تاند- د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر فرانس تیمیرمنس وویل، که افغانستان د زنا په تور د ښځو د سنګسار قانون تطبیق کړ، له هالنډ سره به خپلې اړیکې له خطر سره مخامخ کړي.

د افغانستان د عدلیې وزارت یوې کاري ډلې، چې د یوه نوي قانون پر مسودې کار کوي، وړاندیز کړی چې د زناکارو ښځو د سنګسارولو په شمول دې د زنا په برخه کې سخت اسلامي قوانین اجرا شي.

ښاغلي تیمیرمنس تېره شپه د خپل هیواد یوه خبري تلویزیون ته وویل: هالنډ له کلونو راهیسي د افغانستان د بیا رغونې لپاره دغه هیواد ته مالي مرستې ورکوي او څو کاله یې خپل پوځیان افغانستان ته استولي ول چې د تروریزم پرضد په جګړه کې برخه واخلي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د بشري حقونو د څار ډلې اندېښنه ښکاره کړه چې د افغانستان د عدلیې وزارت د زنا لپاره د نارینه د اعدامولو او د ښځې د سنګسارولو د قانون پر تطبیقولو کار کوي.

په لوېدیځو هیوادونو کې د سنګسار په وړاندې حساسیت له دې کبله زیات دی چې طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې د سنګسار سزاوې تطبیقولې او په دې برخه کې زیات تبلیغات شوي دي.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرښاغلي  تیمیرمنس وویل:«که دا قانون عملي شي، له افغانستان سره د اړیکو لپاره به بې عواقبو نه وي.»

د بشري حقونود څار ډلې په یوه اعلامیې کې، چې پرون یې خپره کړه، د هغو مرستندویانو په ګډون چې د افغانستان له عدلي او قضايي پروسو سره مرسته کوي، له نړیوالو مرستندویانو څخه غوښتي ولسمشر حامد کرزي ته په زغرده ووايي چې د جزا په قانون کې د سنګسار زیاتول به د مرستندویو هیوادونو د مرستو د پای ته رسېدو سبب شي.

د بشري حقونو د څار ډلې د اسیا د څانګې رييس براډ اډمس وویل:«دا کاملاً ټکان ورکوونکې ده چې د طالبانو د رژیم له پرزېدو ۱۲ کاله وروسته د کرزي حکومت بېرته د سنګسار جزا تطبیقوي. د کرزي حکومت باید لږترلږه د بشري حقونو له لومړنیو ژمنو سره خپله وفاداري ثابته کړي او دا وړاندیز سمدستي رد کړي.»

په مسوده کې، چې د بشري حقونو د څار ډلې یې کاپي لیدلې ده، ویل شوي؛ که محکمې یوه ښځه او نارینه، چې واده یې سره نه وي کړی، د جنسي اړیکو په لرلو تشخیص کړل، دواړه باید په هغه صورت کې اعدام او سنګسار شي چې د جرم مرتکیبان مجرد نه وي.

18 thoughts on “په افغانستان کې د سنګسار د حکم د تطبیق په وړاندې د هالنډ خبرداری”
  1. په امریکا کی که څوک د امریکا د قوانینو له مخی په دار کیږی خو هیڅ خبره هم نده، ولی په افغانستان کی که یو چا ته د قران په رڼا کی جزا ورکول کیږی نو بیا د یشر له حقونو تیری دی، دی ته وایی یو بام دوه هوا

    1. سنګسار د قرآن رڼا او حکم ندی. تاسو د کوم آیت له مخې دا خبره کوئ؟

      اعدام په هره ټولنه کې نسبتا مناسبه جزاه ده ځکه دا جزا د ډیرو سختو اعمالو لکه قتل عام، او یا د عام ولس پر ژوندانه ملنډې وهل.

      لظفا د اعرابو لدې پوچو تبلیغاتو را ووځئ، خپل ژوند او خپل چاپیریال ته د حقیقت په سترګه وګورئ

  2. دا سعودي ځناور رژېم سره بیا څنګه سفیر په کچه پالئ؟ خو که دا لوی خان درته وویل چې احتیاط بیا ولا چې …

  3. دغربیانوسه اخردزړه خبرپه خوله وسوه چی دادولس کاله دی فه افغانستان کی ده فحشافساداسلام افغانیت ختمونی دفاره تیرکړه نن ده تروریزم دسنګسارحکم فه قران کی دچادفاره کړی دی دافرمسلمانانوفرض دی داچی دنړی مسلمانان ی نه کوی خدای به عذاب ورکی ده ډیرشه وړاندیزافغان حکومت کړی دی

  4. د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر فرانس تیمیرمنس چی وایی سنګسار یا اعدامول د طالبانو د وخت قانون ده او داباید د کرزی حکومت کی پلی نشی ، زه دی جناب ته وایم یو خو مو په ملک باندی یرغل کړی او بل د افعانستان اسلامی قانون کی هم لاس وهنه کوی او بل داچی د سنګسار او د اعدام حکم د الله له لوری ده او داقانون د حتمی پلی شی

  5. قسم په خدای چی زه دې خبری ته حیران یم چی کافر خپل په وطن کی که هر سومره غلط ‘ ناروا او خبیث قانون عملی کړی، نو زموژ په ذهن کی لا نه راګرزی چی دوی ولی داسی قانون جوړوی
    مګر که موژ جائز او صحیح قانون عملی کړو نو د ټولو سترګی راته سرې وی
    دا خو د خدای ج قانون دی په دغه قانون کی هیڅ یو بنده حق نه لری چی تبدیلی پکښی راولی.
    او دا که موژ د کفارو هره خبره پر غوژ نیسو نو سبا به وا یی چی لمونځ هم مه کوی مسجدان هم لیری کړی (استغفرالله)، حج هم مه کړی

  6. هالنډ د بهرنیو چارو وزیر فرانس تیمیرمنس ته وایم، ستا دکمک دڅخه زمونږ توبه اوداباید هم اضافه کړم چه تاسو خپله په اقتصادی بحران کی قرار لری نو بل چا ته به څه کمک ورکړی، بل داچه تاسی پر مونږ احسان مکوی تاسی افغانستان ته دامریکایانو له ویری څخه راغلی وای، لنډه داچه په اروپا کی تاسی یوځینی هیواد یاست چه دملک اقتصاد مو په نوری اروپا روان دی بل داچه په دنیا کی تاسی دکنجوسوانو نوم ګټلی دی،

  7. مصیبت دا دی چې زمونږ په ټولنه کې قانون یوازې په ښځه خواره کۍ باندې تطبیقیږي. یوه په تګاب کې خپله ښځه په دې خاطر د خلکو په مخکې په کلاشینکوف ووژله چې له بل کس سره تښتېدلې وه. خو له دغه دله نه هیڅ چا پوښتنه ونه کړه چې هلکه ستا شی کار کوي که نه؟ بله دا چې مونږ داسې د اسلام زمریان یو نو آیا مونږ له خویندو او لوڼو نه کله پوښتلي دي چې آیا هلک چې مونږ یې ورکوو د هغې خوښ دی که نه؟ بېخ دې د داسې قانون وځي.

  8. ورج تربلی دکفارو دشمنی دنری اوخصوص دافغانستان دمسلمانانو سره زیا تیزی په هرکارکی الله سبحان حکمت لری
    دارسوایی دکفارو اودهغوی دهمفکرو لپاره ده

  9. افغان حكومت ته په كار ده چه دا قانون ژر تر ژره پلي كري زكه چه دا د الله ج قانون دي او بل داچي افغانستان يو اسلامي هيواد دي

  10. each any every countries must flow their own rule and regulation and muslim peoples have there holly quran they are flowing the rule of holly quran according to holly quran they take decision ,,,,,holly quran can not accept halind rule and muslim too ,,,,i cant write full detail but all muslim peoples know the rule of holly quran we are the folwer of our holly book …

  11. داسی په ښکاره دقران دحکم سره مخالفت کول په یوه اسلامی ملک اوخاستآ په افغانستان کی دسولی او امن پرنه راوستلو سخت بداثر ولری ، که هالنډ کومک دهمدی په خاطر کوی چی د قران د سزا حکمونه دی دبشری ټولنی په حکمونو بدل شی دابه زمونږ ترقرانی قانون لاندی ژوند په شک کی واچوی
    او دوي دی په دی ځان پوه کړی چی افغانان تر وطن ،پیسو اوبل هر شی ډیر پر اسلام مین دی

  12. ایا د افغانستان د عدلیی قوانین ټول پر اسلامی اصلو او لارښوونو ولاړ دی؟ ایا د افغانستان د عدلیی سسټم رښتیا هم د باور وړ دی او ټولی فیصلې د اسلامی لارښوونو مطابق کوی؟ ایا زموږ د عدلیې منصوبین رښتیا هم د عدل نافذوونکی دی؟
    زما په فکر ددغو ټولو پښتنو جواب منفی دی. نو بیا ولی دغسی موضعاتو ته لمن ووهل سی؟ د عدلیی وزارت څخه نیولی تر ټولو ولایتی عدلی ریاستنو پوری ټول په رشوت او خیانت کی ډوب دی. زما دی قسم په الله وی چی یو ډېر کوچنی اسناد می د کندهار په محکمه ریاست کی بې له رشوت ورکولو څخه نه سوای امضا کولای. ددغسی موضعاتو تر مطرح کولو مخکی باید بنسټیز اصلاحات راوستل سی. او زه یقین لرم چی ددغسی موضعاتو راپورته کول بغیر له سیاسی موخو څخه بل هدف نه لری.

  13. سلامونه او نیکی هیلې ،د هالند هیواد د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونی په ښکاره توګه له اسلام او زموږ له اساسی قانون یعنې قران . .سره په ټکر کی ده موږ ددوې له مرستو تیر یوو، د افغانستاان له جمهور ریس اد د عدلی وزارت له مسولینو نه په کلکه غواړو چه هیڅ رنکه فشار ته غاړه کښینږدی.
    که چیری دغه اسلامی قانون پلی شی نو فحشاه به ورکه شی ، او د ښځو د ځوریدو کچه به تر صفره را ورسیږی….زما یوبل وړاندیز هم له قضایې چارواکو داده چه د هغو مبتذلو تصویری رسنیو مخه هم ونیسې چه اصلی موخه یې د فحشاه خپرول دې ،او دوې هم د بهرنیو هیوادونو له خوا تمویلیږی .
    په درنښت

  14. دالله جل جلاله لعنت دی په دی کافرانو شی چه اوس زمونږ په دینی شعایروکی هم مداخله کوی اوخپلی مرستی پوری تړی اودسنګسار جزا دطالبانو رژیم پوری تړی حال داچه داجزا داسلام په مقدس دین اوشریعت کی ۱۴۰۰ کاله مخکی تعین شوی دی چه دطالبانو په کړنو پوری هیڅ ارتباط نه لری ولی افغان مسلمان ملت په زغرده دی کافرانو اوصلیبیانو ته اعلانوی چه که تاسو خپلی مرستی په دی پوری تړی چه مونږ له خپلو اسلامی مقدساتو اوشعایرو څخه وګرځوی نو تاشو کولای شی چه سرله دانن ورځی نه خپلی مرستی بندی کړی اوخپلی ناولی پښی زمونږ له پاکی خاوری نه سپکی کړی

  15. ګورئ له ځانونو نه احمقان مه جوړوئ. د سنګسار حکم یوازې په هغه وخت کې ورکول کیږي او هغه هم نر او ښځې دواړو ته چې کله د عربي د اصطلاحاتو له مخې (کالمیل فی المکحله) یعنې د سړي شی د ښځې په شي کې داسې ولیدل شي لکه سلاي د رنجو په رنجلومه کې. او دغه لیدونکي هم باید څلور کسان وي. او دغه څلور کسان باید ښه پوره د سړي زامن وي، غل نه وي، فاسق نه وي، رشوت خور نه وي، د خره زوی (ځانمرګی) نه وي او پخپله ښه پوره مسلمان وي. سربېره پر دې، دا فیصله باید یو قاضی وکړي، نه کلیوال او خر او سپی. او تاسو پوهېږئ چې دا کار خصوصا په اوس وختونو کې چورلټ ناشونی دی. راځئ همدا د بغلان خبرې ته راشو، فکر وکړئ چې که همدغې نجلۍ غوښتي وای چې غواړي له یاد هلک سره واده وکړي، آیا کورنۍ به یې پرېښې وای؟ نه او هیڅکله نه. باور وکړئ چې بیا به یې د سنګسار پرځای په کلاشینکوف ویشتله. راځئ د پېښوریانو خبره دا تسلیم کړو چې مونږ وحشیان یو، مونږ هېڅ قانون نه منو. دا چې چا پورته د خدای د قانون په نامه یاد کړی دی دوی نه له خدای نه خبر دي، نه له رسول نه او نه یې له قوانینو نه. یو بل روایت دی چې وایي پیغمبر ته یو سړی ورغی ورته یې وویل چې زنا یې کړې ده، هغه مبارک ترې مخ واړاوه، هغې بلې خوا ته ورتاو شو بیا یې ورته وویل چې زنا یې کړې ده، هغه (ص) بیا ترې مخ واړاوه، هېر مې دي چې په دریم که څلورم ځل یې ورسره خبرې شروع کړې. دا پخپله ښیي چې پیغمبر څومره حلیم وه او څومره یې تېرېدنه کوله..

  16. Fenland yaw Yahudee hewad dai hagha cherta ghoware che de Allah hokom po zay she Qurane ahkamat amalee shee ?????? sok ham che de Fendlandyanoo khabara taeed awe aw da haghoy de yaw so Mordare Paise aw komak po khater de Allah hokom Mata we hagha ba de hagho le dalee sekha we po Qiamat ke Insha allah… He Afghanano taso ba woro woro poh shai che Gharbian se kawe stataso po kolk ke leg sabe wokrai saba ba staso de khezo ekhtiar ham de hagho po las she ka Moqawomat wo nakrai.. wa salam

  17. We the Muslims have strong faith for what the Holy Quran says, but we do not care the Koofri world and the Koofri world does not have the right to interfere our religion. It seems they always target the religion, but Terrorism is an excuse on the screen.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *