تاند- په افغانستان کې د اسلامي دولت د سختدریځې ډلې یا داعش مشر وايي چې افغان طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی لپاره جنګېږي.

په افغانستان کې د داعش مشر عبدالرحیم مسلم دوست ادعا کوي، وروسته له دې چې دوی ته څرګنده شوه چې طالبان د پاکستان له استخباراتو لارښوونې او اوامر اخلي، دوی (داعش) د «جهاد» نورو شیوو ته مخه کړه.

مسلم دوست، چې پخوا په ګوانتنامو کې بندي و، وايي چې د طالبانو په وړاندې دفاع کوي.

په وروستیو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ په فراه، او ننګرهار کې د پر له پسې نښتو راپورونه ورکړای شوي دي.

راپورونه وايي چې په ننګرهار کې د داعش غړي توانېدلي چې له څو ولسوالیو څخه طالبان پسې واخلي.

مسلم دوست وايي چې طالبانو خبرداری ورکړی چې هغه ټول کسان به ووژني چې له دوی سره یې جګړه کړې خو دا په داسي حال کې ده چې جګړه لومړی طالبانو پیل کړه.

مسلم دوست هوايي حملې هم وغندلې ویې ویل چې دا د وژنو تر ټولو وحشیانه شیوه ده او مجرم ته د سزا ورکولو لپاره د هغه د سر پرې کول تر ټولو بوږنوونکې طریقه ده.

ده همداراز ادعا وکړه چې د داعش یا اسلامي دولت جنګیالیو ته ویل شوي چې ملکیانو ته زیان وانړوي.

10 thoughts on “په افغانستان کې د داعش مشر وايي، طالبان د آی ایس آی لپاره جنګېږي”
  1. تاسو ټول حرموني ياست که له داعش سره ياست يا له طالبانو سره. اوس عام افغانان پوهيږي چې تاسو ټول د خپل ځان د فايدى لپاره د پردو مزدوران ياست. خر هماغه دئ يوازې پوړنې ېي بدل شوى. فارسي ژبي يو متل لري چې وايي ” گآوې شيري از برج کوس آش معلوم است” تاسو له اعمالو هم معلومېږي چې خوله او عمل مو دبل په واك كى دي.

  2. دا خو ریشتیا ده چی طالبان د پاکستان گوداگیان دی او د هغوی له امر پرته یوه ورخ هم ژوند نه کولی.
    الله د دا ولس د هغوی له شره خلاص کری.

  3. سوال:ــ
    که راغئ ورکئ داعش
    زه به کړم ته دا خواهش
    چه ونه سوزوۍ ما ــ
    یمه ډیره بیګناه !۰
    یو کمکئ دی فرمایش
    دغه سوال دیو درویش؟
    کړه یو زیرئ درحمت ــ پکې لطف دالهي
    په ظلمونوکې څه نشته
    دې ته نه وائي دانش !!!۰

  4. سلام
    په دری ژبه کې یو ډیر مشهور متل دی چې وایي نه کل بانه نه کدو – الله پاک د ټول هغه کسان له خاورو سره خاورې کړي چې د دې هیواد په بربادۍ پسې آخیستې او غواړي دغه مظلوم خلک وکړوي – الله د افغانستان اد د افغانانو دښمنان که هغه طالبان، داعش او یا هم نور څوک په خپل غضب ګرفتار کړي.
    آمین

  5. طالبه او داعشه او ځانمرګی او وهابی سیاف ګیه! پدی باید خبر شی چه ستاسی ځای جهنم دی د نورو غربی او شرقی غټو دروغجنانو په څنګ کی.

  6. سلام علیکم محترمو وطنوالو.

    دداعش دله اصلا دافغانی کلتور سخه بیخی بیگانه خلگ دی،دا هغه بدخته انسانان دی چه انسان ته دانسان په سترگه نه گوری..! او بله مهمه خبره داده چه داکس داخبره کوی چه گواکی دوی دپاکستان سره ارتباط نلری.زه دخدای تعالی په پاک ذات قسم یادوم چه داعش 95 سلنه دپاکستان د(( ای ایس ای )) کسان دی . مطلب می دافغانستان داعش دی، زه د ه افغان په صفت تولو افغانانو باندی اواز کوم چه دداعش پر ضد دجهاد اعلان وکری زکه چه دا اکثره هغه پنجابی کافران دی چه دافغانانو وژل ثواب بولی ، چون پنجابیان دپلار او نیکه کافران او هندوان دی.!! پتمنو او درنو افغانانو هو خیار اوسی چه اوس کافر مرتد داسلام په جامه کی تاسی وژنی او بیعزتی دررسوی.دکافر پنجاب مطلب دادی چه افغانان بیعزته کری.

  7. لکه سنگه چه شوروی توکر توکر شو نو انشاالله کافر او مرتد پنجاب به هم توکر توکر کرو.

  8. درنو هيوادوالو اصلا خبره په داعش او آيس آي او طالبانو کي نه ده په موږ آفغانانو کې ده دخپلو شخصې ګټو او دخپل جيب دډکولو دپاره خپل وطن خرڅو.اصلا موږ يو چه دا ټوله بدبختۍ مو وخپل ګران هيواد ته راوړې ده واضع خبره چه هر څوک به مو پر هيواد تخت وتاز کوې بياځان ته غيرتې آفغانان وايو پر وطن او ناموس مو هر څوک راخيژې راځۍ چه ځانونه اصلاح کړو واقعا آفغانان او مسلمانان واوسو نه دخارجي کړيو سپي

  9. داعش پدې خبره دخلکو زړو ته لار نشي پيداکولي چې طالب داي اس اي لپاره جنګ کوي داعش په نره دکفر په خدمت کې دي يو څوګ چې ملا کيژي دير وخت غواړي چې عالم شي دکوڅې نه لو چک راونيسۍ بيا رسنۍ ورته دملا نوم ورکړي هر خر ه ته بايد ملا وه نه وايو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *