د افغانستان اسالمي جمهوریت چې د ملګرو ملتونو غړی دی او د امریکا متحده ایاالتو او نړیوالې ټولنې لخوا د
نړیوالو قوانینو له مخې د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندل شوی دی، دا هیواد )افغانستان( او د
امریکا متحده ایاالت ژمنه کوي چې په افغانستان کې د یوې پراخ بنسټه او دوامداره سولې د توافق لپاره به په
ګډه کار کوي، څو دغه توافق د ټو لو افغانانو د ګټې او د سیمه ایز ثبات او نړیوال امنیت رسه د مرستې لپاره، په
افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.
د پراخ بنسټه او دوامداره سولې توافق به څلور برخې لري.
۱-دا تضمین چې د افغانستان له خاورې به هیڅ ډول نړیوالې تروریستي ډلې یا افراد، د متحده ایاالتو او د هغوی
د متحدینو امنیت ته ګواښ نه جوړوي.
۲-له افغانستان څخه د ټولو امریکايې او ائتاليف ځواکونو د وتلو لپاره مهالوېش.
۳-د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو او د افغانستان اسالمي جمهوریت لخوا د یوه ټول شموله مرکچي ټیم له لوري
طالبانو رسه د خربو اترو په نتیجه کې سیايس توافق ته رسېدل.
۴-تلپاتی او پراخ بنسټه اوربند.
دا څلور برخې د یو بل اړوند او بل رسه تړلې دي. تر کلونو جګړې وروسته سوله راوستل، د هغو ټولو خواو د
هدف څرګندونه کوي د خپلو ځانونو او ګاونډيانو رسه د یوه سوله ایز، خپلواک، او یو موټي افغانستان لپاره يې
هلې ځلې کړې دي.
د افغانستان اسالمي جمهوریت او د امریکا متحده ایاالت له ۲۰۰۱ م کال راهیسې په خپلو کې نږدې همکاري
لري څو نړیوال امنیت او سولې ته د پېښو ګواښونو پر وړاندې مبارزه او له افغان ولس رسه د یوه امن، دیموکرات
او روښانه راتلونکي په برابرولو کې همکاري وکړي.
دواړه هیوادونه خپلو اوږدمهالو اړیکو او هغو پانګونو ته ژمن دي چې په افغانستان کې د دیموکراتیکو نورمونو
او د هیواد د یووالی د ساتني او خوندیتوب، د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ او د اتباعو حقونو د ترویج لپاره، پر
اړینو افغاين بنسټونو یې کوي.
دلته شوې ژمنې د همدې ګډو السته راوړنو پر اساس ممکنې شوي دي. افغان او امریکايې ځواکونه ګډ تعهد
او اړیکې لري چې د کلونو د زیاتو قربانیو او زوړتیا په نتیجه کې ترالس شوي دي.
د افغانستان اسالمي جمهوریت او افغان ولس یو ځل بیا له سولې خپل مالتړ او د جګړې پای ته رسولو لپاره،
خرب و اترو ته خپله لیوالتیا څرګندوي.
د افغانستان اسالمي جمهوریت د تاوتریخوايل د کمښت د دورې استقبال کوي او د طالبانو او متحده ایاالتو
ترمنځ هغه تړون څاري چې د جګړې ختمولو لپاره مهم ګام دی.
د امریکا او طالبانو توافق پر یوه سیايس جوړجاړي او پراخ بنسټه اوتلپايت اوربند، د افغانانو ترمنځ خربو اترو ته
الره هواروي.
دافغانستان اسالمي جمهوریت په دغه شان خربو اترو کې د ګډون او په نتیجه کې یې له طالبانو رسه اوربند ته
پر خپل چمتوالی ټینګار کوي.
د افغانستان اسالمي جمهوریت دغه راز پر خپلو کړو ژمنو ټینګار کوي چې د القاعده او د داعش ډلې خراسان
څانګې په ګډون، هېڅ نړیوالې تروریستې ډلې یا افراد نه پرېږدي چې د افغانستان له خاورې څخه د متحده ایاالتو،
د هغوی متحدینو او نورو هیوادونو ته ګواښ جوړ کړي. د افغانستان اسالمي جمهوریت د سولې هلو ځلو
ګړندۍ کولو لپاره، په هغه صورت کې چې طالبان له امریکا رسه پر شوي توافق او د بین االفغاين مذاکراتو په
نتیجه کې شوې موافقې باندې عمل وکړي، له افغانستان څخه په تدریجي ډول د امریکايې او ائتاليف ځواکونو
له وتلو مالتړ کوي.
پر همدې اساس د افغانستان اسالمي جمهوریت او د امریکا متحده ایاالت دا الندې ژمنې کو ي:
لومړی برخه
د افغانستان اسالمي جمهوریت او متحده ایاالت دا درک کوي چې القاعده، د داعش خراسان څانګه او نورې
نړیوالې تروریستي ډلې یا افراد د خپلو غړو د استخدام، مايل متویل، روزنې او داسې بریدونو لپاره د افغانستان
خاورې کارولو ته دوام ورکوي چې د متحده ایاالتو، د هغوی د متحدینو او افغانستان امنیت ګواښي.
د دغو دوامداره تروریستي ګواښونو رسه مبارزې لپاره به د افغانستان اسالمي جمهوریت او متحده ایاالت د
القاعده، ددې ډلې د مالتړو، او د نورو نړیوالو تروریستي ډلو یا افرادو د ځپلو لپاره الندې اقداماتو ته دوام ورکوي:
۱-د افغانستان اسالمي جمهوریت پر خپله ژمنه ټینګار کوي دا هیواد به له نړیوالو تروریستي ډلو او یا افرادو
رسه نه همکاري کوي او نه به ورته اجازه ورکوي چې ددې هیواد پر خاوره غړي استخدام کړي، ویې روزي، د
)مخدره موادو د تولید او قاچاق له الرې د پیسو د السته راوړلو په ګډون( د تروریزم د متویل پاره پيسې راټولې
کړي، د دې هیواد په الرې تېر يش، له نړیوالو منل شویو اسنادو یې ناقانونه ګټه پورته کړي او په افغانستان
کې د تروریزم په مالتړ نور فعالیتونه وکړي. افغانستان به دغو تروریستي ډلو او یا افرادو ته پناه نه ورکوي.
۲-د امریکا متحده ایاالت له افغان امنیتي ځواکونو او افغان حکومتي ادارو څخه یو ځل بیا پر خپل مالتړ ټینګار
کوي . په دې مالتړ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو د موجودې موافقې له مخې د افغان امنیتي
ځواکونو د وړتیاوو لوړول شامل دي چې د داخيل او بهرنیو ګواښونو پر وړاندې د مقابلې توان پیدا کړي .په دې
ژمنه کې له افغان امنیتي ځواکونو څخه مالتړ هم شامل دی چې د افغانستان له خاورې د القاعده، داعش
خراسان څانګې، او نورو نړیوالو تروریستي ډلو او یا افرادو لخوا د متحده ایاالتو او د هغوی د متحدینو پر ضد د
افغانستان د خاورې د استعاملولو مخه ونیيس.
۳-د امریکا متحده ایاالت به په افغانستان کې د افغانستان د اسالمي جمهوریت په رضایت او همغږۍ د
القاعده،داعش خراسان څانګې او نورو نړیوالو تروریستي ډلو لخوا پر امریکا او متحدینو يې د بریدونو د مخنیوي
او ددې تروریستي ډلو د ځپلو لپاره پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
دا پوځي عملیات د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجودې امنیتي موافقې،او د موجود تفاهم له مخې کیږي چې د
امریکا د تروریزم ضد دا عملیات د افغان امنیتي ځواکونود تروریزم ضد عملیاتو د مالتړ په هدف دي.
په دې عملیاتو کې به د افغانستان ميل حاکمیت،د افغانانستان د خلکو امنیت،او د ملکي وګړو مالتړ او ساتنې
ته درناوی کیږي.
۴-د امریکا متحده ایاالت ژمن دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به خربو اترو ته اسانتیاوې برابروي څو په
داسې ترتیباتو کار کول یقیني کړي چي د یو بل له حریمه تررسه کېدونکي فعالیتونه به د دې هیوادونو امنیت
ته ګواښ نه پېښوي.
دویمه برخه
د افغانستان اسالمي جمهوریت او د امریکا متحده ایاالتو په افغانستان کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو
د مالتړ له الرې خپلو اهدافو ته رسېدو او ژمنو عميل کولو لپاره په دوامداره توګه د امریکايې او ائتاليف ځواکونو
د شتون د کچې او فعالیتونو په اړه سالمشورې کړې دي.
د طالبانو او متحده ایاالتو پر هوکړې د طالبانو عمل ته په کتو، د افغانستان اسالمي جمهوریت، متحده ایاالت
او متحدین په ګډه ارزونه کوي چې په افغانستان کې د پوځي اهدافو ترالسه کولو لپاره په اوسني اندازه ځواکونو
ته نوره اړتیا نشته؛ او له ۲۰۱۴م کال راهیسې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه د خپل هیواد په امنیت ساتنه
کې مخکښ دي او خپله اغېزناکي یې لوړه کړې ده. په دې صورت کې، دواړه خواوې ژمنه کوي چې الندې ګامونه
به پورته کوي.
۱-د امریکا متحده ایاالت به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر )۸۶۰۰ )اته زره او شپږ سوو ته راښکته
کړي او له دې ګډې اعالميې له خپرېدو او طالبانو رسه له توافق وروسته به )۱۳۵ )یو سل او پینځه دېرش ورځو
کې به طالبانو رسه په شوې توافق کې نورې کړې ژمني عميل کوي. امریکا به له خپلو متحدینو او ائتالف رسه
کار وکړي څو افغانستان کې په یوه مناسب وخت او مرحله کې د ائتاليف ځواکونو شمیر کم کړي .دا اقدام به
د طالبانو له لوري متحده ایاالتو رسه د شوي توافق عميل کیدو ته په کتو تررسه کېږي.
۲-له ګډې ارزونې رسه سم او د افغانستان د اسالمي جمهوریت او متحده ایاالتو ترمنځ د ګډ هوډ له مخې به
متحده ایاالت، متحدین يې او ائتاليف ځواکونه به ددې ګډې اعالمیې له خپرېدو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د
توافق تر امضا وروسته په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان څخه د خپلو پاتې ځواکونو ویستل بشپړ کړي او د
طالبانو له لوري متحده ایاالتو رسه د شوي توافق عميل کیدو ته په کتو رسه به متحده ایاالت له پوځي هډو
)بېسونو( خپل پاتې ټول پوځیان وبايس.
۳-متحده ایاالت پر خپلې دې ژمنې بیا ټینګار کوي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او د هغوی د
تقویت او ورته د سالمشورو ورکولو لپاره به په کلني ډول د مايل مالتړ غوښتنه کوي څو افغانستان د کورنیو او
بهرنیو گواښونو پر وړاندې خپل امنیت او خوندیتوب وسايت.
۴-د یوه سیايس جوړجاړي او تلپاتې اوربند ته د رسیدو لپاره د رشایطو برابرولو په خاطر به د افغانستان اسالمي
جمهوریت د اعتامد جوړونې په هدف د طالبانو له استازو رسه د باور جوړونې لپاره د متحده ایاالتو له خوا تسهیل
خربو اترو کې ګډون کوي .په دې خربو کې د دواړو لورو د پام وړ شمیر زندانیانو د خوشې کولو امکان ارزول
کیږي. متحده ایاالت او د افغانستان اسالمي جمهوریت به ددې خربو اترو د مالتړ لپاره د رسه صلیب له نړیوالې
ادارې مرسته غواړي.
۵ -د افغانستان اسالمي جمهوریت ژمن دی چې د بین االفغاين خربو اترو له پیلیدو رسه سم به د دیپلوماتیکو
اقداماتو له الرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له لست څخه د یو شمیر طالب زندانیانو د نومونو د
لرې کولو لپاره د ۲۰۲۰م کال د می تر ۲۹ نیټې پورې اقدام کوي.دا اقدام به په هر صورت کې د کاري چوکاټ
د موافقې او تلپايت او پراخ بنسټه اوربند تر موافقې وروسته په دیرشو ورځو کې کیږي.
دریمه برخه
۱-متحده ایاالت به د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا وغواړي چې دا او په دې اړوند نورې موافقې تائید او په
رسمیت وپېژين.
۲ -متحده ایاالت او د افغانستان اسالمي جمهوریت ژمن دي چې د بیارغونې لپاره د اقتصادي همکارۍ په
شمول به په خپلو کې مثبتو اړیکو ته دوام ورکوي.
۳-متحده ایاالت به د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او سیايس خپلواکي نه ګواښي، پر ضد به یې ځواک نه کاروي
او د افغانستان په کورنیو چارو کې به السوهنه نه کوي.
۴-متحده ایاالت به په افغانستان کې د اصيل کړکېچ ختمولو په خاطر سیايس روغې جوړې ته د رسېدو په برخه
کې، د روانو هڅو د مالتړ لپاره، د سیمه ایزې او نړیوالې اجامع رامنځته کولو هلې ځلې روانې سايت.
