خبریال: میرویس جلالزی( کابل) په کابل کې د سرو زرو کاروباریان (زر پلورونکي) وایي چې د سرو زورو بیې په تیرو دوو اونیو کې د پام وړ ټیټه شوې ده.

سره زر له سلگونو کلونو راهيسې په افغانستان کې د میرمنو د ګاڼو د يوې مهمې برخې په توګه کارول کېږي او ډېر مينه وال لري.

د کابل په ښار کې دا مهال تر څلور سوو ډېر د سرو زرو پلورنځي دي چې په کې له سرو زرو جوړې شوې غاړکۍ، لښتۍ، بنګړي، امېلونه، ګوتمۍ او داسې نور د سرو زرو جوړ شوي توکي راکړې ورکړې ته ایښودل شوي دي.

د دغو سرو زرو ډېره برخه د عربي متحدو اماراتو له دوبۍ نه افغانستان ته راځي خو بر عکس د سرو زرو قاچاقبر بیا له اماراتو څخه وارد شوي سره زر په پټو لارو او غیرقانوني توګه هند ته لیږدوي چیرته چې د سرو زرو بیه د کابل او دوبۍ په پر تله هم لوړه ده.

که څه هم په افغانستان کې له سرو زرو د جوړو شويو ګاڼو مينه وال کم نه دي، خو زرګر وايي چې د نورو کلونو په پرتله يې پېرېدونکي لږ شوي ځکه د خلکو اقتصادي حالت د تیرو کلونو په څیر ښه نه بلکې مخ پر ښکته روان دی.

سره له دې چې د سرو زرو بیه په نړیوالو بازارانو او د افغانستان په بازارونو کې ټیټه شوي هم ده لیکن بیا هم سره زر پیرودونکي نه لري.

له کله نه راهیسي چې په نړیواله کچه د تیلو بیه ولویده د سروزرو هغه هم ورسره لویدلې ده.

د کابل شهزاده سراى مخې ته د سرو زرو یو پلورونکی حاجي نجف وایي تېر کلونه په ورځ کې پنځه سوه ګرامه سره زر پلورل، دا مهال تر سلو گرامو ډېر نه شي پلورلاى ځکه یې بیه لوړه شوې او په بدل کې یې پیرودونکي لږ شوي دي.

هغه وایې:

((په ښار کې د خلکو اقتصادي حالت خراب دى او د طلا پېرودونکي کم شوي دي، د تېرو دوو کلونو په پرتله مو کار کې ډېر بدلون راغلى، اوس د ورځې تر سلو گرامو ډېر سره زر نه شو پلورلاى، په دې توگه موږ اوس د دوکان کرايه هم په اسانه نه شو پوره کولاى)).

په افغانستان کې سره زر تر ډېره په ودونو کې د ناویو د ګاڼو په توگه کارول کېږي، چې د اخيستو لگښت يې ټول د زوم پر کورنۍ راځي خو په ځینومواردو کې د ناوې کورنۍ هم سره زر برابروي.

د کابل د طلا پلورونکو ټولنه بیا وايي چې په دې اړه لويه ستونزه دا ده چې سره زر د قاچاقو په توگه افغانستان ته راځي او قانوني واردات ډېر نه لري.

د نوموړي په خبره چې د سعودی عربستان پر سرو زرو سربیره د افغانستان د سرو زرو بازار ته د ایران، روسيي، سنګاپور او سویلي افریقا سره زر هم د خرڅلاو لپاره راوړل کیږي.

سر زر پلورونکي وايي ملک ته له ناقانونه لارو د سرو زرو راوړل روان دي او حکومت نه شي کولای چې د دغو قاچاقچیانو مخه ونیسي ځکه هغوی له کلونو راهیسي دغه کاروبار پر مخ بیایي او اوس په ډیرو برخو کې کسان لري.

دمګړۍ د یوه ګرام عربي سرو زرو بیه نږدې ۲۲۰۰ افغانۍ ده په داسي حال کې چې یوه میاشت دمخه یو ګرام ۳۰۰۰ افغانیو ته رسیدلې وه.

د کابل زرګران په دې باور دي چې د سرو زرو بیه د نړیوالو بازارونو په ښکته او پورته کیدو پوري ارتباط لري او په نړیوالو مارکیټونو کې د بیو له لویدو سره جوخت په افغانستان کې هم د سروو بیې لویږي.

3 thoughts on “په افغانستان کې د سرو زرو بیه ټیټه شوې”
  1. خدای دا یی 1000 افغانیو ته هو راولی چی هر چا ته ورسیږی ، نه دای چی یوازی ملداره خلک پر نازیږی او اسعمالولی یی شی او هغه غریبان خلک چی سره زر هو څه چی د خپلی شپی او ورځی د ډوډۍ پیدا کولو په فکر کی دی هغو ته هم په کافی اندازه ورسیږی

  2. اې خلکو تاسې دې ټول خبروئ چې زرغونه فریال زما ده هیڅوک دا حق نلري چې د زرغونه فریال فریال په مرکه ورشي قسم په هغه ذات چې ځمکې او آسمانونه یې پیداکړیدي چې هرڅوک یې وکړي یابه ځان پرې وژنم یابه هغه خاورو ته ولیږم

    1. شفیق الرحمن خوستی صاحب!
      سلامونه او نېکې هیلې مو ومنئ.
      په افغانستان کې مې د سرو زرو د بیې د ټیټوالي خبر لوست، ناڅاپه مې په پای کې دا ستا په نا پیلې ګوتڅنډنې باندې سترګې ولږیدې. خدای شته سخت هک پک شوم، بیا مې له ځانه سره وویل چې ددې موضوع او خبر له زرغونې فریال سره څه تړاو دی؟ بیا مې ځانته پخپله ځواب ورکړ چې خوستی صاحب به شاعر وي او خپلې په ګوته کړې معشوقې ته به د سرو زرو په سترګه ګوري، نو ځکه یې دغه شان وران او سخت خبرداری خپور کړی دی.
      بیا له لږ ځند وروسته مې د میرانشاه د بازار د بخت ګل لیوني خبره را یاده شوه چې ویل به یې: زه ټولو ښایسته نجونو ته ورمین یم خو هغوی له ځانه خبرې ندي…؟؟؟ بیاهم ستا له تودې او خوستۍ مینې ځار شم… دومره مینه مه کوه چې لیونې به شې!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *