د محمد منظور ناصري لیکنه –
ښاغلی ناصري د ترکیې د قره دنیز تخنیکي پوهنتون د ډوکټورا څیړونکی دی.
افغانستان د آسیا په زړه کې پروت، یو غرنی هیواد دی. د افغانستان د غرونو اساسي سلسله د هندوکش غرونه دي. دا غرونه د جیولوجیکي پیدایښت له نظره د ودې په حالت کې دي او د ځوانو غرونو په جمله کې شمېرل کیږي. نو له همدې کبله په افغانستان کې زیاتي زلزلې کېږي. زلزله په اصطلاح کې د ځمکي حرکت ته وایي؛ دغه حرکت چي کله زیات شي نو د کورونو، سرکونو، پلونو، جوماتونو او حتی د ښارونو د له منځه تګ او د طبیعي آفت (ناورین) سبب کیږي.
زلزلې پر څلور ډوله وېشل کیږي.
د ځمکی لیتوسفیر له څو بیلو بیلو طبقو څخه جوړه سوې، دا هغه طبقه ده چي انسانان پرې ګرځي او د استوګني ځایونه پرې جوړوي. کله چي د ځمکي لاندي د انرژۍ د زیاتوالي له کبله نوموړې طبقې حرکت وکړي، نو دغه حرکت د ځمکي مخ ته په مختلفو شکلونو رارسیږي او د ورانۍ لامل ګرځي؛ دغه حرکت ته تکتونیکي زلزله ویل کیږي. د افغانستان تقریباً ټولې زلزلې تکتونیکي دي. د ځمکي لاندي چي کله انرژي منځ ته راځي، نو دغه ځای ته د زلزلې مرکز ویل کیږي. د ځمکي پر مخ د نوموړي مرکز نقطې ته، د زلزلې د سطحی مرکز ویل کیږي. د زلزلې مرکز څومره چي د ځمکی مخ ته نژدې وي نو هغومره ویجاړونکی وي.
په پرمختللي نړۍ کي چي کله یوه ودانۍ جوړيږي، له جوړیدو مخکي د ودانۍ د خاورې میخانکي ټسټونه کیږي او وروسته یې پروژه ډیزاین او محاسبه کیږي. د دغه ډیزاین او محاسباتو لپاره هر هیواد خپل معیارونه او نورمونه لري چي د هغه هیواد د هرې منطقې طبیعي خواصو ته په کتو سره برابر کړل شوي وي. په دغه ډیزاین کې د زلزلې، باد، واورې ثابته او محرکه قواوو په مقابل کې د ودانۍ مقاومت محاسبه کیږي. د ودانۍ د مقاومت له محاسبې څخه بیا د ستنو، دېوالونو او بیمونو اندازې او د موادو ډول معلومیږي. وروسته چي کله ټول د ډیزاین او محاسبې پړاونه پای ته ورسيږي، نو بیا د ودانولو اجازه د مربوطه ادارو له خوا ورکول کیږي چي د جوړښت پر مهال یې هم ټول کار د مربوطه ادارو تر نظارت لاندي وي.
له ۲۰۰۱ کال راهیسي له نېکه مرغه په افغانستان او په ځانګړي ډول په کابل ښار کې ډېر په سرعت سره آبادي روانه ده او لوړ پوړي ودانۍ د ښار په هر ګوټ کې تر سترګو کيږي. خو له بده مرغه د دغو ودانیو ډيری يې نه کومه پروژه لري او نه یې هم کوم ډیزاین او محاسبه سوې ده. د نوموړو ودانیو پروژې له تخنیکي لحاظه سمي نه کنتروليږي، سم مواد پکي نه کارول کیږي او د جوړښت پر مهال هم ښه مسلکي او تخنیکي څارنه ترې نه کیږي.
هغه ساختماني مواد چي له بهره افغانستان ته را واردیږي د کیفیت کنټرول میکانیزم بیخي پکي موجود نه دی. هغه ګاډر او پولاد چي په ودانیو کي استعمالیږي باید د کشش د قوې مقاومت یې اندازه شي ( Strength eTensil ) او بیا په ودانیو کي يې د استعمال اجازه ورکړل سي. دا کار داسي نه چي یوازي د یوې نموني لپاره وسي، بلکه د هرې ودانۍ د جوړولو پر مهال باید عملي سي او مخصوصاً د لوړ پوړو ودانیو د جوړولو پر مهال په جدي ډول وکارول سي. کانکریټ باید په باچ پلانټ (Plants atchB ) کي تیار سي او په هر پړاو کي یي مقاومت (Strength ompressiveC) اندازه شي. په نورو پرمختللو هيوادونو کي د کنټرول کارونه بیلې مشاوري کمپنۍ چي مسلکي او تخنیکي پرسونل لري، تر سره کوي.
یوه بله ډېره مهمه مسله دا ده چي په افغانستان کي تقریباً په ټولو ودانیو کي ډکي پخې خښتي کارول کیږي، چي دا خښتي په نوره نړۍ کي له دوه منزله نه په جګو ودانیو کښي د استعمالولو اجازه نلري. ځکه چي دا خښتي ډیري درندې دي او د دوی پر ځای تشي (خالیګاه لرونکي) سپکي پخې خښتي استعمالیږي.
ډکې پخې خښتې درې اساسي خطرونه او ستونزي لرلای سي، چي په لاندي ډول دي:
۱- ډکې پخې خښتې کومي چي په افغانستان کي، په ودانیو کي استعمالیږي ډېر وزن لري او د ودانۍ د وزن زیاتېدو لامل
ګرځي، چي د زلزلې پر مهال د ودانیو د نړېدو یا زیانمن کېدو سبب کیږي. څومره چي یوه ودانۍ درنه وي، نو د زلزلې
د پېښېدو په مهال هغومره ډېره قوه پرې واردیږي.
۲- د تودوخي د عایق له پلوه، ډکې پخې خښتي د خالیګاه لرونکو سپکو خښتو په تناسب هم ډیرې کمزوري دي. ځکه په يوه ډکه پخه خښته کښي د تودوخي د انتقال ضریب نسبت هوا ته ډېر زیاد وي.
یعني باندنۍ ګرمي او یخني په آسانه توګه د ودانۍ دننه ته انتقالولای سي.
۳- د غږ انتقال هم په ډکو خښتو کي ډېر وي، چي د ودانۍ څخه بهر غږ ډېر په اساني د ودانۍ دننه ته انتقالولای سي.
په دې لنډو وختونو کي په افغانستان کښي د څو ځواکمنو زلزلو د را منځ ته کېدو په ترڅ کښي یو شمېر ودانۍ زیانمني شوې، درزونه يې وکړل او ښاریانو ته یي خورا اندېښنې پیدا کړلې. په ځانګړې توګه، کله چي هیوادوال د لوړ پورو ودانیو درزونه، چي د زلزلو په سبب را منځ ته شوي دي، ویني. نو د ودانۍ د چپه کېدو وېره ور سره پیدا کیږي.
پرمختللې نړۍ کښي د ودانۍ جوړولو معیارونه د زلزلو په مقابل کښي د دریو اساسي فلسفو په اساس برابر شوي دي:
۱- د کمزورو زلزلو د رامنځ ته کېدو پر مهال ودانۍ باید هیڅ زیانمنې نسي. کمزوری زلزلی هغو زلزلو ته وایی چی شدت یی د رشتر ۵ درجو څخه ټیټ وی.
۲- د منځ زورو (متوسطه) زلزلو د پېښېدو پر وخت ودانۍ د بیرته رغول کېدو په اندازه زیانمني کېدای سي چي فرعي دېوالونو کښي د درزونو را منځ ته کېدو امکان وي. د ودانیو ستنو او اساسي دېوالونو ته کوم زیان نه رسیږي. متوسطه زلزلی شدت له ۵څخه تر ۷ درجو د ریشتر وی.
۳- په ځواکمنو زلزلو کښي وداني که ویجاړه هم سي خو د انسانانو ژوند باید وژغورل سي. دا پدي مانا چي وداني داسي و نه نړیږي چي د اوسېدونکو د تیښتي امکان له منځه ولاړ سي. کله چی د زلزلی شدت له ۷ درجو د ریشتر څخه لوړ وی نو د ځواکمنو زلزلو په ډله کښی راځی.
دا درې اصله ددې لپاره دي چي کله یوه ودانۍ ډیزاین کیږي، نو د کلکوالي په څنګ کښي باید د ودانۍ اقتصادي اړخ هم په نظر کښي ونیول سي.
د زلزلې پر مهال په ودانیو کښي ډول ډول درزونه منځ ته راځي. دا درزونه د ودانۍ د څه ډول زیانمن کېدو په اړه مالومات را کولای شي. کله چي په ودانیو کښي د زلزلې نه وروسته د کړکیو او دروازو، د برېښنا ساکتونو او سوچونو شا او خوا او د دودکښ بغلونو کښي درزونه پيدا شي، نو دا لومړنۍ درجه خساره بلل کیږي چي د زیاتي اندېښنې وړ نده. خو کله چي په دېوالو کښي غټ درزونه پیدا شي، پلسترونه توی سي، کاشي خښتي را وغورځي، نو په دې حالت کښي زیانمن سوي دېوالونو او ځایونه باید اساسي ورغول سي. کله چي له ځواکمني زلزلي وروسته په
ودانۍ کښي د ځینو دېوالونو خښتي راوغورځیږي، په ستنو او بیمونو کښي درزونه منځ ته راسي، نو دا درزونه د اندېښنې وړ دي او اساسي رغونه یې باید وسي.
په دې وختو کښي، د نوي کابل پروژې د شروع کېدو په درشل کښي یو. هیله مند یم چي دې ټکو ته مربوطي ادارې جدي توجه وکړي. له صلاح کارو مو دا هیله ده چي پدې اړه قانوني مراحل طی کړي او د بې کیفیته ودانیو له جوړولو څخه مخنیوی وکړي. د انجینرانو منځ کښي یو اصطلاح ده چي وایي «د یو ډاکتر ناغېړي د یوه نفر د مرګ سبب ګرځي، خو د یو انجینر بې باکي کولای سي چي د سلګونو کسانو د ژوند په بیه تمامه سي.»
په دې هیله چي باکیفیته او پر قانوني معیارونو برابري ودانۍ ولرو او خدای مکړه د کوم ناورین سره مخامخ نسو.
la de mohemo malomato sekha mo Deera manena (Dr.Mohammad Manzoor Nasery) saheb
کور مو ودان انجنر صيب محترم
زيار مو ويستى ٶ انجنر صيب کور مو ودان