تاند- جینز انټلینجس اوونیزه وايي چې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت په منځ کې درز رامنځته شوی او ممکن په دوو ډلو ووېشل شي.
جینز انټلیجنز وايي، د داعش د خراسان ولایت ډله د پاکستاني طالبانو د پخواني قوماندان اسلم فاروقي او ازبکستاني معاویه ترمنځ اختلاف دی.
معاویه د داعش د عراق او سوریې د اصلي ډلې له ملاتړه برخمن دی.
اوونیزه اټکل کوي چې دا دوې ډلې به سره ووېشل شي. د فاروقي جنګیالي به، چې پاکستان او افغان طالبانو ته لېوالتیا لري، د افغانستان په ختیځ او جنوب کې تمرکز وکړي خو د معاویه پلویان به شمال ټینګ کړي.
اوونیزه وايي، دواړه ډلې به د افغانستان مرکزي حکومت ته ګواښ وي.
خو د فاروقي اجنډا ته په کتو به د داعش له لوري پاکستان ته د ګواښ اندازه لږه شي.
د معاویه ډله به، چې د افغانستان پر شمال تمرکز زیاتوي، په دې لټه کې ده چې بالاخره خپل جنګي عملیات منځنۍ اسیا ته وغځوي.
د داعش د خراسان ډله په ۲۰۱۵ م کال په افغانستان کې فعاله شوه خو دا لومړی ځل دی چې د دې ډلې په منځ کې د درز راپور ورکول کېږي.
اسلام علیکم ورحمت الله
د وبسایټ محترمو چلوونکو د پښتنی احساس له مخې دا لیکنه خپره کړی.
په احترام
له بي بي سي څخه د پښتو ژبې د غورځولو سیستماتیکه هڅه
په دې وروستیو کې جنجال دا دی چې بي بي سي پارسي خپل نوم ولې دری ته اړولی دی.
افغانستانیان یې له ځان سره ظلم بولی، پښتانه هم خوشاله دي چې والله دا دی د بي بي سي مشرانو کې هم دا احساس پیدا شوی چی دواړه ژبي جدا دي.
خو سوال دا دی چي دا احساس ولې پخوا بي بي سي کې نه و، بله دا چي دوی که ژبي بېلې نه بللې ولي یې ملي ترمینالوجي نه مراعتوله.
دوی له شپږو میاشتو راهیسې دا هڅه هم کوي چې ګویا ملي ترمینالوجي دې مراعت شی. خو کله هم ما وانه وریدل چي دادستان ته لوی څارنوال، شهرداد ته ښاروال ووايي.
د بي بي سي پارسي څانګه چې پر پښتو هم مسلطه ده په دې درواغجن کوشش سره غواړي چې انګرېزانو ته دري له پارسي د دې لپاره جدا ور وپېژني چي پنډ ترلاسه کړي او په دغه پنډ چې بي بي سي د افغانستان لپاره په نوم اخستل کېږی پښتو له صحنې وباسي او د دري په نوم تلوېزیون جوړ کړي. خو له هغه تلویزیون سره به هیڅ فرق ونه لري چي اوس پارسي تلویزیون بلل کیږي.
له بي بي سي څخه د پښتو ژبې د غورځولو هڅه هغه مهال پیل شوې چې بي بي سي د افغانستان لپآره په نوم یې خپرونې پیل شوې.
په دې سره دری چې د پارسي څانګې برخه وه له پښتو سره برابره شوه او ډېر خبریالان ورته استخدام شول.
مشر یی یو بی ایمان بی وجدان او عیسوی لطف الله لطیف یا پخوانی سعادت ساپی شو، کله چې تقاعد شو داود جنبش نه یې بخښنه وغوښته او ورته ویل یې ستا حق کې می ظلم کړی، کومه لوړه چوکۍ می در نه کړه، ځکه ما باندی ایرانیانو دا شرط ایښی و چی تاته باید ترفیع در نه کړم.
له هغه وروسته یې مشره مینه بکتاش ده، بي بي سي افغانستان خپرونی په شروع کیدلو سره پښتونخوا او کوټه کې پښتنو ته پام کم شو، د کوټې او کراچۍ همکاران لرې شول. ډېر وخت اسلام اباد کې هم د بي بي سی پښتو ژورنالست نه و. په دې سره کوشش دا وشو چی د لر او بر پښتون ترمنځ د اړیکو یوه لویه او موثره وسیله له منځه لاړه شی.
بل دا چي پښتو د پارسي تر اغېز لاندې خپرونو ته مخه کړه، ځکه په دواړو څانګو کې پروګرامونه، ګزارشونه، خبر او هرڅه یو ډول خپرېږي، خو د پښتو په تاوان او د پارسي په ګټه.
که تاسې د پښتو ګزارشونه وګوری تر ډېره له پارسي ترجمه کیږي، دا ځکه چې پارسي کې کارګر کسان شته او پښتو کې په واسطو او غوړه مالۍ راغلي کسان دي.
دوی چې د ورځې لپاره کوم پلان نه لري په خبري ناستو کې هم څه ور سره نه وي او که د یو نیم پښتانه سره د پښتنو په ګټه او د پښتو اورېدونکو لپاره مهمه سوژه وي، نور پښتانه یې ملاتړ نه کوي چې د ورځې لپآره یې غوره کړي په دی لامل د افغانستانیانو رپوټونه ژباړي.
