تاند- د رومانیا دفاعي چارواکي وايي چې د جمعې په ورځ (مې ۲۴) د دوی ۵ سرتېري په افغانستان کې ټپیان شوي دي.

د رومانیا د دفاع وزارت په وینا ژوبل شوي پوځیان له خطره وتلي او په کندهار کې هوايي آډې ته د درملنې لپاره وړل شوي دي.

په افغانستان کې د رومانیايی پوځیانو درستیزوالۍ ویلي چې د دې پېښې د علت په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.

راپورونه وايي چې دا پنځه پوځیان د جمعې په ورځ د غرمې په دوولس نیمې بجې هغه مهال ټپیان شول چې له امریکايي پوځیانو سره یوځای یې ګزمه کوله.

د رومانیا دفاع وزارت وايي چې د ګزمې په ترڅ کې د رومانیايي پوځیانو د نقلیه وسیلې په لار کې ماین وچاودېده.

د رومانیا ولسمشر کلاوس اوهانیس په دې پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل«زه له خپلو پوځیانو سره چې نن په افغانستان کې په یوه ځانګړي ماموریت کې ژوبل شوي، ځان شریک بولم.»

ده همداراز ویلي چې په دې سختو شېبو کې د خپلو پوځیانو د ژر تر ژره ښه کېدا هیله کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *