دا د ایروایشیا ریفیو د لیکنې عنوان دی.
په دې لیکنه کې ویل شوي چې له سوریې وروسته داسي ښکاري چې افغانستان د روسیې او امریکا د قدرت د مبارزې بل میدان وي.
د ایروایشیا ریفیو په باور، د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د اکثرو لوېدیځو ځواکونو وتلو مسکو ته لار پرانیسته چې د افغانستان لپاره مټې راونغاړي او دا به په جنوبي اسیا کې د یوې نوې جیوپولیټیکي سیالۍ سبب شي.
د خپرونې لیکوال د مسکو په غونډه کې د امریکا نه ګډون کول او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتل د افغانستان په وړاندې د روسیې په پالیسۍ کې د لوی بدلون پیل بولي.
روسیې د افغانستان په اړه درېمه غونډه د اپریل په څوارلسمه په مسکو کې جوړه کړه. د دې غونډې پرېکړه یې د دسمبر په غونډه کې وکړه چې د پاکستان او چین په ګډون یې جوړه کړې وه خو افغانستان پکې برخه نه لرله.
په درې واړو غونډو کې ناټو او امریکا برخه نه لرله.
د ایروایشیا خپرونې په باور په دغو غونډو کې د امریکا نه ګډون د افغانستان پر سر د مسکو او واشنګټن په اړیکو کې د اختلاف ښکارندويي کوي.
خپرونه دغه راز لیکي، مسکو د افغانستان او پاکستان په پوله کې د اسلامي دولت وسله واله سختدریځه ډله د سیمې د امنیت لپاره ستر ګواښ ګڼي خو امریکا او ناټو افغان طالبان د افغانستان د بې ثباتۍ اصلي خنډ بولي.
مسکو وايي چې له طالبانو سره یې اړیکې د سولې په خبرو او د داعش تر مخنیوي پوري محدودې دي خو واشنګټن فکر کوي چې د مسکو او طالبانو تماسونه په افغانستان کې د امریکا او ناټو هلې ځلې زیانمنوي.
په عین حال کې امریکا د داعش پر ضد مبارزه هم له پامه نه ده غورځولې چې د ننګرهار په اچین کې د داعش تر ټولو پر ستر مرکز تر ټولو د ستر بم استعمال یې وروستۍ بېلګه ده.