تاند- اروپايي اتحادیې په افغانستان کې د لومړنیو روغتیايي خدماتو د ښه کولو لپاره له افغانستان سره ۴۱ ملیون یورو (۴۵ ملیونه او ۴ لکه امریکايي ډالر) مرسته وکړه.
په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې پلاوي نن په یوه اعلامیه کې وویل چې دا مرسته به د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له لوري د افغانانو پر ابتدايي روغتیا او تغذیې ولګېږي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د دغه پروګرام هدف په مجموع کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړول دي څو دا وزارت افغانانو ته ښه طبي خدمات وړاندې کړای شي.
دا پروګرام به په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو پر روغتیا او د روغتیايي مرکزونو پر ساتنې او پالنې تمرکز وکړي.
په تېرو ۱۴ کلونو کې د نړیوالو په مرسته په افغانستان کې په سلګونو نوي روغتونونه جوړ شوي خو لا هم ویل کېږي چې د روغتیايي خدماتو کیفیت کمزوری دی.