کابل: دفاع وزارت: د داعش فعاليتونه د افغان ځواکونه لپاره جدي ګواښ نه دی

د ملي دفاع وزارت د دې تر څنګ چې په افغانستان کې د داعش ډلې منظم حضور مني؛ خو وايي داعش تر اوسه د افغان امنيتي ځواکونو لپاره جدي ګواښ نه دی او نه يې تر اوسه پر افغان ځواکونو کوم بريد کړی. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کمپبېل د تېرې دوشنبې په ورځ د داعش له حضور او له ګواښونو اندېښنه څرګنده کړې او ويې ويل، دې ډلې کوم ډول عمليات نه دي کړي؛ خو په افغانستان کې د افرادو په جذب بوخته ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم وړمه ورځ په خپله اونيزه خبري غونډه کې وويل، چې داعش د هېواد په يو شمېر سيمو کې فعاليتونه پيل کړي او دوی ورته د يو جدي ګواښ په توګه ګوري، خو د ملي دفاع وزارت وايي، چې داعش تر اوسه د افغان امنيتي ځواکونو لپاره ګواښ نه دی. د ياد وزارت د وياند مرستيال دولت وزيري له افغان اسلامي اژانس سره د مرکې پر مهال وويل، د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې بهرني اتباع شته او هغوی د طالبانو ملاتړ کوي، چې عرب، چيچين، ازبک، پنجابي، تاجک او نور کسان په کې شامل دي.

د نوموړي په خبره دوی تر اوسه داسې څه نه ده حس کړې، چې د داعش ډلې غړو دې پر امنيتي ځواکونو بريد کړی وي؛ خو په يو شمېر سيمو کې طالبانو سپين بيرغونه تور کړي او پر ځان يې نوم داعش ايښی.

دولت وزيري د دې کار بيلګه په فراه کې يادوي او زياتوي، چې څو ورځې وړاندې په فراه کې د طالبانو يو ګروپ خپل بيرغ تور کړ او پر ځان يې نوم داعش کېښود؛ خو څو ورځې ورسته يې بيرته خپل بيرغ سپين کړ او طالبان شول. وزيري همدراز زياته کړه (د داعش په نوم هلې ځلې شته مګر هغه مرحلې ته نه دي رسيدلې چې موږ ته لوی خطر پېښ کړي؛ خو زموږ ځواکونه د ټولو هغه کسانو پر وړاندې جنګيږي چې د امنيت لپاره خنډ وي). داعش يا (اسلامي دولت) په عراق او سوريا کې رامنځته شوې وسله واله ډله ده چې اسلامي خلافت يې اعلان کړی، او څو مياشتې وړاندې يې (خراسان) هم د خپل يو ولايت په توګه اعلان کړ، چې افغانستان يې برخه ده.

د خراسان په خاوره کې افغانستان، د پاکستان او ايران ځينې برخې، او د منځنۍ اسيا ځينې برخې راځي، خو په نورو سيمو کې يې په اړه دومره اندېښنې نه شته، څومره چې په افغانستان کې دي. په دې وروستيو کې د هېواد له مختلفو سيمو داسې خبرونه خپريږي، چې يو شمېر بهرني اتباع د افغانستان خاورې ته را د ننه شوي او په بېلا بېلو ولايتونو کې يې مرکزونه جوړ کړي؛ خو دا لا هم نه ده روښانه چې دغه کسان له داعش سره يو ځای شوي، د هغوی لپاره زمينه سازي کوي او که د طالبانو ملګري دي؟ په ولسي جرګه کې د تخار استازې مېرمن حبيبه دانش افغان اسلامي اژانس ته ويلي چې د تخار ولايت اشکمش ولسوالۍ ته ګڼ بهرني اتباع راغلي او غواړي له تخاره د نا امنۍ د مرکز په توګه ګټه واخلي. څلور ورځې وړاندې په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال غلام حيدر حيدر په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د بهرنيو ترهګرو پنځه پنځوس کورنۍ چې يو سل او اتيا کسه کيږي د بدخشان د جرم ولسوالۍ خستک سيمې ته راغلي.

ده وويل په دې کسانو کې ازبک، چيچين، عرب، د طاهر يلداش ډلې او يو شمېر نور کسان شامل دي او غواړي پر يو وخت په څو مختلفو سيمو بريدونه وکړي او د افغان ځواکونو قوت وويشي. د بادغيس له بالامرغاب ولسوالۍ هم د بهرنيو ترهګرو د ميشت کېدو خبرونه خپاره شوي. په دې ولايت کې يوې باوري سرچينې د جمعې په ورځ 2015-05-29 افغان اسلامي اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې اوس بهرني ترهګر افغان وسله والو ته روزنه هم ورکوي.

د فارياب قيصار او المار ولسوالۍ هم د بهرنيو اتباعو د شته والي بيلګې دي او په ولسي جرګه کې د فارياب استازي فتح الله قيصاري په وينا دغه ولسوالۍ د دولت له ولکې بهر دي او يوازې د ولسواليو مرکزونه له حکومت سره دي. د جوزجان ولايت اقچه ولسوالي بيا تر نورو نا امنه او د بهرنيو اتباعو د جګړې پر سيمه بدله شوې. د دې ولايت د خلکو په وينا اقچې ته هره ورځ لسګونه بهرني اتباع راځي او له خپلو افغان ملګرو سره يو ځای کيږي.

د سرپل ولايت د کوهستانات ولسوالۍ بيا د بهرنيانو د شتون سيمه ده. د افغانستان په لويديځ کې د دوه سوه او اوم ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهد په فراه کې د داعش د پلويانو د شتون خبر ورکړ، او افغان اسلامي اژانس ته يې وويل چې داعشيان په فراه کې د وسله والو په جلب او جذب بوخت دی. د جاهد د وينا تر مخې تر اوسه پورې يې افغان ځواکونو ته کوم خطر نه دی جوړ کړی بلکې د طالبانو سره په ستونزو کې ښکيل شوي، او خونړۍ جګړې يې شوي دي. په ختيځو ولايتونو ننګرهار او نورستان کې هم د بهرنيو اتباعو د مېشتيدو خبرونه خپاره شوي، خو په ننګرهار کې يې بيا تر منځ خونړۍ نښتې هم شوي دي.

د ننګرهار يو تن اوسيدونکي افغان اسلامي اژانس ته وويل چې څه موده وړاندې د بهرنيو اتباعو د کورنۍ ځينې ښځينه غړې د خوګياڼو او شيرزادو ولسواليو ته راغلې وې، چې د څو ورځو وروسته بلې خوا ولاړې.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې د هېواد په مختلفو سيمو په ځانګړي ډول له شمالي ګاونډيو هېوادونو سره په کرښه پرتو ولايتونو ته راغلي بهرني اتباع د داعش لپاره زمينه سازي ده، چې د فعاليتونو پيل به يې خطرناک وي. سياسي کارپوه محب الله شريف وايي، اوس له دې انکار نه شي کيدای چې په افغانستان کې د داعش ګڼ غړي شته او ورځ تر بلې زياتيږي؛ خو تر اوسه د يو منظم حرکت په توګه نه دي محسوس شوي. دي وايي تر يو بريده رسنۍ هم داعش ته تر کچې زيات تبليغات کوي چې دا هم د خلکو پر اذهانو اغيز کوي. شريف افغان اسلامي اژانس ته وويل (ښايي دا لومړني ګامونه وي او د پردې تر شا داعش ډيره وده کړې وي؛ خو په دې اړه قضاوت له وخت وړاندې دی).

تر دي وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم په افغانستان کې د داعش له حضور نه اندېښنه څرګنده کړې وه. په ټوله کې شنونکي او د پارلمان يو شمېر غړي په دې باور دي، چې داعش به لومړي فعاليتونه په هغه ولايتونو کې پيل کړي، چې د شمالي ګاونډيو هېوادونو سره پوله لري. د دوی په باور داعش د منځنۍ اسيا د ناامنه کولو پروژه ده او ښايي يوازې په سرحدي ولايتونو کې منحصره پاتې شي، خو په ټوله کې تر اوسه پورې داعش په افغانستان کې پر دولتي تاسيساتو او ځواکونو کوم بريد نه دی کړی، او امنيتي ځواکونه ورڅخه لا وېره نه محسوسوي. له بلې خوا سره له دې چې افغان دولت په ډېرو سيمو کې بهرني وسله وال نيولي او وژلي دي، افغانانو په خپلو سيمو کې بهرنيان ليدلي او حتی په خپلو کورونو کې يې ځای ورکړی دی، ځينې جنګي طالبانو په خپلو ليکو کې د بهرنيانو شتون تصديق کړی دی، له بلې خوا داعش د افغانستان لپاره د طالبانو تر ټولو لوړ پوړی چارواکی ملا عبد الروف خادم د خراسان لپاره مرستيال والي اعلان کړ، په ځينو سيمو لکه فراه او ننګرهار کې د داعش او طالبانو تر منځ نښتې وشوې، بيا هم طالبان نه خو په افغانستان کې د بهرنيو جنګياليو د حضور منلو ته چمتو دي، او نه د داعش.

پای

One thought on “په افغانستان کې د داعش د فعالیت په اړه د افغان اسلامي اژانس راپور”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *