پوهنیار ایمل ولي
د کرنې پوهنځی، اګرانومي څانګه
بریښنالیک: [email protected]
تلیفون شمیره: +93767490924
لنډیز
په دې مقاله کې په افغانستان کې د خوړو پر اړتیا، د هغې د مصرف اندازه او د خوړو خوندیتوب په علمي ډول څیړل شوی دی. د خوړو د اړتیا معلومولو لپاره د FAO د غذايي موادو د 40نمبر لاسوند(Thomson and Metz, 1999) د مختلفو روشونو څخه ګټه پورته شوي ده.د خوړو د مصرف اندازې معلومولو لپاره د FAO له لوري په نشر رسیدلي د غذایي موادو د مختلفو کالونو د بیلانس پاڼو څخه کار اخیستل شوی دی. د څیړنې په وروستی برخه د خوړو د اړتیا موندل شوي اندازه د خوړو د مصرف له اندازې او نورو عواملو په نظر کې نیولو سره د غذايې موادو په خوندیتوب باندې بحث تر سره شوی دی. په دې څیړنه کې دا معلومه شوه چې په افغانستان کې د یو نفر پر سر باندې د یوې ورځې په موده کې 2124Kcal/person/day کیلو کالوري انرژي ته اړتیا ده. ددې تر څنګ د 2011م کال پورې د انرژي د مصرف اندازه د اړتیا له اندازې څخه کمه ده.
- 1. سریزه
د تیرې شوي نیمايي پیړی راهیسې که څه هم د کرنیزو محصولاتو په تولید کې په بې ساري ډول زیاتوالی راغلی دی، ولې بیا هم د نړی نفوس ته په کتو سره چې د نورو وختونو په پرتله تقریباً دوه برابره زیات شوی دی، په اوسط ډول په هرو اوو کسانو کې د یو څخه زیات يې په خپلو خوړو کې په کافي اندازه پروټین، انرژي او ځینې کم لګښته عناصر نه شي پوره کولای (Godfray et al, 2010).
په غرونو کې ایسار افغانستان اقتصادي حالت د 2003 م څخه تر 2009م کالونو په موده کې دنړی د مختلفوهیوادونو پر مټ ښه وده وکړه، ولې دا چې په یادو کالونو کې افغانستان په تولیدي برخه کې ډیرې کمې لاسته راوړنې درلودې، همدا وجه ده چې په دې وروستیو کې افغانستان د ملګرو ملتونو پرمختیايي راپور کې د ځینو لویو شاخصونو لکه صحت ، تعلیم، د خوړو خوندیتوب، په نظر کې نیولو سره د نړۍ پر کچه د 182 هیوادونو په لیست کې 181 ځای نیولی دی ( D’Souza and Jolloffe, 2012).
مغذي مواد د غذا هغه فعاله عناصر تشکیلوي چې د بدن د مختلفو اعضاوو په واسطه په مصرف رسیږي. دا غذايي عناصر عبارت دي له پروټین، شحمیات، شکرې، ویټامینونه، منرالونه او اوبو څخه ( Flatt, 1988).
د غذايي موادو اړتیا د انرژي او مغذي موادو هغه مقدار ته راجع کیږي چې د ژوندي موجود نورمال ژوند پر مخ بیولو لپاره په مصرف رسیږي (Nagy,1987). د غذايي موادو د اړتیا محاسبه د مختلفو فزیالوژیکي او د ناروغیو په هکله ساحوي څیړنو او مطالعاتو پورې اړه لري. دغه اړتیاوې نظر عمر، جنس، د ټول بدن وزن، فزیکي فعالیتونو فزیالولژیکي حالتونو لکه د حمل او شیدو ور کولو پر وخت ، یو د بل سره توپیر لري (Thomson, 1999).
د خوړو د خوندیتوب دوه ډیر عمده تعریفونه د امریکا د کرنې وزارت (USDA) او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د نړیوال سازمان لخوا وړاندې شوي دي. په لاندې توګه ورته اشاره شوي ده.
د خوړو خوندیتوب هغه وخت شتون لري کله چې ټول خلک، په ټولو وختونو کې، کافي، صحي او مغذي غذا ته په فزیکي او اقتصادي ډول لاسرسی ولري، تر څو د یو صحتمنداو فعاله ژوند کولو لپاره د خوړو، او د خوړو د انتخاب اړتیا پوره کړی شي(FAO, 1996).د ټولو خلکو په واسطه په ټولو وختونو کې کافي غذا ته لاسرسی، تر څو خلک یو فعاله او صحتمن ژوند ولري (Nord, 2004).
یاد شوي تعریفونه لاندې څلور برخې په برکې نیسيد خوړو شته والی (Availability of Food ): په کافي اندازه خواړه باید د کورني تولید او یا د وارداتو له لارې تهیه شي او هم په دوامداره توګه شتون ولري. خلک باید خوړو ته اسانه فزیکي لاسرسی ولري. البته د خوړو د خوندیتوب دا اړخ په یوازې ډول نه شي کولی چې د خوړو د خوندیتوب حالت رامنځته کړي، مثلاَ د هند هیواد په کافي اندازه د خوړو تولید لري او د خوړو یو لوی صادرونکی هیواد دی، خو لا تر اوسه یې شل سلنه وګړي وږي دي.
خوړو ته لاسرسی (Access to Food ): د خوړو د خوندیتوب دا اړخ تر ټولو مهم بلل کیږي. هره کورنۍ باید کافي غذا تهد فزیکياقتصادي لحاظه لاسرسی ولري، تر څو خپلې غذایی اړتیاوې پوره کړی شي. هره کورنۍ باید د دې توان او پوهه ولري چې خواړه په دوامداره توګه تولید کړی شي. که چیرې یو هیواد د خوړو د تولید له اړخه په خپل ځان متکي نه وي خو د خوړو د خوندیتوب دې اړخه بسیا وي ( کافي بهرني اسعار ولري، عواید یې زیات وي) بیا هم کولی شي چې په کافي اندازه خواړه تهیه کړي، د بیلګې په توګه سعودي عربستان.
ګټه اخیستنه (Utilization):د خوړو څخه مناسبه ګټه اخیستنه تر څو خلک وکولای شي، د خوړو ټول اړین مواد پوره کړی شي. د خوړو د خوندیتوب دا اړخ د خوړو د مناسبه پروسس، د ذخیره کولو تخنیکونه، صحي خدمات او د ناروغیو د خپریدو د مخنیوي تخنیکونه هم په بر کې نیسي. د خلکو بدن باید د دې وړتیا ولري چېخواړه او د خوړو مهمې اجزاوې جذب کړی شي.ثبات (Stability): دا د خوړو د خوندیتوب زماني اړخ په بر کې نیسي، یعنې خواړه باید د کال په اوږدو کې او هم له یوه کاله بل کال ته په کافي اندازه تهیه شي. د خوړو دخوندیتوب دا اړخ د کافي ذخیرې، د پیسو سپما او د فصلونو د له منځه تګ په صورت کې عاجلې مرستې په بر کې نیسي.
- 2. کړنلاره (روش)
په افغانستان کې د غذايي موادو د اړتیا او د غذايي موادو د مصرف محاسبه د ملګرو ملتونو د کرنې او خوراکي توکو سازمان د خوړییزو توکو په برخه کې د 40 نمبر لاسوند (Thomson and Metz, 1999) په اساس تر سره شوي ده. هڅه شوي ده چې د افغانستان د ټولو وګړو لپاره په اوسط ډول د یو نفر پر سر باندې د یوې ورځې د غذايې موادو اړتیا د کالوري په اساس معلومه شي.د څیړنې دوهمه برخه د غذايي موادو مصرف ته ځانګړي شوي ده. د څیړنې په پای کې د غذايې موادو د اړتیا اندازه د غذايې موادو د مصرف له اندازې سره پرتله شوي ده.
په دې څیړنه کې د نفوسو په هکله معلومات د CIA بریښنايي پاڼي چې د نړۍ د هیوادونو په هکله معلومات په کې شتون لري او د افغانستان د احصايې د مرکزي ادارې د نفوسو په هکله خپاره شوي ارقامو څخه ګټه پورته شوي ده. د عمر په اساس د مختلفو عمر لرونکو وګړو معلومات یوازې د 15-64, 0-14 او د 65 کالونو څخه پورته وګړو په هکله شتون درلود، نو په همدې اساس د پاتې نورو ګروپونو د پیدا کولو لپاره د ریاضیکي فورمول (a1+a2 + a3 + …… an = n/2 [2a1 + (n-1)d]) څخه ګټه پورته شوي ده.
2.1. هغه عمده لاملونه چې د غذايي موادو د اړتیا په محاسبه کې کارول کیږي
د انسان د ژوندي پاتې کیدو، کار کولو او تولیدولو لپاره اړینه ده چې انسان په کافي اندازه انرژي او مغذي مواد وجود ته د ننه کړي.
2.1.1. وده
د ژوند په لومړی پنځو کالونو کې د غذايې موادو اړتیا د بدن د ودې لپاره د بالغو انسانانو په پرتله دواړه د انرژي او نورو مغذي موادو مصرف ډیر دی. ماشومان د ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د خپل وزن دوه برابره غټیږي. د 2.1 جدول د یوې ورځې په موده کې د ماشوم د غذايي موادو اړتیا د یوکیلو ګرام وزن اخیستلو لپاره د اړتیا وړ انرژي د Kcal په اساس ښودل شوي ده.
دا چې ماشومان د ځوانانو په پرتله ډیرې انرژي ته اړتیا لري، همدا وجه ده چې په ماشومانو کې د غذايې موادو د کمښت ستونزې ډیرې تر سترګو کیږي.
2.1.2. امیندواري
امیندواري د 15 % سلنه په شاوخوا کې د مور د زیاتې انرژي د مصرف کیدو سبب ګرځي. کچیرې مور ته دامیندواری څخه وړاندې او یا د امیندواری په جریان کې په کافي اندازه خواړه ونه رسیږي، داسې ماشوم به نړۍ ته راوړي چې د کم وزن لرونکی وي.
2.1.3. د شیدو ورکول
وړاندې له دې چې د مور په بدن کې د ذخیره شوو موادو څخه د شیدو په تولید کې ګټه پورته شي، په کار ده چې د هغه مقدار انرژي څخه چې د امیندواری په حالت کې يې سپارښتنه شوي ده، د هغې څخه يې لس سلنه د انرژي په اخیستلو کې زیاتوالی راشي.
2.1.4. فزیکي فعالیتونه
هر څومره چې انسان ډیر فعال وي، په همغه اندازه يې د انرژي اړتیا لوړیږي. په کلیوالي سیمو کې نظر کرنیزو فصلونو( د ځمکې تیارول، کرل، د نا مطلوبو بوټو له منځه وړل او مږل) ته د انرژي اړتیاوې یو د بل سره توپیر لري.
2.1.5. د بدن وزن
د فزیکي فعالیتونو سره یو ځای د بدن وزن د ځوانانو د انرژي مصرف کولو له عمده برخو څخه شمیرل کیږي. د انرژي تر ټولو کمه اندازه چې د استراحت په حالت کې د وجود لپاره کفایت کوي ورته بنسټيزه میتابولیکي اندازه (BMR) Basal Metabolic Rate وايي. د بدن د وزن څخه دBMR په معلومولو کې ګټه پورته کیږي. د BMRمعلومولو روش د 2.2.1 برخه کې تر بحث لاندې نیول شوی دی.
2.1.6. ناروغي او بیا جوړیدل
د ناروغۍ په واسطه اخته کیدل کولای شي چې د نایتروجن او ځانګړو منرالونو او ویټامینونو د ضایع کیدو اندازه لوړه کړي. دا په دې مانا ده چې د ناروغۍ او بیا جوړیدو په جریان کې د انرژي، پروتینو او نوره مغذي موادو د مصرف کیدو اندازه هم لوړیږي.
2.2. د مغذي موادو د اخیستلو منبع Reference Nutrient Intakes (RNI)
RNIs د غذايي موادو د اړتیا وړ اندازې اخیستلو لپاره د یو معیار په ډول کارول کیږي او د ملي او نړیوالو کمیټو د ماهرینو په واسطه د کلینیکي، ساري ناروغیو او تجربوي ارقامو په پام کې نیولو سره ارزول کیږي. د فزیالوژیکي اړتیاوو لپاره د انرژي او د غذا د نورو عناصرو اندازې د (FAO/WHO/UNU, 1985) په راپورونو کې ورته اشاره شوي ده.
2.2.1. د انرژي لپاره د مغذي موادو د اخیستلو منبع (RNIfor Energy)
د انرژي لپاره RNI د مربوطه ډلې خلکو لپاره د انرژي د منځني اندازې معلومولو په خاطر کارول کیږي. د انرژي لپاره RNI د جنسیت او د عمر په لحاظ په پام کې نیول کیږي.
کولای شو چې د انرژي اخیستل د Kcals او یا Kjs سره اندازه کړو. یوه 1 Kcal. انرژي د 4.2 Kjs معادل ده. په دې څیړنه کې Kcal. واحد د انرژي د اندازه کولو لپاره کارول شوي دی.
د غذايي موادو د انرژي د تولید اندازه د هغوی په جوړښت پورې اړه لري. د کاربوهایدریتواو پروټینو یو ګرام 4 Kcal انرژي تولیدوي، په داسې حال کې چې د شحمیاتو یو ګرام 9 Kcal انرژي تولیدوي.
په 1986 م کال کې په اټکلي ډول د انرژي د متوسطې اړتیا موندل Estimated Average Requirement for Energy (EAR) د FAO له لوري پشنهاد شو. د استازو یوې ډلې دEAR موندلولپاره د BMR او فزیکي فعالیتونو (Physical activity) چې په PALسره يې وښودلو استفاده وکړه او لاندې فورمول ته يې انکشاف ورکړو.
EAR او RNI چې د انرژي اخیستلو لپاره یو شان ته دي، د محاسبه کولو لپاره يې تحلیل کوونکي ته په کار ده چې د مربوطه ډلې خلکو اوسط وزن د هغوی د عمر په لحاظ پیدا کړي. د 2.2 جدول کې د Schofield’s equation څخه په ګټه اخیستو سره کولای شو چې مربوطه BMRs محاسبه کړو.
د BMR د محاسبه کولو وروسته د فزیکي فعالیتنو لپاره هم په کار ده چې مناسب ارقام پیدا کړل شي. په نړیواله کچه 1.5 قیمت د متوسط فعالیت لپاره کارول کیږي. په هر صورت د زیات فعالیت لپاره 1.8 قیمت د ښځو او 2.1 قیمت د نارینه لپاره کارول کیږي. دا قیمت نظر د یوې ټولنې خلکو څخه بلې ته توپیر پیدا کوي.
د انرژي د اړتیا محاسبه کولو لپاره د FAO, Manual 40 څخه استفاده شوي ده. د یاد لاسوند د سپارښتنو په اساس د انرژي د اړتیاموندلو لپاره په Excel پروګرام کې یوځانګړی جدول ډیزاین شوي دی، چې په اتوماتیک ډول سره د یو وګړي پر سر د یوې ورځې د انرژي محاسبه تر سره کوي (2.3، جدول). یاد جدول اته کالمونه لري چې په A, B, C, D, E, F, G, H سره ښودل شوي دي. د امیندواری او شیدو ورکولو پر وخت د زیاتې انرژي د مصرف کیدو لپاره هم د 2.3 جدول کې ځای ورکړل شوی دی. د عمر په اساس د نفوس اندازې ته په B ستون کې ځای ورکړل شوی دی. د عمر په اساس د بدن د وزن ارقام په C ستون کې لیکل کیږي. له دې وروسته د D ستون د محاسبه کولو لپاره د 2.2 جدول څخه ګټه پورته کیږي. د D ستون د ارقامو په پیدا کولو سره کولای شو چې د G او H ستونونه هم محاسبه کړو. د هر وګړي پر سر د انرژي متوسطه اندازه د H د ستون مجموعه د B ستون پر مجموعه د تقسیم د حاصل څخه عبارت ده.
د یو نفر پر سر د انرژۍ اړتیا د H ستون مجموعه
د B ستون مجموعه
- 3. شننه
3.1. د خوړو مصرف
د انرژي د اړتیا د محاسبه کولو څخه وروسته، د افغانستان د مرکزي احصايي د 2010 م کال د نفوسو د معلوماتو څخه په ګټه پورته کولو سره دا معلومه شوه چې په افغانستان کې د یو نفر په سر باندې د یوې ورځې د انرژي اړتیا 2124 Kcal ده. د انرژي دا معلومه شوي اندازه زمونږ سره په افغانستان کې د غذايي موادو د مصرف د اندازې او په عمومي ډول سره د خوړو په خوندیتوب کې په ملي کچه مرسته کوي. د خوړو د مصرف اندازې ټاکلو لپاره محتلفې لارې چارې شتون لري. د بیلګې په ډول د غذايي موادو د بیلانس پاڼو کارول، کورنی په سطحه د خوړو د مصرف سروې او یا په انفرادي ډول د غذايي رژیم سروې ګانو تر سره کول شامل دي. د غذايي موادو د بیلانس پاڼي په یوه ټاکلي موده کې د یو هیواد لپاره دخوړو د عرضه کولو په برخه کې د پوهیدنې وړ بڼه انځوروي. په دغه څیړنه کې د غذايي موادو د مصرف اندازې معلومولو لپاره د2005 څخه تر2010 م کال هغه بیلانس پاني څخه کټه پورته شوي ده چې د FAO په واسطه ترتیب شوي دي.
د ERS, 2011 کال په څیړنیز راپور کې دا جوته شوي ده چې په افغانستان کې د انرژي د مجموعي اندازې څخه يې 80 % سلنه یوازې د غلودانو، غوړو او شحمیاتو څخه لاسته راځي. د غلودانو د ټولې انرژي اندازې څخه يې د 54 % سلنه په شاوخوا کې یوازې د غنمو څخه تمویلیږي (شکل 3.1).
د 2009 م کال د غذايي موادو د بیلانس پاڼي له مخې چې د FAO له لوري چمتو شوي ده، ښايي چې د یو نفر پر سر باندې د یوې ورځې په موده کې د خوړو د مصرف څخه غلې دانې 1577 Kcal/person/day کیلو کالوري انرژي 41.1 g/person/day ګرامه پروټین او 5.5 g/person/day ګرامه شحم پوره کوي. په همدې ترتیب سره د غلودانو څخه په دوهم قدم کې شیدې 96 Kcal/person/day کیلو کالوري. شکرې او نور خواږه مواد 83 Kcal/person/day کیلو کالوري، نباتي غوړ 58 Kcal/person/day کیلو کالوري او میوه جات 11 Kcal/person/day کیلو کالوري انرژي د یوې ورځې په موده کې د یو نفر لپاره برابروي. د 2005 م څخه تر 2010 م کال پورې د FAO په واسطه د غذايي موادو د بیلانس پاڼو په اساس د انرژي هغه مجموعي اندازه چې په دې کالونو کې په مصرف رسیدلي ده، په ترتیب سره د یو نفر په سر باندې د یوې ورځې په موده کې عبارت دي له 1948 Kcal، 1965 Kcal، 2040 Kcal، 2038 Kcal، 2080 kcal او 2104 Kcal کیلو کالوري څخه (شکل3.2)
- 2. د خوړو خوندیتوب
د 2011م کال د ERSد څیړنې د راپور له مخې د افغانستان 29 % سلنه وګړي د غذايي موادو اړتیا چې د 2100 کیلو کالوري په شاوخوا کې اټکل شوي ده،نه شي پوره کولای. لکه پورته چې یادونه شوي ده چې د خوړو خوندیتوب هغه وخت شتون لري کله چې ټول خلک، په ټولو وختونو کې، کافي، صحي او مغذي غذا ته په فزیکي او اقتصادي ډول لاسرسئ ولري. په دې څیړنه کې مو ولیدل چې د غذايي موادو بیلانس پاڼو نتایج ښايي چې د یوې خوا د خوړو د مصرف اندازه د اړتیا له اندازې څخه کمه ده او د بلې خوا څخه د افغانستان ټولوګړي په کافي اندازه سره د ژوند په ټولو وختونو کې خوړو ته یو شان ته لاسرسی نه لري او یا دا چې د اقتصادي پلوه ټول یو شان ته نه دي. دا په هغه وخت کې امکان لري چې ټول وګړي په عین وخت کې خوړو ته هم د اقتصادي پلوه او هم د شته امکاناتو له پلوه مثلاً مارکیټ ته یو شان ته لاسرسی ولري. په ډیری ولایتونو کې د اقتصادي اړخه علاوه، خلک مارکیټ ته لاسرسی نه لري، چې دا ډول حالتونو هم په خپل وار سره ستونزه رامنځ ته کړي ده.
کرنه د افغانستان د ملي اقتصاد لویه برخه تشکیلوي، غنم، وریجې، جوار، اوربشې، سبزيجات او میوې د هیواد د عمده تولیداتو له جملې څخه شمیرل کیږي . په کلي ډول سره ویلای شو چې د70 % سلنه په شاوخوا ځمکه کې غنم کرل کیږي او15 % سلنه وریجو، اوربشو او جوارو ته ځانګړی کیږي.
اوږدمهاله جګړې او سیاسي بې ثباتي، کمزوري زیربناوې او سخت جیوګرافیکي جوړښت، هیواد طبعي او اقتصادي ناورینونو سره مخ کړی. په 2007 او 2008 کلونو کې هغه وخت چې په نړیواله کچه کې د خوړو قیمتونه لوړ شول ، په هیواد کې په ناڅاپي ډول د خوړو مهمو اقلامو او د ځینو نورو اجناسو نرخونه لوړ شول. له هغه کورنیو چې د عوایدو لویه برخه یې په خوړو مصرفوله، لوړو نرخونو یې د رانیولو ځواک کم کړ.غریبې کورنۍ یې په ځانګړي ډول اغیزمنې کړې (http://www.tolafghan.com/posts/28646).
یاد شوي لاملونه ددې سبب شوي دي چې د خوړو د خوندیتوب په برخه کې د افغانستان د حکومت وړتیا کمه او د خوراکي توکو د توضیع او د خوړو د عرضې سیستمونه په ښه شکل اداره کړي.د هیواد د ننه د کورنۍ په کچه او ملي کچه د خوړو نه خوندیتوب، خوړو ته د هیوادوالو ناکافي لاسرسی بلل شوی. ددې نه لاسرسي عمده لاملونه ضعیف اقتصادي خالت او د مارکیټ څخه لیرې والی ښودل شوي دی. له دې سره سره، په هیواد کې د خوړو نه خوندیتوب د ځیني صحي فکتورونو ، امراضو او داسې نورو څخه سرچینه اخلي. ځکه نو خوړو ته لاسرسئ باید په لویه کچه د هیواد د خوړو د نه خوندیتوب لامل او د خوړو شتون او د خوړو څخه کمه ګټه اخیستنه په هیواد کې د خوړو د نه خوندیتوب نور دوه لاملونه دي (http://www.tolafghan.com/posts/28646).
- 4. پایله
په دې څیړنه کې دا معلومه شوه چې په افغانستان کې د یو نفر پر سر باندې د یوې ورځې په موده کې 2124Kcal/person/dayکیلو کالوري انرژي ته اړتیا ده. ددې تر څنګ د 2011م کال پورې د انرژي د مصرف اندازه د اړتیا له اندازې څخه کمه ده. ومو لیدل چې د انرژي د مجموعي مصرف څخه 1577 Kcal/person/day کیلو کالوري انرژي یوازې د غلودانو څخه برابریږي، چې دا په راتلونکي کې کیدای شي چې افغان اولس د ایرلنډ هیواد غوندې چې د کچالو د بلاسټ (Potato blast) (Bartoletti, 2005) ناروغی پر وجه د 1845-1850م کالونو پورې د اوږدې مودې قخطی سره مخ شوي وو، مخ شي.
که څه هم دا جوته شوه چې په هیواد کې په اوسط ډول د خوړو د مصرف اندازه په 2010 م کال کې د خوړو د اړتیا له اندازې سره نیږدې شوي ده، ولې بیا هم د خوړو د خوندیتوب د څلورو عمده شحاصونو پر بنا چې عبارت دي له خوړو ته لاسرسی، په کافي اندازه د خوړو شته والی، ګټه اخیستنه او ثبات څخه، ویلای شو چې د افغانستان د ډیری ولایتونو اوسیدونکي خصوصاً هغه چې په کلیو او بانډو کې اوسیږي، د یوې خوا خوړو ته په کافي اندازه لاسرسی اوګټه ترې نه شي پورته کولای او د بلې خوا په هر وخت کې چې ورته اړتیا لیدل کیږي، خواړه په ټولو سیمو کې شته والی او باثباته حالت نه لري. همدا وجه ده چې د افغانستان 29 % سلنه وګړي په کافي اندازه د خوړو د خوندیتوب څخه محروم دي.
- References
Bartoletti, S. C. (2005). Black potatoes: The story of the great Irish famine, 1845-1850. Houghton Mifflin Harcourt, 1-15.
D’Souza, A. (2011). Rising food prices and declining food security: evidence from Afghanistan. Amber Waves, 28-33.
D’Souza, A., &Jolliffe, D. (2012). Rising food prices and coping strategies: household-level evidence from Afghanistan. Journal of Development Studies,48(2), 282-299.
FAO (1996) Declaration on world food security. World Food Summit, FAO, Rome, 1-4.
FAO/WHO/UNU Committee. (1985). Energy and protein requirements.Geneva: World Health Organization, 11-31.
Flatt, J. P. (1988). Importance of nutrient balance in body weight regulation.Diabetes/metabolism reviews, 4(6), 571-581.
Godfray, H. C. J., Beddington, J. R., Crute, I. R., Haddad, L., Lawrence, D., Muir, J. F., … &Toulmin, C. (2010). Food security: the challenge of feeding 9 billion people. science, 327(5967), 812-818.
Nagy, K. A. (1987). Field metabolic rate and food requirement scaling in mammals and birds. Ecological monographs, 112-128.
Nord M, Andrews M, Carlson S (2004) Household food security in the United States, 2003. ERS Food Assistance and Nutrition Research Report No. 42, USDA, Washington, DC, 4-38.
Thomson, A. M., & Metz, M. (1999). Implications of economic policy for food security: A training manual. Food & Agriculture Org, 32-58.