تر ملي ګټو لوړې ګڼي ، نو  باندېنۍ مداخلو ته به تر دې لا هم نوره زمینه برابره شي او  د جګړې کورني خوځنده اړخونه به ممکن په راتلونکي کې  یو موټی افغانستان له وېش سره مخ کړي چې همدا د نړیوالو او په ځانګړې توګه د امریکا او ګاونډیو هېوادونو بنسټیزه غوښتنه ده. د شمال ټلوالې د مخکښانو له څرګندونو ښکاري چې دغه ډله په افغانستان کې د جګړې دوام ته لمن وهي او په دې سره هڅه کوي چې د امریکا پام یو شمېر هغو کسانو ته ورواړوي او هغه پرې تور لست کې شامل کړي چې سولې ته لېوالتیا لري. او امریکا هم دا کار وکړ، په دې اړه د لیکنې لاندې برخه کې معلومات وړاندې شوي دي.

پوهېږو چې د مالي او پوځي وسایلو له پلوه به افغان جګړه پراخ باندېني لاملونه ولري او له  سیمه ییزې او نړیوالي هر اړ خیزې مرستې پرته د جګړې پرمخ  وړل هم ناشوني برېښي ,مګر د جګړې د دوام  او پرمخ بېولو لپاره کورني لاملونه  تر باندېنیو ډېر پیاوړي برېښي.

په افغانستان کې د جګړې دوام لویه زیږنده کورنۍ اړخ هم ده، ځکه په دې تېرو ۱۵ کلونو کې بهرنیو او امریکا په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره دلته په یو شمير کورنیو کړیو هم پانګونه کړې. له مخالفینو او سیمه ییزو او نورو بهرنیو استخباراتي کړیو سره د دولت د ننه او دهېواد په کچه د ځینو مطرحو او اغيزمنو کړیو او افرادو اړیکې او د شخصي ګټو په خاطر له پردیو اهدافو سره د ځينو کورنیو کړیو، ډلو او مطرحو افرادو تړښت. مافیايي کړۍ، چې ګټې یې د افغانستان په بې ثباتۍ کې خوندي کېدای شي. د قانون نه حاکمیت، چې د بېلا بېلا لاملونو له کبله د جګړې د دوام او عزېدا لامل ګرځي. د جنګ سالارانو او جنګي جنایتکارانو شتون او په هېواد کې د سولې له ټینګښت څخه د هغوی وېره، چې ورسره د قانوني حساب کتاب زمینه برابرېږي. سیاسي مخالفتونه، قومي، ژبني، مذهبي او نور تعصبونه، چې هم په خپله د جګړې د پیاوړتیا او غزېدا لامل ګرځي او هم د جګړې بهرني اړخونه پیاوړي کوي.

په افغانستان کې د جګړې کورنی اړخ بیا په ځانګړي ډول په خپل ذات کې بېلابېلې ریښې او لاملونه لري، چې که ټول یې د بهرني اړخ د پیاوړي کولو لامل نه ګرځي، نو ډېری خو یې سربېره پر دي چې په هېواد کې د جګړې پیاوړتیا او غزېدا ته لمن وهي، نو له بله پلوه په مستقیمه یا نا مستقیمه توګه د جګړې پر بهرنیو اړخونو هم اغېر لري. په افغانستان کې د جګړې بهرنی اړخ هم مهم دی، خو دغه اړخ هم د کورني هغه سره پیوند لري، ځکه تر دې وړاندې چې امریکا په افغانستان کې د مخالفینو د نیولو او یاهم تورلست کې د شاملیدو پریکړه کوي، نو د شمال ټلوالې نظر او مشورې ته ډېر توجیه ورکوي، ځکه امریکا له شمال ټلوالې او شمال ټلواله د امریکا له لارې د جګړې د دوام بیلګې دي.

څو ورځې وړاندې د امريکا متحده ايالاتو د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې دوه غړي د نړيوالو ترهګرو په تور لېست کې د شاملېدو اعلان وکړ. سپينې ماڼۍ ويلي وو چې د حزب اسلامي دوه غړي عبدالله نوبهار او عبدالصبور امريکا او وګړو ته يې ګواښ پېښاوو. په داسې حساسو حالاتو کې چې ولسمشر هم په خپله حزب اسلامي ته د سولې په پروسه کې د يو ځاى کېدو بلنه ورکړې، د امريکا له دې پریکړې ښکاري چې دغه هېواد په افغانستان کې سولې ته ژمن نه دی او بلکې د جګړې دوام غواړي. امريکا بايد دا حساسيتونه درک کړي؛ ځکه چې په دې ډول پرېکړو سره د سولې پروسه سبوتاژ کېږي.

امریکا باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په برخه کې د شمال ټلوالي هغه فرمایشونه چې ۱۵ کاله وړاندې یې پرې ګڼ افغان مشران د مخالفینو په نومونو زندان ته واچول پای ورکړي او په افغانستان کې د دې د جګړې د دوام لپاره له شمال ټلوالې سره خپل ایتلاف مات کړي، ځکه اکثریت افغانان سولې ته ژمن دې او په دا ډول کارونو چې جګړې ته په کې لمن وهل کیږي باید د پای تکی کيښودل شي. امریکا او شمال ټلوالې ته په افغانستان کې د بې وسلې کولو (ډي ډي ار) له لارې د ملیونونه ډالره لګښت او د افغان سرتېرو پرلپسې قربانۍ بابیزه بریښيې او لاهم په دې هيواد کې جګړې ته لمن وهي. په افغانستان کې د امریکا په شتون کې د شمال ټلوالې د مشرانو له خوا د جګړې دوام ته لمن وهل او پر خلکو د وسلو ویش په دې مانا دی چې امریکا لاهم ددې خلکو سره د جګړې د دوام لپاره ګډ دریځ لري.

که جګړه هرڅومره اوږدېږي، زیان یې تر ټولو هغې خاورې او ولس ته رسېږي، چې د جګړې اور پرې بل وي، وايي “جګړه تېر ایستل یا غولول دي”، همدا ده چې د روانې جګړې تر ټولو ډېر زیان افغانانو ته رسېدلی، که د افغان ملي اردو، پولیسو، امنیت جنګېدونکي ځواکونه وژل کېږي، که عام ولس، زیان یې بیا هم افغانانو ته رسېږي. او که طالبان او د حکومت مخالفین هم وژل کېږي، هماغه افغان میندې کونډې او بورې کېږي او په غم یې ټول افغانان غمېږي.

له یو شمېر ماخزونو نه په ګټې اخیستنې.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې په هیله

ژوندونۍ دې وي افغانستان

تل دې وي افغان ملت

مړه او سپیره دې وي د لوی افغانستان دښمنان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *