فضل الرحمن کټوازی،

په اسټرالیا او کوریا کې  پخوانی افغان ډیپلوماټ

د پیل څو خبرې،

په ډیرو هیوادونو کې چې وگړي یې یو نژاد وي، لکه جاپانیان، بنگله دیشیان، عربان، چینایان، کوریایان او داسې نور، هغو هیوادونو کې همیش د ژبې موضوع حل ده. ټول ولس یوه ژبه لري او د ټولنې چارې (سیاست، اقتصاد، تجارت، امنیت، فرهنگ او نور) په همغه یوه ژبه پر مخ ځي. مگر هغو هیوادونو کې چې بیلابیل قومونه او قبایل او د مختلفو نژادونو وگړي اوسیږي، که عدالت تأمین نه وي، د ژبو په برخه کې ډیرې ستونزې موجودې وي. په ځانگړې توگه د دریمې نړۍ هیوادونو په ملتونو کې. لکه هندوستان، پاکستان، افغانستان، ایران، د منځنۍ آسیا هیوادونه، ترکیه، د افریقا لویې وچې د هیوادونو ملتونه او نور. په اروپایي هیوادونو کې هم د ملتونو بیلابیل نژادونه له مختلفو ژبو سره ژوند کوي، خو هغو هیوادونو، ټولو ژبو ته یو شان کار کړی دی او د ژبو په اړه هلته ستونزه حل ده، د بیلگې په توگه په سویزرلنډ (سویس) کې څلور ژبې (فرانسوي، جرمني، ایټالیايي، رومانشي) رسمي ژبې دي. همدارنگه په کاناډا کې دوه ژبې (فرانسوي او انگلیسي) رسمي او دفتري ژبې دي. په پاکستان او هندوستان کې دوه ژبې: اردو/هندي ملې ژبې دي، انگلیسي یې دفتري او رسمي ژبه ده. په ایران کې بیلابیل قومونه اوسيږي لکه اذریان (ترکان)، فارسان، کردان، عربان، ترکمنان، بلوڅان، لوران، یهودیان او ارمنان. خو د هغوی د ژبو اذري (ترکي)، کردي،عربي، هیبریو لپاره آزادي نشته او د ایرانۍ فارسي ژبې زده کړه په ټول ولس جبري ده.

په همدې توگه، په ټولو اروپایي هیوادونو او لویدیځ کې د کډوالو د منل کیدو، تابعیت د اسنادو د ترلاسه کولو، اوسیدو او کارکولو لپاره؛ لومړی او تر ټولو مهم شرط د هغه هیواد د ژبې زده کړه ده. له دې پرته، کډوال او اوسیدونکي یې له پورتنیو ټولو امتیازاتو او سهولتونو څخه بې برخې کیږي. په دې توگه د نیشنلیزم د تیورۍ یا نظریې هغه لومړنی اصل چې ژبه گڼل کیږي، نن په ټوله نړۍ کې منل شوې، اساسي او معتبره موضوع شمیرل کیږي.

فارسي ژبه او سیمه،

د تاریخ مطالعې ته په کتو، تخمیناً، د نن څخه زر کاله مخکې، هغه مهال چې تر ډیلي پورې د فارس د امپراتوري واکمني وه، په دې ټوله سیمه کې فارسي ژبه پرمختللې، معتبره او د دفتري ژبه وه. کله چې د هند د لویې وچې د نیولو او لاندې کولو لپاره د انگلیسانو او فرانسویانو د نیواک او ښکیلاک (اشغال/ استعمار) سیالي شروع شوه، نو د دې تر څنگ په هندو ملت کې د خپلې ژبې درنښت او قدر هم را پیدا شو، هندي او اردو ژبې را وټوکیدې او وده یې وکړه او له هندوستان څخه د فارسي ژبې لمن ټوله شوه. انگلیسانو هم همدا غوښتل، ځکه چې ځای یې باید انگلیسي ژبې ته ورپاتې شي، چې همداسې وشول. د پاکستان د جوړیدو څخه مخکې، په دې سیمه کې فارسي ژبه په سترو علمي ادارو او دیني مدرسو کې ځای درلود. اعلامه اقبال د پاکستان ملي شاعر په فارسي ژبه غوره او عالي آثار لیکلي دي. د پاکستان له جوړیدو سره سم، اردو او انگلیسي د فارسي ژبې ځای ونیوه، او فارسي ژبې له دې هیواد څخه هم په مکمل ډول کډه وکړه. د فارس د امپراتورۍ د واکمنۍ په مهال د منځنۍ آسیا په هیوادونو لکه تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او د ترکیې تر ځینو برخو پورې، فارسي ژبه استعمالیدله. د تزار روسیې د لښکرو د یرغلونو او د دغو سیمو (د منځنۍ آسیا د اوسنیو خپلواک شویو هیوادونو) لاندې کولو وروسته، هلته روسي ژبې د فارسي ژبې لمن ورټوله کړه. که څه هم چې اوس وخت تاجکستان کې په فارسي/تاجکي ژبې خبرې کیږي، خو د لیکلو او دفتر ژبه روسي ده. په دې توگه فارسي ژبه یوازې تر ایران او په یو څه لهجوي توپیر دری ژبه تر افغانستان پورې محدوده شوه.

په افغانستان کې د پښتو او دري ژبو استعمال،

پښتانه/افغانان چې د آریایانو د یوه ستر ټبر په توگه له پنځه زره کالونو راهیسې په دې خاوره کې ژوند کوي، ژبه یې د تاریخ په بیلابیلو پړاوونو کې ډیرې لوړې ژورې لیدلي دي. په لسمه میلادي پیړۍ کې یعنې له نن څخه تقریباً زر کاله مخکې د امیر کروړ سوري، (له ما اتل نسته) تر نامه لاندې ویاړنه (زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نسته/ په هندو سندو پر تخار او پر کابل نسته)، څخه روښانه ښکاري چې؛ پښتو ژبه له پیړیو راهیسې د دې سیمې د وگړو تر منځ د استعمال/کارولو او دود ژبه وه. همدارنگه په هندوستان کې د فارس د امپراطورۍ د واکمنۍ پر مهال؛ سیاسي، پوځي او فرهنگي اته سوه ۸۰۰ کلن قدرت د پښتنو د څلورو سترو قبیلو (لودیانو، غوریانو، سوریانو او غزنویانو) په لاسونو کې و. په دې اته پیړیو کې په هند کې په پښتو ژبه شعر او شاعري او لیکوالي شوې ده، چې د هند په موزیمونو کې یې بیلابیلې نمونې او بیلگې موجودې دي. په را وروسته وختونو کې پښتو ژبې لا وده وکړه او د خوشحال خان بابا، رحمن بابا او پیر روښان شاعریو او لیکوالیو، پښتو ژبهلا پسې بډایه او پرمختللې کړه. په پښتو ژبې کې د شعر او لیکوالۍ لړۍ د خوشحال بابا ټولې اولادې تعقیب کړه. د لوی افغانستان د هوتکیانو/میرویس خان هوتک (۱۷۰۹-۱۷۱۵) او بیا درانیانو/ لوی احمدشاه بابا (۱۷۷۲-۱۷۴۷) د واکمنیو پر مهال د فارسي ژبې تر څنگ، پښتو ژبه هم د دربار او پوځیانو تر منځ د خبرو ژبه وه. لوی احمد شاه بابا په پښتو ژبه شاعري او لیکوالي کړې او غوره آثار لري، چې په تاریخ کې یې دا شعر: (د ډهلي تخت هیرومه چې را یاد شي، زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه)، ډیر مشهور دی.

د ټولنپیژندونکو په وینا: “هر څومره چې په یوه ولس کې سیاسي او ټولنیز شعور لوړیږي،په همغه اندازه یې د خپل تاریخ او ژبې په اړه احساس را ژوندی او پیاوړی کیږي”. کله چې میرویس خان هوتک (میرویس نیکه) د خپل ولس د خپلواکۍ لپاره د ایراني یرغلگرو سره په مبارزې لاس پورې کړ، د اوسني افغانستان د بنسټ فکر را منځ ته شو. او بیا وروسته احمدخان ابدالي (لوی احمدشاه بابا) د میرویس نیکه فکر ته ریښتیني بڼه ورکړه. له همدغو دوو دورو څخه را وروسته، په پښتنو کې د خپل تاریخ او ژبې د را ژوندي کیدو او پیاوړتیا فکر هم را وټوکیده او وده یې وکړه. د امیرشیرعلي خان (۱۸۶۳-۱۸۶۶) د واکمنۍ په مهال د اردو د پوځي ټرمینالوژي بنسټ کيښودل شو.په کوزې پښتونخوا کې د پاچاخان (خان عبدالغفارخان) خدایي خدمتگارانو خوځښت/تحریک د انگریزانو سره د مبارزو، ولس ته د خدمت منډو ترړو او هلو ځلو په برکت، پښتون ولس او پښتو ژبې ته زښت زیات کار وشو. د شهید غازي نادرخان او د مرحوم محمد ظاهرخان (د ملت بابا) د واکمنیو پر مهال پښتو ژبې ته د کار او پرمختگ ښه زمینه مساعد شوه، او د هیواد ټولو سترو ادارو ته په پښتو ژبه ملي ټرمینالوژي جوړه او وټاکل شوه.

د ملي اردو، پولیسو، عدلي او قضايي، علومو اکاډمۍ او لوړو زده کړو په برخه کې رتبې او علمي درجې په پښتو ژبه ترتیب او مشخصې شوې. پښتو ژبه په بانک نوټونو کې را څرگنده شوه. د محمد ظاهرخان، محمد داوودخان او د شهید ډاکټر نجیب الله تر دورې پورې او اوس، ملي سرودونه په پښتو ژبه غوره او ترتیب شول. اوسمهال د پوهنې وزارت په ټولو نصابونو کې پښتو ژبه ځای لري، د لوړو زده کړو په وزارت کې د ټولو هغو سیمو لپاره چې د پښتو ژبې ویوونکي دي، په پښتو ژبې د لوړو زده کړو نصاب شتون لري. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو او نورو نړیوالو مؤسسو په ټولو ادارو کې د انگلیسي ژبې تر څنگ، اسناد په پښتو او دري ژبو یو شان ترتیب او ژباړل کیږي. خو د دې ټولو هڅو او کوښښونو په شمول، پښتو ژبې ته څومره کار چې باید شوی وای، نه دې شوی او لا هم پښتو ژبه په بشپړ ډول د ادارې او دفتر ژبه نه ده جوړه شوې.

ځانگړې یادونه، پایله او پای،

پښتون ولس په دې هیوادونو؛ شل ۲۰ میلیون وگړي په افغانستان، دیرش ۳۰ میلیون په کوزه پښتونخوا، دوولس ۱۲ میلیون په هندوستان او پاتې درې ۳ میلیون وگړي په عربي، اروپايي، د امریکې متحده آیالاتو، کاناډا او آسټرالیا هیوادونو کې اوسیږي. نو په دې توگه ویلای شوو چې پښتو ژبه د پنځه شپیته ۶۵میلیوني یوه ستر، غیور، مبارز او تاریخي ملت ژبه ده. که څه هم په هغه شان چې په کار وه او ده، پښتو ژبې ته خدمت نه دی شوی. په افغانستان کې لاهم پښتو په بشپړ ډول د دفتر او ادارې ژبه نه ده، لا هم د کابل په ټولو لیسو، ښوونځیو او پوهنتونونو کې پښتو ژبه نه ده دود شوې. په دولتي ادارو کې پښتو ژبه یوازې د لوحو او ژباړې ژبه ده. په ټلویزیونونو او چاپي خپرونو کې د پښتو ژبې برخه خورا کمه ده.په تیرو دورو کې د یوه منلي شوي تأمل او اصل پر بنسټ، پښتو ژبه د دولتي ادارو د مکتوبونو د سرلیک/عنوان لومړۍ ژبه وه او پاتې متن په دری ژبه تر سره کیده، اوس په ځینو ادارو کې د افغان دښمنه کړیو او ډلو له خوا هلې ځلې روانې دي چې د پښتو ژبې دا ځای هم بدلون ومومي.

په هرصورت، افغانستان د ټولو افغانانو گډ کور دی، د دې لپاره چې په دې گډ کور کې ملي وحدت ټینگ شي، په هیواد کې میشت وروڼه قومونه او لږه کي په مینه او سوله کې سره ژوند وکړي، او هیواد مو د پرمختگ لورې ته روان شي، په کار ده چې د ولسونو تر منځ عدالت را منځ ته او هغه پیاوړی شي. د عدالت د ټینگیدو په برخه کې؛ تر ټولو غوره لاره دا ده چې د اساسي قانون د حکم سره سم، دواړو ژبو ته یو ډول کار وشي، او په ټولو دولتي ملکي او پوځي ادارو کې دواړه ژبې یو ډول استعمال شي. دولتي مأمورین په ځانگړې توگه لوړپوړي چارواکي (د ولسمشر مرستیالان، وزیران، معینان، سفیران، د ادارو ویاندویان، والیان، رئیسان او مدیران) ټول باید په دواړو ژبو مسلط وي. هم پرې خبرې وکړای شي او هم پرې ولیکلی شي. همدارنگه د ا، ۲، ۳ بستونو ته کاندید مأمورینو لپاره پر دواړو ژبو باندې پوهیدل- اساسي او اصولي شرط وگڼل شي. همدا موضوع د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په قانون کې ور زیاته شي. په ادارو او دفترونو کې هم باید دواړو ژبو ته یو شان خدمت وشي او مکتوبي وشمیرل شي. د هیواد د اساسي قانون ۱۶ماده په جدیت سره مراعات او پلې کړای شي، د سرغړاوي په صورت کې باید سرغړوونکو ته؛ هیواد، ملي گټو او ملي ارزښتونو سره د خیانت په نوم جزا ورکړل شي.

هو! په افغانستان کې د جگړې لاملونه او سببونه نور هم ډیر دي، خو د مهمو عواملو له جملې څخه یو دا هم دی چې د اکثریت ژبې ته پام، توجه او کار نه دی شوی،او دا ستره بې عدالتي او د پښتو ژبې سره ظلم، د دې لامل گرځیدلی دی چې په هیواد کې د میشتو ولسونو تر منځ موجوده فاصله ورځ تر بلې پسې ډیره شي. پښتو ژبې ته خدمت باید تر ټولو مخکې د ارگ ماڼۍ او د چارو ادارې د لوی ریاست څخه پیل شي. په پای کې ټینگار کوم چې د نړۍ هرې قبیلې، هر قوم، او هر ولس ته خپله ژبه خوږه، درنه او محترمه ده. دا موضوع او احساس طبیعتاً یو نورمال اصل او خاصیت دی. په دې توگه؛ یو ځل بیا تکراروم چې د افغانستان د اساسي قانون د حکم سره سم؛ په هیواد کې دواړو رسمي او ملي ژبو (پښتو/دری) ته باید یو شان کار وشي او د تحصیل او دفتر ژبې وگرځول شي. په دې هیله چې تاریخي او ښکلی افغانستان له جگړو او بې وزلۍ خلاص او په یوه سوله ییزه او پرمختللي هیوادواوړي او په هغه کې د میشتو وروڼو قومونو او ولسونو حقونه اعاده او ورکړل شي.

One thought on “په افغانستان کې د ملي او رسمي ژبو د استعمال څرنگوالی”
  1. Salamoonnah,

    Wror Kattawaziey sahb dder shi sha-lied aw per Milli & Resmi jbahtoob t`akidy likanah karry dah.

    1 misal yi ze pa Beljim ki verkawly shim: Delta ham rasmi 3 jabee(1.Vlamaiee”Nederlanddy=Hollandy”+2. Fransevi , aw 3. Deuits ya Germany) shtun lary.

    Ka 1 tsok ghwarri devlat mamur shi bayed Hollanddy aw Fransevi yi dwarreh zda vi. Germany yi jnub-sharq ki 1-2 laka aqlyet lipara resmi kirry.
    Mager os-os la 4mh jaba English(Internationelle) ham dderiy maniey aw khabiry pre kawi.

    Devlat, Milli shura, d Kultuur+Pohany+A`ali Tahsilato etc.. arrwande idaree bayed d Pashto-Dari a.d.n jabo ter meynz Mor-meyree chalandoonah wrik krri aw d Kattawazi sab xabera Esasiey-Qanun tatbiq krri. Pa dranawiy.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *