د افغانستان د نشه يي توکو د عايد کابو ۹۵ سلنه ګټه د نړيوالې مافيا جيب ته ځي، يوازې پنځه سلنه يې د افغان سوداګرو او کروندګرو جيبونو، چې ایله يو سلنه کېږي لوېږي، چې له دې پيسو د روانې جګړې يوه برخه هم غځېدلې ده.
د تېر دوولس کلن بهير په ترڅ کې افغانستان د نشه يي توکو د توليد او قاچاق له اړخه د نړۍ په هېوادونوکې پېژندل شوی هېواد دی، نو له همدې امله د ټولې نړۍ د نيوکو کرځېدلی دی او تل د نړیوالو نيوکې دا وي، چې ولې د نشه يي توکو د توليداتو مخه نه نيسي.
دا چې اوس افغانستان ددې پديدې تر ټولو ستر او نامتو توليدوونکی هېواد ګڼل کېږي، افغان حکومت او اولس په دې تورن دي، نو د نړيوالې مافيا له لاسه د افغانستان حيثيت تر ګردو ډېر زيانمن شوی دی. همدا لامل دی، چې افغانان هر وخت پردي تورونه په اوږو وړي.
د نړيوالې ټولنې له لوري په تېرو دوولسو کلونو کې ميلياردونه ډالر ولګول شول، يوازې د امريکا له لوري په دې برخه کې له ۲۰۰۲ کال را پدېخوا اووه ميليارده ډالره مرسته شوې ده، خو لاهم له هڅو او لګښتونو سره په دې ونه توانېدل، چې مخه يې ونيسي، بلکې تولیدات يې د تېر په پرتله زيات شوی دی، چې ارادې نه وي نو داسې خو به کېږي.
افغانستان ته تر ټولو ډېرې پيسې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې او همدا ډول د ښځو د حقونو د خوندي کولو د پروژو لپاره راغلې، خو ددې يوه هم پر ځای ونه لګېده، اوس هم له افغانستان نه په پراخه اندازه نشه يي توکي بهر ته په نړيوالو الوتکو کې انتقالېږي او کال تر بل يې د هغو ځمکو اندازه ډېريږي، چې نشه يي توکي پرې کرل کېږي.
د ورکړل شوو راپورونو له مخې امريکا او انګلستان د هغو مرسته کوونکو په ډله کې راځي، چې د نشه يي توکو د توليد د مخنیوي او له دې چارې سره د مبارزې په برخه کې يې له افغانستان سره خورا ډېرې مرستې کړې دي. خو د ملګروملتونو د نشه يي توکو سره د مبارزې د برخې د ۲۰۱۲کال په راپور کې راغلي، چې د ترياکو او خشخاشو په کر کې د تېر کال په پرتله يو ستر توپير ليدل کېږي. په ورته وخت کې دا شمېرې په ۲۰۱۳ کال کې تر هغه هم لوړې شوې دي، يانې کال تر بل مخ په لوړ روانې دي.
په افغانستان کې د نشه يي توکو د توليد دغه لوړې کچې په ريښتيا هم ددې توکي په نړيوالو بازارونو کې په نرخونو خورا اغېر کړی دی.
دا مهال د افغانستان سويلي ولايت هلمند يو له هغو ولايتونو او سیمو شمېرل کېږي، چې په تېرو ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کالونو کې د نورو ولايتونو په پرتله تر ګردو ډېر ترياک پکې توليد شوي دي، خو په ټوله کې خبره دا ده، چې د افغانستان نا امنه ولايتونه او سيمې د هغو ولايتونو او سیمو په پرتله نشه يي توکي ډېر توليدوي، چې په هغه کې امن دی او د دولت له لوري ورته پام کېږي.
د افغانستان په ډېرو سيمو کې د نشه يي توکو بازارونه شته او په ازادانه توګه د ورځې په نرخ ترې نشه يي توکي ايستل کېږي، ښه بېلګه يې، د ننګرهار په اچين کې د حيدرخېلو شډل بازار دی، چې ۶۰ هټۍ د وسلو او نشه يي توکو کاربار کوي او همدا ډول د هلمند په بغران او نورو سيمې دي، چې په ازادانه توګه ترې ايستل کېږي او د توليد لابراتوارونه لري.
د ملګرو ملتونو له لوري د نشه يي توکو په تړاو خپرې شوې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۱۱ زيږديز کال کې په نړۍ کې ۷۰۰۰ټنه ترياک توليد شوي، خو دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۰ کال کې دا توليدات کم وو.
په ۲۰۱۲ زيږديز کال کې د افغانستان د توليد شوو ترياکو کچه ۶۱سلنه لوړه شوې او ۵۸۰۰ ټنه ترياک يې توليد کړي، حال دا چې په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان د ترياکو توليدات ۳۶۰۰ ټنه وو.
سږ د افغانستان په ۲۰۹۰۰۰ هکټاره ځمکه نشه يي توکي کرل شوي دي، چې په ۲۰۱۲ کال کې دغه اندازه ۱۵۴۰۰۰ هکټاره وه، چې ۳۶ سلنه لوړوالی ښيي. ددې څه کښت او توليد هله ډېريږي، چې په نړيوالو مارکېټونو کې يې تقاضا ډېره شي.
په افغانستان کې د نشه يي توکو کر او توليد کومه وړه خبره نه ده، دا مسله د نړۍ په کچه اساسه او د حل يوه داسې پلان ته اړتيا لري، چې له دې هېواد څخه د نشه يي توکو د نړيوالې مافيا لاسونه لنډ کړي او په يوه بديل يې فکر وشي، خو تر هرڅه وړاندې ددې ستونزې جرړې ایستل په کار دي. په افغانستان کې ددې څه کاروبار په نړيوالو اړتياوو او بازارونو پورې کلک نښتی دی.
اوس چې ويل کېږي، وسله وال طالبان له دې درکه خپله جګړه تمويلوي، نو د طالبانو تر شا يوه بله ستره کلته هم شته، چې دا څه ور انتقالېږي او دغه ګټه خوري، دا مسئله د طالبانو تر سويې خورا لوړه ښکاري، خو کېدای شي، يوه برخه يې وي.
د سي ای اې يا د امريکا څارګرو هغو ځواکونو کلنۍ بودجه د کانګرس او پارلمان له لوري نه پاس کېږي، چې په نورو هېوادونو کې فعاليت کوي، نو دغه ځواکونه اړ دي، چې په هغو هېوادونو کې خپل لګښتونه له يو شمېر نورو لارو نه تر لاسه کړي. دوی به تور کاروبار کوي او پيسې به ګټي، چې په دې برخه کې ورته کوم ممانعت نشته.
په افغانستان کې هم د سي ای اې پرېمانه سرتېري فعاليت کوي، چې دوی هم په دغه ډول کړنو کې لاس لري او له همدې لارې خپل ځانونه تمويلوي.
د افغانستان د نشه يي توکو د سوداګرۍ کلنی ارزښت ۷۰ ميليارد ډالرو ته رسېږي، چې ۹۵سلنه ګټه او عايدات يې د نړيولو مافيا يي سوداګرو جيبونو ته ځي. نو که اوس د تېرو ۱۲کلونو عايداتو ته فکر وکړو، چې نړيوالې مافیا له دې لارې تر لاسه کړي۸۴۰ ميليارده امريکايي ډالره کېږي، چې ددې زياتې اندازې پيسو تلل د نړيوالو مافيايي جيبونو ته خپله دا پوښتنه را پيدا کوونکې ده، چې ولې د افغانستان هغه اداره چې د نړيوالو په ځانګړې توګه د امريکا او برېتانیا په مرسته خپلې کړنې تر سره کوي له مرستو سره سره بيا هم نه ده توانېدلې، چې ددې څه مخه ونيسي، نه دا چې مخه یې نشی نيولای بلکې نوره وده يې هم کړې ده.
اوس اصلی خبره دا ده، چې د نشه يي توکو د تولید، کښت او قاچاق اصلي کونجي له نړيوالې مافیا سره ده، نه له افغان ولس او بزګرانو سره، که چېرې دې مسئلې په افغان بزګران او اولس پورې اړه لرلای، نو نن به افغان اولس د نړيوالې ټولنې فقر او ګدايۍ ته نه وو ناست او په تېرو ۱۲کلونو کې به يې جیبونو ته د نشه يي توکو له درکه راغلي ۸۴۰ ميليارده ډالر تللي وو.
نن ورځ په افغانستان کې يوه کيلو وچ ترياک د ۲۵۰ او ۳۰۰ ډالرو ترمنځ سودا کېږي، خو په ورته وخت کې په لوديځ کې هر ګرام خالص ترياک په ۲۵۰ امريکايي ډالره سودا کيږي.
دغه نشه يي توکي، چې اصلي بازارونه يې اروپا او ټوله کې لوديځ او روسيه دي د ګاونډيو هېوادنو او منځنې اسيا له لارې ور انتقالېږي. د نړيوالو قاچاق وړونکو لپاره د ايران او پاکستان سرحدونه او د منځنۍ اسيا په ځانګړې توګه قرغزستان ددې لپاره لاره اواره کړې، چې په افغانستان کې توليد شوي ترياک اروپا او روسیې ته وباسي.
له بله اړخه په کال کې له افغانستان څخه ۳۷۰ ټنه هیرویین بهرنيو بازارونو ته وځي، چې دا څه په اسيا او اروپا کې ښه بازارونه لري، چې له څلورو برخو توليد شویو هيرويينو څخه درې هغه يې د بالکان بحيرې له لارې اروپا ته قاچاق کېږي او يوه برخه يې د منځنۍ اسیا له لارې روسيې ته قاچاق کېږي. خو د ۱۵ او ۲۰ ميتريک ټنو تر منځ هیرويين چين ته هم قاچاقيږي.
په ۲۰۱۱ کال کې څه باندې ۱۶۰ ټنه په افغانستان کې توليد شوي هيرويين د پاکستان څخه ايران، سوريې، ترکيې او بيا اروپا ته قاچاق شوي دي. په ورته وخت کې ۱۱۵ ټنه هيرويين د ايران له لارې ترکيې او بيا لوديځې اروپا ته رسېدلي دي.
کورني او بهرني قاچاق وړونکي د تاجکستان، ترکمنستان ازبکستان او قرغزستان له لارې نشه يي توکي روسيې ته اړوي، چې په ۲۰۱۲ کال کې تر ۹۰ ټنو زيات نشه يي توکي له افغانستان څخه روسيې ته قاچاق شوي او په ټوله کې ۹۰ سلنه نشه يي توکي له افغانستان نه ور لېږدول کيږي.
د روسيې هڅې دا دي، چې خپلې پولې کلکې کړي، ځکه چې اوس پوهېږي په دې کې د نړيوالې مافيا لاس اوچت دی او په لوړه کچه دا چاره ترسره کېږي، نه د افغانستان په کچه.
اوس پکار ده، چې په هر قمت کېږي، د نړيوالې دې تورې سوداګرۍ مخه ونيول شي او د افغانستان له لمنې هغه تور داغ پاک شي، چې تر ننه يې په نړۍ کې په بد نوم مشهور کړی دی.