په افغانستان کې تازه د ولسواکی نظام د پلي کیدو په حال کې دی چې لا هم تر تجربې لاندې دی. د طالبانو رژیم د راپرزولو وروسته د ولسواکی د نظام ټکادارانو لومړی موحه همدا وه چې ولسواکي ته به په افغانستان کې عملي جامه وراغوندي تر څو وکولای شي خپلو موحو ته په اسانه لار پیدا کړي. ځکه دا حلک د ولسواکی نظام په راوستو کې تر نورو ډیره تجربه لري چې کولای شي هر دولت او هره ټولنه په اسانه تر خپل نفوذ لاندې راولي.

د لیسانس دورې لومړی کال مې وو چې د آی، ار، سي نړیوالې موسسې له لورې د ملي پیوستون پروګرام خلکو ته ورپیژندل کیدو، زمونږ د کلي مشرانو هم سره پرې دعوه وه ; چا به ویل دا رایه څه شی وي، چا به ویل د غربي نظام راوستل دي، ملا امامانو او مولوي صاحبانوته دې حیر وي; دوی به ویل چې په خپله خوښه د یو چا ټاکل د اسلام له لارې جایز دي او غوره کار دی. څه به مو سره پرې در خوږوم خلاصه ده چې په هر کلي کې شوراګانې جوړې شوې او د هرې شورا مشر، معاون او خرانه دار د خلکو د رایو په تر لاسه کولو سره وټاګل شول. شپې او ورځې تیریدې او د میلي پیوستون پروګرام د پلي کیدو چارې هم په بریالی توګه په ټول افعانسان کې روانې وې. هلته بل لور ته د جمهور رییس حامد کرزي د مشروعیت لپاره د ډکتر اشرف غني احمدزي  په واسطه طرحه شوي لویه جرګه راوغوښتل شوه او د افغانستان د جمهور رییس په ټوګه ولس  په پټو سترګو قبول کړو.

اوس هغه وخت رارسیدلی دی چې ولس په ټول افغانستان کې د ټولټاکنو د پروسې سره بلد ښکاریدل، دا وو چې د هیواد په تاریح کې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۳ کال کې ټولټاکنې تر سره شوې چې حامد کرزی د افغانستان د منتحب ولس مشر په ډول وټاکل شو. د ټولټاکنود دوهمې دورې لپاره چې په ۱۳۸۸ کال کې تر سره شوې جمهور رییس حامد کرزی د دوهم ځل لپاره ولس مشر وټاکل شو. زه له پوهنتون څخه فارغ شوم په افغانستان کې مې په محتلفو ادارو کې دنده هم تر سره کړه. هغه تیره ورځ مې د نړیوال بانک په ریفرینسونو کې ولیدل چې د میلي پیوستون پروګرام اصلي طرحه کوونکی ډاکتر اشرف غني اخمدزی دی. حیران پاتې شوم چې هر مثبت ګام چې په افغانستان کې تر سره شوی دی، ښاغلی ډاکتر اشرف غني يې تر شاه لاس لري.

زه چې اوسنی ټولټاکنې، او د ښاغلي کرزي له لوري د یو مشحص کاندید څخه ملاتړ ګورم حیران، پاتې شم چې ایا دا ممکنه ده چې  په افغانستان کې د ولسواکی د نظام طرحه کوونکي ته ماتي ورکړې؟ او که د واکمنو قوندانانو، والیانو او وکیل صاحبانو په مرسته د رای پاڼو صندقونه تح ته هم کړي، فکر کوم چې د ولسواکی نظام به د حطر سره مواجه شي. چې په دې کار سره به نړیواله ټولنه او نور متحدین ټول د افغانستان څخه لاس په سر شي او حالي د جنګ لوبعالی به خپل منځي جنګونو ته پاتې شي. ولسمشر په دا تیر دور کې ډیر ښه کارونه هم تر سره کړي دي، ولې د هغه مداحله چې ټول ولس پرې تبصرې کوي په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده او دا ثابتوي چې نوموړی یو ځان غوښتونکی او غیر عادل ولس مشر دی. زما هیله له ټولو هیوادوالو څخه دا ده چې لږ راپورته شی، اواز اوچت کړی او کنه هسې هم که ډاکتر صیب اشرف غني يې ونه ګټي افغانستان به د خاورو سره خاورې شي او یو ځل بیا به په خپلو منځونو کې سره وژنو. خو اخیر تر کومه؟

اوریدل کیږي چې د ټاکنو خپلواک کمیسون به د هغه رایو ډیری برخه چې شکایتونه پرې ثبت شوي دي باطلې اعلان کړي. اوس دې موضوع ته چې په پام سره وکتل شي، ډیری شکایتونه سره د مستندو اسنادو پرډاکتر زلمي رسول باندې درج شوي دي. مانا دا چې د ټاکنو د شکايتونو د اوريدو کميسون له لوري د رسول د رایو باطل اعلانول به په حقیقت کې د ډاکتر صیب اشرف غني د سمو رایو باطلول وي.

په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *