سید شاه ګل ویاړ

سیدشاه ګل ویاړ –

د افغانستان د اساسي قانون د درې څلوېښتمې ۴۳ مادې مطابق تعلیم د ټولو افغان اتباعو حق دی چې په وړیا توګه د لیسانس تر کچې د دولت له لورې سرته رسیږي. دولت مکلف دی چې په هیواد کې د متوازن معارف د تعمیم لپاره پروګرامونه تهیه او عملي کړي او همدارنګه دولت باید د هر ډول تبعیض او توپیر پرته په ټول هیواد کې د متوازن معارف د پلی کولو لپاره عملي اقدام وکړي.

د اساسي قانون ۴۴ ماده د نجونو تعلیم ته ځانګړي شوی ده. د دې مادې مطابق دولت اړ دی چې د توازن د ایجاد په موخه د نجونو د ښوونې او روزنې په برخه کې اغیزمن ښوونیز پروګرامونه طرح او تطبیق کړي. همدارنګه دولت په نړیواله کچه هم ځینې معاهدې لاسلیک کړي دي، د هغې له مخې هم دولت دنده لري چې د هیواد د ټولو ماشومانو(نجونو او هلکانو) لپاره د تعلیم زمینې برابرې کړي.

که څه هم په دې وروستیو کالونو کې د تېر په نسبت د نجونو د تعلیم په برخه کې د لیدلو وړ پرمختګونه را منځ ته شويدي؛ خو بیا هم ځینې چلنجونه او ستونزې لا تر اوسه شتون لري چې د هغې له امله نجونې د تعلیم له نعمت څخه بې برخې دي.

دا چې هغه ستونزې او خنډونه کوم دي، لاندې پرې بحث او خبرې کوو.

امنیتي وضعیت:

په افغانستان کې خرابه امنیتي وضع د دې لامل شویده چې د نجونو د تعلیم په برخه کې يې بیلا بیل خنډونه په بیلابیلو شکلونو ایجاد کړیدي. بد امني د نجونو د تعلیم په برخه کې تر ټول غټه ستونزه ده. د افغانستا په ډیرۍ سیمو کې مسلح وسله وال ګروپونه چې د افغانستان د ښوونې او روزنې سره دښمني لري، د نجونو د تعلیم مخه نیسي او هغوی ته بیلابیل خنډونه په مختلفو بڼو ایجادوي. دوی نجونې نه پریږدي چې خپلې زده کړې وکړي. د هغوی په مخونو تیزاب ور شیند، هغوی ته په خوراکي توکو یا اوبو کې مسموموونکي مواد اچوي، هغوی د کاز پواسطه مسموموي، وهي يې، ښکنځي يې او باالاخره وژني يې؛ نو ځکه ډیرۍ کورنۍ د بد امنۍ له وجې دې ته نه حاضریږي چې خپلې خویندې او لوڼه ښوونځیو ته ولیږي.

د امنیتي خنډونو بله بڼه د اجتماعي امنیت ستونزه ده. اکثره ښوونځي د نجونو د شمولیت لپاره لازم امکانات نلري؛ لکه د ودانیو نه شتون، د حفاظتي دیوالونو نه شتون، جلا ټولګي او نور… چې دا ستونزه د هیواد په لرې او وروسته پاتې سیمو کې ډیره لیدل کیږي. نو پدې اساس اکثره کورنۍ دې ته زړه نه ښه کوي چې خپلې نجونې داسې ښوونځیو ته ولیږي چې جلا ټولګي، حفاظتي دیوالونه او ودانۍ ونلري.

د امنیتي خنډونو بل ډول داسې دی چې په هیواد کې مو د قانون تطبیق ډیر کمزوری ده. ډیر زورواکي له قانون څخه سرغړونه کوي او قانون په خپله نفع څرخوي، چې دا زورواکي په ځینو مواردو کې نجونو ته آزار او اذیت ورکوي، چې د دې په لیدو سره نورې کورنۍ د دوی له ویرې نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع کوي.

او همدارنګه د ځینو کم تربیه ځوانانو له خوا په لارو او کوڅو کې د نجونو زورول هم د هغو د تعلیم په برخه کې یوبل مشکل او ستونزه ده.

جغرافیوي وضعیت:

دا چې افغانستان یو غرنۍ هیواد دی او ډیرۍ کورونه يې یو له بله په لرې فاصلو کې پراته دي؛ نو پدې اساس ښوونځي له کلیو څخه په زیاته فاصله کې موقعیت لري او نجونې مجبورې دي چې دا فاصلې ووهي  تر څو ښوونځي ته ورسیږي. نو کله چې نجونې تر ښوونځیو پورې دا اوږدې فاصلې طی کوي، ډیری وختونه د بیلا بیلو امنیتي او فرهنګي ګواښونو سره مخامخ کیږي، چې په پایله کې ښوونځی او زده کړې ترې پاتې کیږي.

اقتصادي وضعیت:

افغانستان یو غریب هیواد دی چې وګړي يې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې هم نشي پوره کولای. کوم براورد چې د NRVA له لورې په ۱۳۹۱ کال کې صورت نیولی، په ډاګه کوي چې د یوه کس کلني عاید ۶۴۰ امریکايي ډالره دي. مانا دا چې دلته اکثره وګړي د فقر د کرښې لاندې ژوند تیروي او ماشومان که هغه نجوني دي یا هلکان مجبور دي چې د کور لپاره حلاله نفقه پیدا کړي او کار وکړي. فقر د دې سبب کیږي چې کورنۍ د خپلو ماشومانو د ښوونځي د مصارفو څخه عاجزې پاتې شي او بالاخره ماشومان يې له ښوونځي او زده کړو څخه محروم شي.

دیني او فرهنګي وضعیت یا د اسلام مقدس دین د احکامو او فرهنګي قواعدو څخه نا سمه انګیرنه:

دا چې افغانستان یو اسلامي هیواد دی او کابو ۹۹ سلنه وګړي يې مسلمان دي. له بده مرغه دلته منبر او جومات د داسې کسانو په لاس کې دي چې یا خپله له دین او اسلامي احکامو سم خبر نه لري او یا د داسې مُلایانو په لاس کې دی چې زموږ د خاورې د پرمختګ د دښمنانو جاسوسي شبکو ته کار کوي. لومړی ډله يې دیني احکام او فقهي اصول په کلیشه اي شکل خلکو ته په ناسمه توګه تفسیروي، مخاطبین هم د خپلې کمې پوهې له وجې په پټو سترګو د منبر د مُلا د دیني احکامو او فقهي اصولو ناسم تعبیر او تفسیر مني، چې دا کار زموږ په ټولنه کې زیات شمېر بدبختۍ زیږوي او زیږولی يې دي. ښه مثال يې د منبر د اکثریت کم پوهه مُلایانو له خوا د نجونو د تعلیم حرام بلل دي. دوی په کلیشه اي شکل له پخوانیو ورپاتې خبرې په جوماتونو کې خلکو اوروي چې ګویا د نجونو تعلیم حرام دی؛ ځکه چې پدې توګه د ښځو (ستر) ماتیږي او خدای مه کړه له دې لارې بیا اخلاقي فساد خوریږي چې دا زموږ د دین خلاف او کفري عمل دی. دویمه ډله علمأ چې اکثریت يې په دیني مدارسو کې مېشت دي او تر ډیره د نورو د ګټو لپاره کار کوي، پدې باور دي چې نجونې باید له کوره د باندې د تعلیم په موخه ونه وزي او وايي چې که نجونې تعلیم کوي نو په کور د ننه دې يې وکړي، چې دا خبره امکان نلري؛ ځکه دلته اکثریت کورنۍ یا نالوستي دي او یا کم لوستي دي. دوی خلکو ته د قرآن آیاتونه او احادیث  غلط تفسیروي او فتواوې ورکوي چې که نجونې له کوره بهر د زده کړو په موخه ولیدل شوې؛ نو په هره طریقه چې وي مخنیوی يې وکړئ. دوی وايي چې دا یو کفري عمل دی په اسلام کې ښځه باید پرته د شدید ضروت د کور څخه د باندې لاړه نشي. دا په داسې حال کې ده چې د اسلام مقدس دین په نر او ښځه تعلیم فرض کړیدی، نه يې دي ویلي چې نر دې تعلیم وکړي او ښځه دې تعلیم نه کوي، نر دې ډاکتر شي ښځه دې ډاکتري نه لولي؛ بلکې د اسلامي ارشاداتو له مخې ښځه هم باید تعلیم وکړي تر څو د اسلامي احکامو او فقهي مسایلوڅخه خبراوي ولري، د اسلام په رڼا کې ټولنیز او انساني ژوند کول زده کړي، د اسلام په چوکاټ کې خپل او د نورو حقوق وپيژني او باالاخره د ټولنې په یوه ګټور موجود بدله شي.

له بلې خوا موږ په خپله ټولنه کې د اسلامي او افغاني اصولو د حفظ او ساتلو ته اړتیا لرو. دا کار هغه وخت شونی ده چې موږ ښځینه ډاکترانې ولرو، موږ ښځینه ښوونکي ولرو، موږ په تذکرو او پاسپورټونو ادارو کې ښځینه کارکوونکي ولرو. پرته له دې به زموږ ښځینه ناروغې د نارینه ډاکتر پواسطه معاینه کیږي، زموږ ښځو او نجونو ته به تذکره پاسپورټ نارینه جوړوي، په همدې توګه په هره اداره کې چې زموږ د ښځینه وو کار بنديږي د نارینه وو پواسطه به خلاصیږي او پدې توګه موږ په غیر شعوري يا شعوري توګه خپلې پښې په خپله په تبر وهو، اسلامي او افغاني اصول تر پښو لاندې کوو.

بله خبره دا چې د افغانستان یوه دودیزه ټولنه ده او محدودوونکی فرهنګ لري، په لري پرتو سیمو کې، چې اکثره خلک يې بې سواده دي په ځنیو غلطو او پخوانیو دودونو باور لري او د هغوی افکار يې  ور محدود کړيدي او هلته زموږ فرهنګي قوانینو او قواعدو زموږ د نجونو په برخه کې ډیر زیات محدودیتونه وضع کړيدي. دا فرهنګي محدودیتونه په لومړي سر کې له فقهي او اخلاقي فرمانونو او احکامو څخه له کومو چې غلط برداشت کیږي سرچینه اخلي. په پایله کې د هغه مروجې مشهورې مقولې له مخې چې: “ښځه یا د کور ده یا د ګور”  زموږ ښځې د کور د څلورو دیوالونو په منځ د جهل او نا پوهۍ شپې ورځې تیروي. پدې توګه دوی نشي کولای چې په ټولنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي، نشي کولای چې زده کړې وکړي او حتی له کوره بهر ووزي، دوی مجبورې دي چې د سړیو څخه په مطلق ډول اطاعت وکړي. نو ځکه وایو چې په افغانستان کې د ښځو سره تعصب او ظلم کیږي، هغوی نه پرېښودل کیږي چې په ټولنیزه فعالیتونو او د خیر په کارونو کې خپله ونډه ثابته کړي. دا هغه تحمیل شوي محدودیتونه دي چې زموږ په نجونو او ښځو د محدودوونکو دودونو په اساس وضع شویدي. حتی تر دې چې ښوونه او روزنه هم چې د ټولنیز حضور یوه برخه ده او په عین حال کې په ټولنیزو برخو کې د نجونو د شتون لپاره سهولتونه رامنځته کوي په زیاترو کورنیو کې په ابتدايي او ثانوي ښوونه او رزونه پورې محدوده کړیده.

د ښځینه ښوونکو کمښت:

یوه بله ستونزه چې زموږ د هیواد نجونې د زده کړو په برخه کې ور سره مخ دي او په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د مخالفانو لپاره یو تقویه کوونکی عامل هم دی هغه د ښځینه ښوونکو نه شتون دی. له دې وجې هم ډیری کورنۍ خپلې نجونې ښوونځیو ته نه پریږدي او نجونې خپله هم د ځینو فرهنګي او دیني اصولو له مخې نه حاضریږي چې نارینه ښوونکو ته د زده کړو په موخه کیني، په ځانګړي توګه کله چې ثانوي یا لیسې دورې ته رسیږي، نو دلته د ښځینه ښوونکو د نه شتون په اساس نارینه ښوونکو ته د زده کړو په موخه نه ورځي او په پای کې مجبوریږي چې ښوونځی پریږدي. دا ستونزه په لرو پرتو سیمو کې بیخي ډیره ده.

پایله:

په پایله کې ویلای شو چې د نجونو د تعلیم د مخنیوي لاملونه تر ډیره زموږ له ناپوهۍ سرچینه اخلي. که موږ د خپلو دیني احکامو او فقهي مسایلو خبراوی ولرو؛ نو موږ به هیڅکله د منبر د یوه ناپوه مُلا چې یوازې د قرآن څو آیاتونه يې حفظ کړي وي په غلطو خبرو غلط نشو او موږ به هیڅکله د هغه پردي مزدور مُلا په فتوا خپلې خویندې لوڼه له تعلیم څخه منع نه کړو، چې د نورو په اشاره زموږ د تعلیم دښمني کوي. دا موږ یو چې په نا اګاهانه توګه د خپل دښمن پروژې دلته تطبیقوو. که چيرې زمو د پوهې کچه لوړه وای؛ نو موږ به هیڅکله پخوانیو ناوړه رواجونو ته تسلیم نه وای کوم چې موږ ته وايي:        ” د نجونو تعلیم بې غیرتي ده؛ خو نارینه ډاکتر ته دخپلې خور، لور او ښځې ور وستل بې غیرتي نه ده (!) “

وړاندیزونه:

  • د روښان فکره دیني علماوو له لارې د عامه پوهاوی وشي او د خلکو تیاره ذهنونه دې د نجونو د تعلیم په برخه کې روښانه شي.
  • په ټولیزه توګه د افغانانو د پوهې د سطحه دې لوړه شي، په ځانګړي توګه د نجونو  او یا هلکانو د تعلیم په برخه کې د دیني او فقهي مسایل سم تفسیر شي.
  • د ښځینه معلمانو استخدامول په ځانګړي توګه په لرې پرتو سیمو کې.
  • د هغو ښځینه معلمینو لپاره چې د ښارونو څخه لرې پرتو سیمو ته استول کیږي تشویقي معاش دې ورته تخصیص شي او هغوی ته د اوسیدو لپاره په پرامنه سیمه کې کورونه ورکړل شي.
  • په هر لحاظ دې د نجونو ښوونځي تجهیز شي او د هغې څخه د کلک امنیتي تدابیر ونیول شي.
  • د لارو په اوږدو کې همدا رنګه په داخل د ښوونځي کې دې د نجونو امنیت تأمین شي.
  • په لرې پرتو سیمو کې د الحاقیې او څانګې جوړې شي.
  • د غریبو نجونو لپاره دې  ځینې غذایي مواد او قرطاسیې ورکړل شي.
  • په کلیو کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ په موخه دې کلیوالي شوراوې را منځته شي.
  • د کم تجربه ښځینه معلمانو لپاره دې د ظرفیت لوړلو پروګرامونه برابر شي.

درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *