افغان حکومت هېواد اعلان شوې جګړې ته بیايي!
د افغان حکومت چارواکي امریکا ته د زیات تمکین له امله له روسيې سره د افهام او تفهیم جرات نه کوي او دغه حالت به افغانستان د نورو د پراختیايي او امپریالیستي موخو له کبله، د درېیمې نړیوالې جګړې په میدان بدل کړي.
په دې وروستیو کې په سوریه کې روسيې پخپلو پوځي عملیاتو سره د ناټو او لوېدیزو قدرتونو په وړاندې نړیوالو ته خپل د قدرت ننداره وړاندې کړه او پر نړۍ یې د ناټو د یوې اړخیزې سلطې طلسم مات کړ.
دا په حقیقت کې د شوروي له ماتې وروسته د روسانو له خوا خپلو پخوانیو سیالانو ته د قدرت ښودلو لومړنۍ ننداره وه چې له شلو کلونو تم او ذلالت زغملو وروسته يې وښوده.
لومړی فکر کېده چې د روسيې پولې ته د ناټو ځواکونو د نږدې کېدلو له کبله ښايي روسان د وروستي انتخاب په توګه مجبوره شوي وي چې ناټو ته د خپل قدرت ښودنه وکړي او هغوی ته په اصطلاح وښيي چې لاهم روسیه تیاره مړۍ نه ده چې ناټو یې تر ستوني تېره کړي او که یا هم ناټو د دغه کار تابیا ولري، نو کم تر کمه روسیه لاهم دومره وس لري چې د چا د ستوني پر تېرېدو یې ستونی ور تخریش کړي؛ خو روسانو خپل قدرت نندارې تر څنګ د فعالې دپلوماسۍ لار هم خپله کړه او ډېر زر یې د خپلې دپلوماسۍ پولې له منځني ختیځه، منځنۍ او سویلي اسیا ته ور وغځولې.
هغوی په افغانستان کې له طالبانو سره اړیکې جوړې کړې او هم یې په سیمه کې د روانو حالاتو په اړه د چين، هند، ایران، ترکیې او پاکستان یوه اجماع رامنځته کړه.
اوس روسان دې حالت ته رارسېدلي چې د افغانستان په اړه یې حاکمانه دریځ خپل کړی او تر یوه ځایه د ناټو غږ یې په ستوني کې ورخپ کړی دی.
روسانو لومړی وویل چې د داعش ډلې په وړاندې د طالبانو همکاري کوي او بیا وروسته یې افغان دولت ته په ګوټڅنډنې سره وویل چې باید د مسکو غونډې ته راشي او له طالبانو سره په نېغه خبرو ته کېني او اوس یې خبره دې ته ورسوله چې د طالبانو له خوا له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو خبره یې د توجیه وړ وبلله.
لنډه دا چې خبره نوره څرګنده شوې او هغه دا چې د نړۍ او سیمې د امپریالیستي قدرتونو ترمنځ د سیمې د تقسیم او وېش پر سر اختلافونو زور اخیستی او لکه د دوو تېرو نړیوالو جګړو په څېر، دغه قدرتونه اوس د یوې نرمې او دلخواه جګړې او زورازمايۍ په لټه کې دي او تابیا ورته نیسي، خو لاهم دغه قدرتونه په راتلونکې جګړه کې پخپل بري او په دې ډاډمن نه دي چې جګړه به ورته نه سختېږي او پر یوې اټومي جګړې به نه بدلېږي. د دوی لومړنی انتخاب دا دی چې خپله دغه جګړه په افغانستان کې په غیر مستقیم ډول پر افغانانو مخته یوسي او د دوی تر شا خپل زور نندارې ته وړاندې کړي. که دواړه سیال قدرتونه(امریکا او روسیه) کله هم په دې ډاډمنېږي چې د جګړې د اور لمبې یې تر خپلو کورونو نه رسېږي، نو سبا به دغه جګړه پیل کړي، خو داسې ښکاري چې کېدای شي دغه جګړه دوه میاشتې وروسته د دوبي په رارسېدو سره پیل شي.
موږ دغه مساله لاندې د یوشمېر روښانه دلایلو په اډانه کې څېړو:
د جګړې په اړه د سیالو لورو ارزونه:
دواړه لوري فکر کوي چې د یو بل په وړاندې په پیاوړي موقف کې دي، خو دا څه حقیقت نه لري.
۱-په سیمه کې د نفوذ مساله
د شوروي او وارسا پوځي ټلوالې له ویجاړېدو وروسته په منځني ختیځ، ختیزه اروپا، منځنۍ او سویلي اسیا کې د قدرت د انډول تشه رامنځته شوه او ناټو هڅه وکړه چې دغه تشه د خپلې سلیقې مطابق ډکه کړي او په دې کې یې د کوربه هېوادونو ګټې له پامه وغورځولې. دغه وضعیت سبب شو چې په سیمه کې د ناټو او امریکا په وړاندې کرکه رامنځته شي. په افغانستان کې د نجیب الله د واکمنۍ تر ړنګولو وروسته د یوې اوږدمهالې پروژې په توګه د جګړې دوام او دغې جګړې لپاره د ډېرو بېرحمو، فاسدو او بدنامو کرایه لوبغاړو پیدا کول او وخت تر وخته د دوی تر منځ د واک بدلول او را بدلول، نور افغان ولس او نړیوال د ناټو پر صداقت او اخلاص شکمن کړي دي او د امریکا او ناټو له خوا د طالبانو تر پرځولو او د روسیې، ایران او چین تر پولو د دوی د ځواکونو له رسېدو سره سره بیا هم په افغانستان کې د جګړې شپاړس کلن دوام، اوس دغه شک په یقین بدل کړی چې امریکا او ناټو په سیمه کې خپل نور هدفونه لري او د افغانستان جګړه ورته په کرایه او نیابت نیول شوې ده.
که څه هم په تېرو ۱۶ کلونو کې ناټو او امریکا د افغانستان جګړه د چا په وړاندې د امتیاز په توګه ونه کاروله؛ خو دغه جګړه یې د تعادل، انډول، تکتیک او ستراتیژۍ له پلوه د ډمپینګ په حالت کې وساتله او د خپلې خوښې مطابق یې کنترول او اداره کړه؛ خو دغو ټولو چارو د دوی سیمه ییز سیالان ورځ تر بلې د امریکا او ناټو پر نیتونو بې باوره او شکمن کړل.
همداراز، ناټو او نړیوالې ټولنې د سیمې لپاره یوه اقتصادي او د بشري پرمختګ اجنډا هم زمزمه کوله، لکه د ورېښمو لار جوړول، د برېښنا انرژۍ او تېلو ګډې سیمه ییزې او نړیوالې پروژې، په حکومتونو کې دموکراتیک اصلاحات، بشري حقونه او نور، خو دغه پروژې نه دا چې تش تبلیغات پاتې شول، بلکې د ناامنیو په زیاتېدو سره امکانات یې هم له منځه یوړل شول.
لکه څنګه چې دغه ټول مارشال پلانونه له سیاسي او اقتصادي پلوه د افغانستان د پښو درولو او ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې ترشا تبلیغېدل، خو بل لور ته په تېرو شپاړسو کلونو کې د افغانستان او سیمې په اړه د پرمختګ او پراختیا خبره تشه پروپاګنډه پاتې شوه او په سیاسي ډګر کې هم کوم بدلون تر سترګو نه شو او په تدریج سره د دموکراسۍ او انتخاباتو په پلمه افغان ولس له واکه شاته ووهل شو او په حقیقت کې ورسره یوشمېر هغو معلوم الحاله کرایه کښانو او د جګړې قراردادیانو ته د مشروعه واک زمینه برابره شوه چې له تېرو څو لسیزو يې د پردیو د نیابتي جګړې او غلامۍ جغ په اوږو ایښی و او په دې لړ کې یې د ناټو پښه د روسیې او چين تر پولو رسولې وه، خو په افغان ولس کې دغه کسان رټل شوي او له واکه شړل شوي وو.
بل لور ته معلومه شوه چې د ترهګرۍ پر ضد نړیوال ائتلاف د کابل تحت الحمایه حکومت ته هم وفاداره نه و او په دې حکومت کې يې د واک د دوو مرجعو یا دوه سره حکومت په رامنځته کولو سره، دغه حکومت کمزوری وساته او په دې سره مخکې له مخکې د دغه فلج حکومت د رول پر اړتیا د بطلان کرښه راکاږل شوې وه.
سره له دې چې د ریاست جمهوري په وروستیو ټاکنو کې افغان ولس مصمم و چې د حکومت دوه سرۍ ته پای ورکړي او له دولته د پردیو نفوذي او فاسد کسان وشړي، خو په لوی لاس دغه ټاکنې لانجمنې کړای شوې، د خلکو پر رایو خاورې واړول شوې او جان کیري د واک دوهم کس (ډاکتر عبدالله) پخپلو لاسونو ارګ ته دننه کړ. تر اوسه د حکومت دغه دواړه مشران د خپل واک پر ټینګولو لګیا دي، په داسې حال کې چې له ځایه د دغه حکومت بنسټ کاواکه دی، نو څنګه به ټينګ شي.
لنډه دا چې افغان ولس ولیدل چې د امریکا په پیسو او مدعی ګریو په افغان دولت او حکومت کې د ولس او مدني ټولنې په ګټه هېڅ ډول بدلون رانغی، ځکه د نوي دولت او حکومت اکثره غړي همغه پخواني جنګسالاران وو چې له شوروي اتحاد سره د امریکا د نیابتي جګړې جغ یې په اوږو ایښی و، په دې لار کې مخلصانه ورته جنګېدلي وو او د خپلو دوه ملیونو هېوادوالو وینه یې ورته ډالۍ کړې وه او د شوروي د ماتې پر مهال يې حتی له خپلو بادارانو د دغه استدلال او پوښتنې جرات هم ونه کړ چې په دې جګړه کې خو تاسو ته د نړۍ پاچاهي په برخه شوه د افغانانو برخه په کې څه شوه؟
دا په دې معنا، لکه څنګه چې د یوې نورمالې ټولنې او ټولنیز بهیر د ملا تیر مدني ټولنه او ولس جوړوي، د یوه مخ پر ودي لیبرال بهیر لپاره د منځنۍ طبقې یا مدني ټولنې حکومت او واک بنسټیزه اړتیا وي، خو په افغان دولت کې تر ننه د مدني ټولنې ځای نشته، نه په پارلمان، نه په حکومت او نه په قضا کې، دلته خبره یوازې د یوې الیګارشۍ(د څو ځانګړو کرایه کښانو حکومت) مطرح ده، د پردې تر شا حکومت همدغو کسانو په یرغمل نیولی او د هېواد په چارو کې تصمیم یوازې دوی نیولای شي، خبره دوی کولای شي، د ولس او د دوی په استازۍ د مدني ټولنې حتی د خبرې لپاره ځای نشته، دا خوا لا پرېږده چې خبره یې څوک واوري.
په بله وینا، افغان دولت پراخه ټولنیزه سټه او ولسي ريښه او ملاتړ نه لري، هر څه دلته مصنوعي دي او کله که بده ورځ راغله له دې حکومت او دولته به هيڅوک هم د دفاع لپاره مټې راوننغاړي.
له اقتصادي پلوه هم، د خصوصي کولو تر سرلیک لاندې د ټولنې ټول اقتصادي بنستونه ویجاړ کړای شول او پرځای يې یو مافیايي او متزلزل اقتصاد رامنځته شو. دلته ټولې اقتصادي سرچینې د یو څو الیګارانو په لاس کې دي چې حکومت او دولت یې یرغمل کړی او د ولس په ګټه د هر بدلون او پرمختګ مخې ته ډب کېږي.
دغه کسان د دولتي ځمکو پر غصب، د دولتي شتمنیو پر لوټلو، اختلاس، غبن او فساد لګیا دي او د هېڅ یوې کورنۍ او بهرنۍ مرجعې له خوا یې مخه نه نیول کېږي. په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او په تېره د امریکا بېغوریو خلک نور په دې باور کړي چې د دې بدبختې الیګارشۍ تر شا د امریکا او نورو نړیوالو ډونرانو لاس دی.
خبره نه زیاتوم یوازې په دې بېلګې اکتفا کوم، چې د کرنې وزارت د څرګندونو له مخې په تېرو ۱۶ کلونو کې نوموړي وزارت ته یوازې ۵۰ ملیونه ډالر ورکړل شوي، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه مدعي ده چې پر افغانستان يې تر ۲۵۰ ملیاردو زیات ډالر لګولي دي چې ۱۵۰ ملیارد ډالر یې د افغان دولت له خوا لګول شوي دي. اوس د یوه هېواد د پرمختګ لپاره چې ۸۰ سلنه اقتصاد یې پر کرنه تکیه دی، د کرنې له پراختیا پرته د پرمختګ سبب یې څه جوړېدای شي؟
د دولت او حکومت ټول شاه رګونه د فساد په زهرو لړل شوي، حکومت له ولس سره بشپړ په ټکر کې راغلی، یعنې د خلکو دسترخوان نور خالي شوی، په سنتي ډول چې د افغانانو په دسترخوان کې به غوښه، وچه او لنده مېوه، وریجې او نور به وو، اوس دوی خپلې روژې په وچه ډوډۍ او تشو اوبو ماتوي او د دسترخوان بر او برکت یې ترې الیګارانو او فاسدو چارواکو او رهبرانو تروړلی دی.
بل پلو ته د ناامنۍ مساله همغسې پرځای پاتې ده او ورځ تر بلې پراخېږي. افغان ولس نور پر دې جګړه او یا د جګړې پر بري باور له لاسه ورکړی او دغه پیاوړی شک او ګومان یې رامنځته کړی چې په دې جګړه کې ټول هغه هېوادونه چې برخه لري په کې دوسره لوبه کوي او د جګړې د دوام تر شا یوازې خپلې ګټې پالي، خو جګړه تر ټولو زیات بیا له افغانانو قرباني اخلي او اوس د دې جګړې پر تقدس هیڅوک باور نه کوي.
دغه ټول عوامل او لاملونه هغه استدلالونه، ګومانونه او منطق جوړوي چې په کورنۍ کچه له برحاله بې تفاوته حکومت، دولت، الیګارشۍ، بېرحمه حاکمانو، حالاتو او وضعیت څخه هيڅوک هم راضي نه دي او اوس په بهرنۍ او سیمه ييزه کچه دغه کړغېړن وضعیت ته د لوېدیځ سیمه ییز سیالان د خپل بري د عطف ټکو په توګه ګوري.
نن چې په سرو سترګو روسیه افغان دولت او د هغوی لویدیزوالو ملاتړ ته په ګوتڅنډنې سره خبره کوي، دا يې ښه درک کړې چې په افغانستان کې فاتح د میدان نور وجود نه لري او که د افغانستان لانجه چا ورسره د خبرو او سوله ییزې لارې هواره نه کړه، نو دا خو هم یو څو کاله د دغه میدان مدعي وه او اوس دا متره لري چې میدان ته ورسره ودانګي.
په سیمه ییزه کچه نور بدلونونه هم شته چې روسیه ورته د خپل بري د عطف ټکو په توګه ګوري، لکه د لوېدیځ له سلطې د پاکستان او ترکیې په شمول د ګڼو هېوادونو او طالبانو فرار او د روسیې او نورو سیمه ییزو قدرتونو غېږ ته د هغوی پناه وړل، اوس روسیه او نور سیمه ییز قدرتونه په دې باوري کړي چې په سیمه کې د ناټو او امریکا نفوذ او سلطې ته سخت زیان اوښتی او دغه سلطه نور په ړنګېدو ده.
په منځني ختیځ کې کړکېچنو حالاتو او سوریه کې د لویدیځ د اجنډا ماتې، د یمن د حوثیانو په وړاندې د سعودیانو په ګونډه کېدل او د لویدیځ د تېلو انحصاراتو ته د جګړې د اور پراخېدل، د ولسونو له خوا په دغه سیمه کې د ایران او روسیې نفوذ ته هرکلی ویل کېدل، روسیې ته د ناټو د یوه غړي هېواد یعنې ترکیې ور اوښتل، د ناټو د بې باورۍ بحران، په نړۍ کې د نویو شرایطو له پامه غورځول او لاهم د نړیوالو زبرځواکونو له لوري د بېوزلو هېوادونو لاندې کولو ته د تېرې پېړۍ له امپریالیستي لیده کتل، کېدای شي هغه څه وي چې روسیه یې په نړیوالو سیاستونو او لویو لوبو کې برخې اخیستلو ته لېواله کړې وي.
د افغانانو مشکل:
تر ټولو لویه ستونزه تر دې بله چېرې ده چې د پردیو دغه نیابتي جګړه پر افغانانو تحمیل ده. دلته د جګړې هره اصلي غاړه هڅه کوي چې جګړې ته رنګ ورکړي او پر افغانانو یې تاوان کړي. نه د دې جګړې ستراتیژیک زموږ له ستراتیژیک سره اړخ لګوي، نه يې په فتحه کې کومه ګټه موږ ته رارسېږي او نه یې هم په بایللو کې کوم تاوان لرو.
که مطلب نور هم خلاصه کړو حتا د جګړې مذهب او فرهنګ هم پر موږ پورې تعلق نه لري. خو له یاده باید ونه باسو چې یوشمېر د جګړې قراردادیان په ډېرو شاندارو او تبلیغاتي الفاظو دغه جګړه افغاني توجیه کوي او هڅه کوي چې پر افغانانو یې ورچپه کړي. نا ویلې دې نه وي چې د جګړې اصلي غاړې هم یوشمېر ډېر خطرناک حرکات او سکنات ترسره کوي چې په لړ کې يې په ډېرې بېرحمۍ سره افغانان په کې په نښه کېږي او اصلي قرباني هم همدوی ورکوي؛ خو له دې سره سره بیا هم جګړه زموږ نه ده او دغه تبلیغات او الفاظ د جګړې اصلي واقعیت نه شي بدلولای.
دا لومړی ځل نه دی چې افغانان په یوه نیابتي جګړه کې راښکېل دي، بلکې له شوروي سره د جګړې مسالې هم همدغه رنګ او بوی درلود. د کابل ادارې به خپل مخالفان نه پخلا کېدونکی دښمن باله او مخالفانو به هم د کابل د حکومت غړي نه په پخلا کېدونکي دښمنان او ملحدان بلل، خو نن په پارلمان کې دواړه سره په پخلا ناست دي، پخلا شوي هم دي او په یوه جومات کې لمونځونه هم سره کوي.
نه افغان دولت د خپلو مخالفانو په وړاندې د جګړې لپاره موجه دلایل لري او نه هم طالبان له افغان دولت سره د جګړې لپاره سم او درست توجیهات لري، یوازې یوشمېر تش وارداتي اصطلاحات دي چې د جګړې اصلي غاړو او د هغوی د قراردادیانو یا کرایه کښانو له خوا د جګړې میدان ته ور پوه کېږي او په دې توګه د لوبې او جګړې ډګر پرې ګرم ساتل کېږي. که پوسکنده وویل شي، نور دغه واقعیت د اوبو سر ته راغلی او هېڅوک پرې سترګې پټولای نه شي، ځکه د جګړې په یوه غاړه کې هم د جګړې قراردادیان د افغان دولت او ولس لپاره کومه اجنډا نه لري او د دواړو غاړو اجنډاوې یوازې د جګړې دي.
افغان حکومت د کال شپږ میلیارده ډالر پر جګړه لګوي، خو د شپاړس کلونو لپاره يې د کرنې بودجه یوازې پنځوس ملیونه ډالره وه. په دغه حکومت فساد او فاسدان نور انتها ته رسېدلي دي او په ډېرو زبېښلو د ولس وین هیې وچه کړې ده.
افغان حکومت پخپلو غیرمستقیمو مالیاتو(ګمرکي تعرفې، پر برق او تېلفوني اړیکو اضافي ماليې) په بازار کې د یوه شي بیه څلور او پنځه برابرو ته لوړه کړې چې تاوان يې یوازې عام او بېوزلی ولس پرې کوي، خو برعکس د حکومت او دولت لوړپوړي غړي هغه پر فساد تروړي، په داسې حال کې چې د خپلو معاشونو او امتیازاتو لپاره يې ځانګړي قوانین پاس کړي او هر یو يې د عام مامور په پرتله سل برابره معاش او امتیازونه اخلي.
په دې برخه کې حکومتیان او مخالفان یا د مخالفانو په وینا شریعتیان او غیرشریعتیان په مساوي کچه ملامت دي، ځکه طالبان او امثالهم هم د هېواد د پرمختګ لپاره کومه اجنډا او برنامه نه لري او لکه څنګه چې د یوه ټولنیز نظام بنسټ پر ټولنیز عدالت جوړېږي او چې کله دغه عدالت نه وي، نو ټولنه او حاکمیت الهی له کومه ځایه شي چې څوک يې بیا پر ځمکه د پلي کولو ادعا وکړي. نو که لنډ وویل شي الله ج خو عادل مطلق دی او عدالت هم تر بل هر څیز خوښوي، نو په ټولنه کې چې عدالت نه وي نو شریعت به په کې څنګه پلي شي. یا په بله وینا د یوه اسلامی حاکم دنده د عدالت پلي کول دي.
همدارنګه د جګړې ډګر هم په تیارو لړل شوی، ځکه د جګړې په ډګر کې خپله هغه څوک چې په نښه کېږي د جګړې لپاره تصمیم نه نیسي بلکې هغوی یوازې د امر اجرا کوونکي دي. اصلاً د جګړې عادي جنګېدونکي د جګړې پر انګېزې نه پوهېږي او هغوی د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره دا کار کوي، نو په داسې یوه وضعیت کې څنګه کېدای شي د جګړې اړتیا او تقدس تعریف شي. دا د شرم خبره ده په هغه جګړه کې چې جنګیالي يې د خپل ورور او یوه مسلمان د سر په بیه د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو ته کوي، خو د جګړې قراردادیان بیا په ټولې سپین سترګۍ سره دغه ناحقه وینو تویولو ته مقدس نومونه او القابونه ورکوي او په فخر او ویاړ سره اوږې ورسره پورته غورځوي.
که دوی فکر کوي چې خلک غولوي او یا هم د خدای د غولولو هڅه کوي، باید وپوهېږي چې یوازې خپل ځانونه غولوي او دغه حقیقت هغه وخت درک کولای شي، چې کله د انتقام او غچ وخت راورسېږي.
ایا د شریفانه اعتراف وخت نه دی رارسېدلی؟
کله چې وایو جګړه زموږ نه ده او موږ په کې هسې وژل کېږو، باید هڅه وکړو چې څومره ژر کېدای شي له دې جګړې ځانونه وژغورو.
که په لنډه توګه د جګړې معادله تعریف کړو نو وایو چې یوشمېر زورور، سیمې ته د نورو زورورانو د خوړلو او مهارولو لپاره راغلي دي، نه د دغو قدرتونو راوستل زموږ په وس پوره و او نه يې ایستل زموږ په وس پوره دي.
یا په بله وینا، امریکا او ناټو د چین او روسیې لپاره دلته راغلي او که دغه قدرتونه له سیمې وځي نو چین او روسیه به یې وباسي، دوی نه يې طالب ایستلی شي او نه یې بل څوک.
افغانان چې د دغه ناتار اصلي قربانیان دي، باید له فرصت نه ګټه پورته شي، واکمن او حکومت هغه څه وکړي چې خلک یې غواړي. خلک روښانه دغه غواړي چې ژر تر ژره جګړه دې ودرول شي او که بیا نه درول کېږي، نو هر څوک دې خپله جګړه پخپله وکړي پر موږ دې نه کوي.
له بله اړخه د استعمار تېر تاریخ ته په کتو، افغانستان د زبرځواکونو ترمنځ د ټکر نقطه ده او دلته امنیت یوازې د جګړې د ښکېلو اړخونو د توافق په صورت کې راتلای شي.
افغان دولت باید په دغه کشمکش کې د افغانستان په اړه د ښکېلو غاړو ترمنځ د انډول راوستو او توافق ته هڅه وکړي.
د دغه کار لپاره د روسيې غونډه یو طلايي فرصت دی، ځکه هلته د ناټو حریفان خپله خبره مطرح کوي او وروستۍ خبره به یې دا وي چې له سیمې د امریکا او ناټو ځواکونه و وځي، افغان دولت دې د یو ډاډمن تضمین په بدل کې له دې کار سره موافقه وکړي.
نن څرګنده شوې چې د سیمې واړه او ستر قدرتونه په سیمه کې ناټو او امریکا نه غواړي او د دوی ایستلو ته یې مټې رانغاړلي دي، اوس که امریکا او ناټو لالچ کوي، نو افغانستان د شدیدې جګړې او مقابلې له ګواښ سره مقابل دی، که په دې جګړه کې ناټو او که د دوی سیالان ماتې خوري، نو په افغانستان کې به یې یوازې ځایونه تعویض شي او موږ ته په کې کومه ګټه نشته او که وکولای شو د یوه سیمه ییز او نړیوال توافق پر اساس له دې ځایه عسکر و باسو، سوله او امنیت بېرته خپل هېواد ته وګرځوو، نو په دې سره زموږ راتلونکې او خپلواکي تضمینېږي او د یوه افغان لپاره سلیم انتخاب همدا دی.
افغان دولت ته په کار ده چې د سیمې له هېوادونو سره خپلې اړیکې نورې هم نږدې کړي، د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو سره همکاري وکړي تر څو په سیمه کې د یوې حتمې جګړې مخنیوی وشي.
ډاګټر صاحب! ډیره ښه تبصره مو لیکلي، حقیقت هم ټول همدا ده چې تا سو يې څیړنې کړيده. او د ټول مطلب خلاصه هم پدې ټکو کې ده چې وايي «که کم عقلان په دنیا نه وايي، هوشیارانو به څه شي خوړل» هیله کوو چې په راتلونکې کې نوري هم داسي اروزنې وړاندي کړي تر څو موږ ټول ټري مستفید شو. ستاسو د زیاتي بریا په هیله