که څه هم بي بي سي پښتو تلویزیون نیمه ساعته خپرونې لري، خو کسان یې کم او پښتونخوا او کوټې لپاره یو همکار هم نه لري.
له افغانستان تر ډېره هره ورځ یو رپوټ لری او له پښتونخوا او بلوچستان په اونیو کې یو رپوټ خپور شي.
موږ د تلویزیون له مشر ایمل پسرلي هیله لرو چې په لږو کسانو د ډېر کار پر ځای په ډېرو کسانو د لږ کار هڅه وکړي او کسان ډېر کړي.
بل مو ترې خواست دا دی چې د خلکو په مقررۍ کې له ده سره د کسانو چلند نه بلکې وړتیا ته پام وکړي، ځکه ځینې کسان چې کابل کې دي او یا لندن ته لاړل، خو وړتیا نه لري، هرو مرو یې دی تر شا دی.
دا ښاغلید خپلو چمچو له لارې کابل کې د داسې کس په مقررۍ کې هم لاس لری چې معاش له پښتو اخلي، خو دفاع د پارسي کوی، دا ډول افغانستانیان د داسې پلرونو زامن دي چې پښتو ته هیڅ متعهد نه و، تاجکې یې وکړې، هغه هم داسې ښځې چې یا به فاحشې وې یا به بدرنګې وې یا به چلېدلې وې، په تاجکو کې به یې څوک د واده نه و، ځکه یې دوی ته ور کړې او له دوی پیدا شوي کسان یا هیڅ په پښتو نه پوهېږی او که یې زده هم ده، نو د پښتو پر ځای ورته پاړسو مهمه ده او ځانونه افغانستانیان بولی.
همدا سبب ده چې پښتو څانګه د پښتنو د ستونزو د حلولو پر ځای اوس د افغانستانیانو په ټریبیون بدله شوې ده او که کوم با احساسه پښتون زلمی پکې دنده لري چې ګوري پرمختګ د وړتیا او لیاقت له مخې نه دی له بي بي سي څخه پښې سپکوي او للو پنجو پښتانه پښتو څانګه کې ډیریږي.
په دې سبب ورځ له بلې پښتو کمزورې کېږي، پښتانه پخپلو کې لاس او ګرېوان دي او سره له دې چې دری یوازې راډیواي خپرونې لري، خو پښتوله راډیو سره تلوېزون او انلاین لري، بیا هم مشري د افغانستانیانو په لاس کې ده او دوی هره ورځ د پښتو پښې وهي.
د دې لپاره چې د بي بي سی پښتو څانګه یو مخ له منځه لاړه او بې ارزښته شي اوس په کابل کې د بي بي سي لپاره یوه پارسي ژبی مشر استخداموي، ځکه دلته چې پخوا کوم مشر و، وحید مسعود هغه یې په یوه بله پلمه لندن ته روان کړ او د دې په ځای چې پښتو کې کار وکړي په بله ژبه کې یي وګماره.
ځکه له ډاکټر داود اعظمي، ډاکټر داود جنبش، ایمل پسرلي،عنایت الحق یاسیني، اسماعیل میاخیل او نورو مشرانو غواړو چې له افغانستانیانو سره دا یو ځایوالی نور پریږدي، چې د پښتنو او پښتو ژبې په تاوان او د دوی په ګټه دی.
د دوی د ګټې تله له ورځې نه بلې ته درنېږي او زموږ تاوان زیاتیږي.
د پښتو ژبې دا قسم خوړلو دښمنانو دا ډول کوښښونه له ډېرو کلونو راهیسې په نورو راډیوګانو کې هم عملي کړي دی.
د ایران راډیو چې له مشهد نه د خراسان په نوم دری خپرونې لري. پښتو زاهدان ته یې لار جوړه کړه چې ختمه یې کړی او بودجه یې دوی ترلاسه کړي.
د مسکو راډیو دری څانګې هم روسان قانع کړل چې پښتانه د افغانستان اقلیت دي ټول پارسي خبرې کوي نو اړتیا نشته چې دوی ته راډیو یا وېبسایټ وي، هغوی هم ور سره ومنله او څو میاشتې کېږي چې پښتو راډیو او وبسایټ نشته که یې نه منی د مسکو راډیو د دری څانګې له لارې په وبسایټ کې نورو ژبو ته لاړ شی هلته به مو باور وشي، چې ووینی پښتو پکی نشته.
دا هرڅه د پښتون د خپله لاسه دي، پخپلو کې د پښتو په ځای په ځاني ګټو او خپلو لهجو پسې ګرځي، خو له دری ژبو سره چی مخ شي بیا کوشش کوي چي پ هم ف تلفظ کړي، ځکه یې ځان خپله په اقلیت بدل کړی دی، په هر بل هیواد کی اقلیت د اکثریت په ژبه خبرې کوي، خو افغانستان کې پښتانه د اقلیت په ژبه غږیږي او که دوی رښتیا هم دا ثابتوي چې ډیرکي دي، نو په خپله ژبه دی خبري وکړي، که داسي نه کیږي هغه ورځ لري نه ده چې اقلیت به شي او لکه اوس یی چې له بهرنیو رادیوګانو د پښتو څانګی د ورکولو کوشش کیږي هغه وخت به له افغانستان نه د ټول پښتون قام د ایستلو تلاش کیږي.