تاند- په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص لومړنی مرکز نن /شنبه/ د کابل په ابن سینا روغتون کې پرانیستل شو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د دې مرکز په پرانستونکو مراسمو کې وویل چې د دې مرکز پر جوړولو او تجهیزولو لږترلږه یو ملیون ډالره لګښت شوی دی.
د ښاغلي فیروز په وینا دا مرکز به مرسته وکړي چې ګڼ شمېر افغان ناروغان د خپلو ناروغیو د تشخیص لپاره بهر ته سفر ونه کړي.
«موږ عموماً له ناروغانو څخه نمونې د هغوی د سرطاني ناروغۍ د تشخیص لپاره بهر ته لېږو. زموږ یوه هیله دا وه چې یو داسې مرکز پرانیزو. لږترلږه لومړی یې يه کابل کې پرانیزو او بیا د افغانستان په ولایتونو کې چې د خلکو دې اساسي اړتیا ته ځواب وویلی شو.»
په افغانستان کې هر کال لږترلږه ۲۰ زره تنه په سرطان اخته کېږي چې نیمايي یې ژوند بایلي.