لیکنه : نګین کرګر
کله چې د ناتو ټلوالې ځواکونو افغانستان کې د تلپاتې خپلواکۍ په نامه له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۲پوری پراخ هوايي بریدونه وکړل نو له هغې وروسته برتانیایی څیړونکو د پروفيسور اصف دورکویچ په مشرۍ وغوښتل چی د افغانستان په ختيځو سیمو کی د وسلو د استعمال د مستقیمی اغیزي په خاصه توگه د یورانیمو د کارونې طبي څېړنه وکړی د ساینسي څېړنو دوه نورې ډلې چې د ۲۰۰۲ م کال د مۍ میاشت کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ته ورسيدې د انسانانو او خاورو نمونی يې بریتانیا ته راوړلی نوموړو چې د هېواد په ختیځ کې د جګړې په جریان کې ساحوي مطالعات ترسره کړل غوښتل يې چی د عامو ولسی وګړو په وجود کې د یورانیمو کچه معاینه کړې.
په ۱۹۹۷ م کال کې ډوراکويچ هم له خپلو همکارانو سره یو ځای ( Uranium Medical Research Center, UMRC) د یو خپلواک سازمان په توګه تاسيس کړ، چې هدف یې د یورانیمو، ټرانسورونیمي عناصرو د اغېز علمي او طبي څېړنې وې، دغه سازمان د څو خيريه بنسټونو په مرسته تمویل کېده ، د هغو کسانو چې خپل خپلوان یې له جګړې وروسته ناروغان، زخمیان او یا هم وژل شوي دي د هغو څيړڼې وکړې په افغانستان کې د ساحوي مطالعاتو د پایلو د مالومولو لپاره په ۲۰۰۲ م کال د می په میاشت کې د یورانیمو د طبي څېړنو مرکز افغانستان ته د ځايي اوسیدونکو، او د داخلي بې ځایه شویو خلکو سره د مرکو او معاینو لپاره ساحوي ډله ولېږله، ددغه سازمان ساحوي ټيم لومړی د هغو سلګونه خلکو په تشخیص پیل وکړ، چې له ناروغیو سره مخ وو، او د کلینيکي ښودنو پر اساس د راډیو اکټيفو وړانګو او موادو له کبله يې ربژرې گاللي ۰د دوى د ناروغيو علایمو ښکاره کړه چې دياد احتمال د څېړنې په موخه چې نښې یې د اتومي وړانګو له کبله مالوميدلې په هغه ځايونو کې چې د يورانیمو د طبي څېړنو نوموړي مرکز ټيم د پيشاب او خاورو نمونې راټولې کړې او په انګلستان کې یې د څېړنو خپلواک لابراتوار ته ولېږدولې د یورانیمو د طبي څېړنو مرکز ټيم د دغه څيړنو له مخې داسې ملکي افغانان وموندل چې په لمړیو اونیو کې په سلهاو داسی عام ولسی وګړی معاینه کړل چې د استعمال شوی وسلی له کبله او د یورانیمو د ککړتیا له کبله ناروغان و دغه معاینی هغه وخت ترسره شوی چی د زهري وړانګو شدیدې نښې پکې لیدل کیدي.
د يورانیمو د ککړتیا د اوږدمهالو نښو په شمول په نویو زېږيدلو ماشومانو کې هم د زېږون ستونزې په أرثي توګه بل لوی ګواښ و چې په دې څېړنو کې دا را برسېره شوه همدارنګه د تبی ګنګسیت ،د عضلاتو درد، ساه لنډى ، عصبی اختلال او د دوى په وينو کې د یورانیمو کچه په سلګونو مرتبه لوړه وه په ٢٠٠٢ کال کې داسی څیړنی د جلال اباد او کابل یکه توت، او هودخیلو ، بی بی مهرو سیمو کې ترسره شوي دي چې دغه څیړونکی د یوانیمو د یوی بیساری کچې له امله چی ٤٠٠ ش ٢٠٠٠ پوری لوړه وه حیران پاتی و.
بهرنی یځواکونو په افغانستان سپين فاسفورس هم کارولى، چې ښکاره بېلګې يې په فراه او کاپيسا کې ليدل شوي له دې امله د افغانستان ځينی برخي د ژوند کولو وړ نه دي او دا ستونزه ډیره حیاتی ده.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ له جګړې څه باندې ‌‌‌‌‌‌ډیر کالونه تيريږي، چې تر ګردو لوى زيان يې افغان ولس ته اوښتى دى.
يو افغان ډاکټر وايي، ددوى د څېړنو له مخې بهرنيو ځواکونو په ځانګړي ډول امريکايي ځواکونو په افغانستان کې يورانيوم لرونکي بمونه او نورې منعه شوې وسلې استعمال کړي دي.
بهرنی  ځواکونو په افغانستان کې هغه وسلې او بمونه استعمال کړي چې يو ډاکټر له د یوی ورځپاڼې سره هم په ځانګړې مرکه کې وويل چې دغه وسلې چې له يورانيومو څخه جوړې شوي د استعمال په وخت کې لومړى اور اخلي او تر هغه سوزيږي، چې خپل هدف ته ورسيږي او له هغه وروسته چاودنه کوي، هلته موجوده انسانان، حيوانات او بوټي له منځه وړي او دغه وسلې په دوړو او خاورو بدليږي. دا ډاکټر زياتوي چې دغه دوړې بيا وروسته د بادونو او اوبو له لارې تيتيږي او خلک يې تنفس کوي .
نوټ: طبیعی یورانیم یو زهری فلز دی چی د دوه ډولو یورانیمو مخلوط دې.
‎یو یورانیم U235 – U238 .
U235 رادیو اکتیف ‌‌‌‌‌‌ډوله یورانیم دې چی ورته ب‌ډایه یورانیم هم ویل کیږې.
‎د رادیو اکتیف یورانیم څخه پاتې شوني یورانیم ته دیپلیتیت یورانیم وایې چېU238 دې.
‎دغه وروستی ‌‌‌‌‌‌ډول د خلیج او بالکان په جګړو کې استعمال شوي دي.
له مرجان هڅاند نه د ځینی مالوماتو لپاره مننه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *