تاند- د داعش د وسله والې سرزورې ډلې یو مشر ملا بزرګ د افغانستان په ختیځ کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویاند وویل، په افغانستان کې د اسلامي دولت مشر ملا بزرګ د تېرې جمعې په ورځ ناوخته په دغه ولایت کې له ۷ نورو داعشیانو سره ووژل شو.

دا په افغانستان کې د دې ډلې څوویم مشر دی چې د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې وژل کېږي.

عطا الله خوږیاڼي وویل چې د داعش پر مشر د کوټ ولسوالي په لغړجوی سیمه کې برید وشو چې په ترڅ کې یې د دې ډلې وسلې، مهمات او چاودېدونکي مواد ویجاړ شول.

د افغانستان دفاع وزارت هم د ملابزرک وژل کېدا تایید کړه، ویې ویل چې نوموړی په کوټ ولسوالي کې وژل شوی دی.

د داعش ډلې په وروستیو کې زابل او کونړ ولایتونو ته هم نفود کړی دی.

دې ډلې د کابل او مزارشریف ښار د وروستیو خونړیو حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې لوی قوماندان د افغانستان په ختیځ کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د ننګرهار د والي ویاند وویل، په افغانستان کې د اسلامي دولت مشر ملا بزرګ د تېرې جمعې په ورځ ناوخته په دغه ولایت کې له ۷ نورو داعشیانو سره ووژل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *