تاند- هندوستان ټایمز ورځپاڼه وايي چې په افغانستان کې د مېشتو هندوانو او سیکانو ژوند دومره خراب دی چې لوی اکثریت یې مجبوره شوی چې خپل هیواد پرېږدي.

د دې هندۍ ورځپاڼې له لیکنې سره سم لا هم په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو ماشومان ځورول کېږي او یا هم وهل کېږي.

هندوستان ټایمز د افغانستان د هندوانو او سیکانو د شورا د ريیس اوتار سینګ څرګندونې رااخیستي، چې وايي، د ځینو اندېښنو په خاطر حاضردمه په افغانستان کې تر پنځه سوه لږې کورنۍ اوسي او نور له خپل هیواده، چې له څه باندې پنځو پېړیو هلته اوسېدلي، وتلي دي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې له پنځلسمې میلادي پېړۍ د ګرونانک له مهاجرت سره افغانستان ته د هندوانو او سیکانو تګ پیل شو.

1ورځپاڼه زیاتوي، تر نوي یمې میلادي لسیزې مخکې په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو شاوخوا پنځوس زره کورنۍ اوسېدې خو اوس د دوی شمېر تر پنځه سوه کورنیو لږ دی او هغه هم له راز راز ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.

0 thoughts on “په افغانستان کې د هندوانو او سیکانو له ۵۰ زره کورنیو ۵ سوه پاتې دي”
  1. سلامونه!افغانستان سپین رخت ده او هر سوک لاسونه پری پاکوی،دغه سیکان او هندوان چی کوم افغانان وه اکثریت یی خارج ته ولارل بلکه دراپورونو له مخی ددغو سیکانو او هندوانو خپلوان به له هند سخه راغلل او په افغانستان کی به یی تذکره او افغانی پاسپورت جورکرل یا به راسن له افغنستانه خارج ته ولارل او یا به هند ته ولارل او دملگروملتونو دفتر ته دلیژکیو په نامه حاضر شول اوله یو سه انتظار نه وروسته به په اسانی دخپلی خوشی هیواد ته ولارل.
    لکه پارسیبانان به دلیژکیو په نامه تلل حال داچی تر اوسه 80فیصده دولتی اختیارات له دوی سره دی خو مه ظلم کولو زان مظلوم معرفی کوی…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *