لاهور خان منګل

په افغانستان کې د روسي ځواکونو له تیري څخه راوروسته د افغانستان ګاونډ پاکستان او همدارنګه هندوستان د نورې نړۍ ترڅنګ د خپل نفوذ د ساتلو لپاره له هرې ممکنې لارې څخه کار اخیستی دی. دواړو هېوادونو  هڅه کړې ده چې  په افغانستان کې حالات په خپله ګټه راوڅرخوي. هر ځواک د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره د هرډول ازموینې څخه کار واخېست.  په دې بهیر کې په افغانستان کې په جګړه کې د ښکېلو غاړو دواړو (حکومت او مخالفینو) د افغانستان د ملت لپاره د خپلواکۍ، رفاه، ابادۍ، او سوکالۍ شعارونه ورکول او په همدې نوم یې د ملت د احساساتو څخه ګټه واخیستله. دا چې په ښکېلو لورو کې چا د ملت لپاره څومره خدمت وکړ په دې به تاریخ قضاوت کړی.  په تیرو څه باندې دریو لسیزو کې افغانستان هیڅ وخت د اصلي لوبغاړي په توګه رول نه دی ادا کړی بلکې هروخت د وسېلې په توګه ترې کار اخیستل شوی دی. په تیر کې که انګریزان هم ول له موږ یې د وسېلې په توګه کار اخیستی دی. همدارنګه  روسیې هم  له موږ څخه د وسیلې په توګه کار اخیستی.

اوس هم سره له دې چې نړیوال افغانستان ته د ملګرو ملتونو او د بون د پریکړې په اساس راغلي او یو حکومت یې رامینځ ته کړی دی، له موږ څخه بیا هم د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی دی.  په ملت باندې مسلط اشخاص بدبختانه هغه اشخاص دي چې د ژوند ډیره برخه یې له افغانستانه بهر تیره کړې او تر ډیره د بهرنیانو د غوښتنو په اساس کار کوي. هغوی چې د جګړو او ناخوالو په مهال په افغانستان کې پاتې شوي دي هغوی هم سیاسي ګوندونو، شخصي اهدافو، ګاونډیو څارګره ادارو او همدارنګه سیمه ییزو څارګره ادارو  له خوا په مستقیم او یا هم غیر مستقیمه توګه په ملت باندې مسلط شوي دي.  په هرحال راځو دې ته چې په افغانستان کې ګاونډیو او سیمه ییزه هېوادونو څومره نفوذ درلودلای دی او د کومو لارو څخه کار اخلي، په لنډ توګه ورته اشاره کوو.

کله چې د جورج بوش ادارې د سپټمبر له برید وروسته په افغانستان باندې د یرغل پریکړه وکړه نو د جورج بوش ادارې نړۍ ته اخطار ورکړ چې د طالبانو او القاعدې سره په جګړه کې دې یا له دوی او یا دې له القاعده سره ودریږي. په دې جګړه کې نړۍ، طالبانو او همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو ته د پاکستان دریځ ډیر اړین او جالب و ځکه د طالبانو رژیم د متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان څخه پرته یوازې پاکستان اسلامي جمهوریت و چې  دوی یې په رسمیت پیژندل او په افغانستان کې یې ورسره نیغ په نیغه نظامي مرسته کوله.  دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت معاون د پاکستان د وخت پوځي مشر جنرال پرویز مشرف ته د تلیفون په غوږۍ وویل چې  یا باید ؛ له امریکا سره ودریږي او کنه دومره به یې بمبار کړي چې د تورو تیږو زمانې ته به یې بوځې؛ دا چې د پاکستان ملي ګټې له خطر سره مخ شولې نو سمدستي یې د امریکې ټولو غوښتنو ته مثبت  ځواب ووایه. د پاکستان مشران  ډیر ځیرک ول، پوهیدل چې د امریکې  ټولو غوښتنو ته په ځواب کې کیدلای شي چې  معامله وشي نو د طالبانو په وړاندې په اقدام اخستلو کې یې د امریکې سره په ډیر مهارت سره معامله وکړه. داسې ویل کیږي چې د امریکې له خوا د پاکستان سره د افغانستان د حکومت، پوځ او څارګره ادارې په جوړښت( ظرفیت او کمیت) د ظرفیت په محدود ساتلو باندې  ورسره هوکړه شوې ده. پاکستان ته په ټول کې ډاډ ورکړل شو چې نړیوال به داسې کوم حکومت رامینځ ته نه کړي چې  له امله یې د پاکستان ګټو او یا هم  ملي حاکمیت ته زیان او خطر واوړي.

پاکستان په ختیځه پوله کې د هندوستان سره تاریخي ستونزه لري.د پاکستان پوځ او نظامي استخبارات یې په افغانستان کې  ستراتیژیکه اهداف  لري چې له مخې یې په افغانستان کې یا داسې حکومت  چې د پاکستان پلوی وي او یا هم  د نظامي او سیاسي  لاسوهنو په پایله کې داسې حکومت چې پاکستان  ته د پام وړ خطر نه شي اړولای،رامینځ ته کړي په همدې موخه د پاکستان پوځ او نظامي څارګره ادارې یې د افغانستان او د نړۍ سره دوه مخي توب وکړ. دوی طالبانو ته چې په سیمه کې یو ایډیالوژیکه حرکت دی، د هرډول پټې مرستې لاس وغځاوه. د طالبانو پوځي او استخباراتي جوړښت ،  د هغوی لپاره په پاکستان کې پټنځایونه، د هغوی لپاره په پاکستان کې روغتیايي اسانتیاوې په ټوله مانا په ازادانه توګه محیا کړي دي. همدارنګه د طالبانو کورنیو ته هم په پاکستان کې د اوسیدا لپاره ټول  امکانات  ورکړل شوي  دي. کټ مټ لکه څرنګه چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت په وړاندې د مجاهدینو څخه ملاتړ کیده، همدا ډول د د طالبانو او نورو نړیوالو طرهګرو څخه هم هغوی ملاتړ کوي.

موږ ټول پوهیږو چې په دې کچه لوی  پوځي خوځښت/حرکت لپاره نظامي، لوژستیکي، مالي آو سیاسي ملاتړ ته  اړتیا  وي. پاکستانۍ څارګره ادارې په ډیر مهارت سره د طالبانو لپاره د عربي نړۍ، روس، چین، ایران او ّځینې نور هیوادونه چې په افغانستان کې مشترکې ګټې لري، بسپنې راټولوي. د یوې نړیوالې ورځپانې د رپوټ په اساس په افغانستان کې د امریکې د هر  ملیون ډالرو د لګښټ  په وړاندې  پاکستان یوازې د څو زره امریکايي ډالرو په لګښت جګړه په مخ بیایي.  د مالي ملاتړ ور هاخوا پاکستانۍ څارګره اداره  په نړیواله کچه په ډیر مهارت سره د وسلې په نړیوال تور مارکېټ کې د همدې بسپنې پیسو باندې طالبانو او نورو جنګیالیو ته وسلې رانیسي. څو کاله وړاندې  د خوست سره په سرحدي  سیمه کې د امریکې په نظامي چورلکو باندې د پرمخ تللو وسلو ډزې شوې وې . دې پیښې د امریکې پوځ ډیر وارخطا کړ او په پایله کې یې د پاکستان د استخباراتو په وړاندې توند غبرګون وښود. پایله کې ښکار ه شوه چې  وسلې د چین او افغانستان ترمنځ په سرحدي سیمه کې اخستل شوې وې او د ځای د جوړښت په اړه  یې هیڅ راز مالومت نه درلودل. داسې وښودل شوه چې د چین او پاکستان استخباراتو په لوي لاس  مارکیټ ته وړاندې کړې وي ځو دداسې پیښې په مهال موضوع په اورپکو او نړیواله مافیا باندې ور وتپل شي. پاکستان د کرزي د ادارې د لومړۍ کال وروسته تر دې دمه یوازې او یوازې منفي کړنلاره په مخ وړي.  د هرډول وسلوالو مخالفو ډلو ټپلو څخه ملاتړ څرګندوي. د افغانستان حکومت چې نوی شکل غوره کوي دداسې یوه حکومت او استخباراتي ادارې په وړاندې چې پیاوړی نظامي ځواک او په اټومي وسله سمبال دی ، د نړیوالو  د مرستې پرته مبارزه نه شي کولای.

پرته له شکه د افغانستان په وړاندې د پاکستان له خوا د طالب وسلوالو ملاتړ د افغانستان  ددولت په وړاندې بې ساري خنډونه رامینځ ته کړي دي. هغه ډول چې په سوله ییزه چاپیریال کې پرمختګ شونی و، د جګړې  په شتون کې شونی نه دی او بې له شکه موږ یې له پرمختګه شاته غورځولي یو. د افغانستان وسلوال پوځ  او ځواکونو په وړاندې د افغانستان په هر سرحدي ولایت کې جګړې کیږي.  که چیرې هر کمین په اوسط ډول لس نفره  وشمیرو، هر یوه جنګیالي ته یې یو کلاشنکوف چې  لږ ترلږه  زر امریکايي ډالر ارزښت لري،دوه یا دری پیکا وشمیرو چې یوه دانه یې لږ ترلږه  دری زره امریکايي ډالره قیمت لري ، د اوږې څخه ویشتونکی راکټ  دوه دانې حساب کړو هغه هم لږ ترلږه  دری زره ډالره قیمت لري، همدا ډول لوژسټیک، موټر، موټرسایکل او نور لګښتونه تقریبا ټول دیرش زره ډالر یو کمین  لګښت راځي.  که په اوسط ډول د ورځې لس کمینه حساب کړو او پنځه یې ناکام شي یانې په دې مانا چې  د پنځه کمینه ټول وسایل ضبط شي، نو یو نیم لک ډالره دورځې  دا لګښت دی. هغوی چې بریالي کیږي هم ترډیره لګښت لري چې د میاشت او بیا د کال په ملیونه ډالره لګښت کیږي. د هرځل وسلې پلورل، لوژستیک برابرول،دې ټولو جنګیالیو ته د موثرې جګړې لپاره روزنه ورکول  هم کافي امکانات، وخت او ترټولو مهمه سیاسي ملاتړ ته اړتیا ده. په لنډ مهال کې دا ډول فعالیتونه کیدلای شي چې موثر تمام شي ، د خلکو په مینځ کې ویره خواره کړي او د موقت وخت لپاره د افغانستان حکومت ټکنی وساتي  خو د هرځل کمین، ځانمرګي برید، ماین او یا هم د تشدد نور ډولونو په کارولو سره په سلګونه کورنۍ د ویر او خپګان سره مخ کیږي چې دا ویر، خپګان یوازې د قربانیانو په کورنیو  او خپلوانو پورې نه  محدود کیږي.  اوس مهال د انټرنټ  او هرډول رسنیو په پراخ شتون سره  ټول افغانستان او نړیوالو ته رسیږي چې  نوي نسل تر هر چا دمخه د ګاونډ هېواد پاکستان په وړاندې  سخته کرکه راپاریږي.  د هرځل وژنې او بریدونو په پایله کې زموږ د هېوادوال یو د بل سره غمشریکي کوي او د طالبانو او د پاکستان په وړاندې  کرکه لا پسې زیاتیږي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ادارې پر مهال د پاکستان د حکومت  او د پوځ د ظالمانه کړنو په وړاندې څو ځلې  لاریونونه ترسره شول. حتی ولسمشر کرزي په خپله هم په کندهار کې د وینا په مهال پاکستان ته  خپله وروستۍ غوسه او کرکه وښودله. په جنوب کې د پاکستان د پوځي استخباراتو په مټ د وسلوالو مخالفینو په لاس لوی جنایتونه ترسره شول چې د هېواد په شمال کې خلک اړ کړل څو د قربانیانو څخه د ملاتړ  او ددوی ددغه عمل د رټلو لپاره یې لاریونونه  وکړل. افغانستان ته د نړیوالو په راتګ او د حامد کرزي په مشرۍ د ادارې په رامینځ ته کیدا سره په ځینو برخو کې رغنده خدمت ترسره شو.د بېلګې په توګه د مخابراتو په برخه کې په بې ساري توګه چوپړتیاوې وړاندې شوې چې  اوس مهال تقریبا اوولس ملیونه افغانان  ګرځنده تلفونونو ته لاس رسی لري چې ټول افغانستان یې  د تلفونو په کرښه سره ونښلاوه.

دوهمه برخه یې د تعلیم ډګر دی. د افغانستان د لویو ولایتو ترڅنګ  په دوهمه درجه ولایتونو کې هم  ددولتي تعلیمي بنسټونو ترڅنګ په شخصي تعلیمي بنسټونو کې هم پراخه پانګه اچونه وشوه.  یوه بیلګه یې د خوست ولایت را اخستلی شو. د شیخ زاید دولتي پوهنتون تقریبا لس زره محصلین لري. همدا ډول دری شخصي پوهنتونونه فعال دي چې هر یو یې په خپل وار سره په زرګونه محصلین روزي.  ددولتي ښوونځیو ترڅنګه په لسګونه شخصي ښوونځي هم فعالیت ترسره کوي. دا ډول د افغانستان په هر ولایت کې پراخ بدلون راغلی. ددې ترڅنګه د رسنیو په برخه کې هم  په لسګونه  انځوریزه( تلویزیوني) چینلې، چاپي او الکترونیکي رسنۍ هره ورځ خپلې چوپړتیاوې وړاندې کوي. ددې ترڅنګ  د وینا ازادي هم شتون لري.  همدا ډول سیاسي احزاب، مدني ټولنې او نور سیاسي او ټولنیز خوځښتونه هم فعالیت کوي او  د فعالیتونو کیفیت یې ورځ تربلې  ښه کیږي  چې دا ټول پرمختګونه په خپل وار سره د عامه پوهاوي  په رامینځ ته کیدا کې رغنده رول لوبوي.

اوس مهال د رسنو په پراخ فعالیت، د پوهې د کچې په لوړیدا سره  د پاکستان په مرسته د طالبانو او نورو وسلوالو له لوري د هر منفي عمل په ترسره کیدا سره  د خلکو پراخ غبرګون رامینځ ته کیږي. په چاپي رسنیو کې، د انټرنټ په کرښه، ټولنیزه شبکو ویبپاڼو او په انځوریزه شبکو کې د خلکو نظر ته پراخ انعکاس ورکول کیږي. په افغانستان کې د هرې ورځې په تیریدا سره  د پاکستان په وړاندې کرکه او نفرت تربلې هرې ورځې  ډیریږي. د حامد کرزي د ادارې په لومړیو کې د نړیواله او کورنیو بنسټونو له خوا د ترسره شوې سروې په اساس افغانستان ۶۵ سلنه ځوان کاري ځواک لري او یوازې  شپاړس سلنه یې  تعلیم یافته ول. د پوهنې وزارت د رپوټ په اساس په کال ۲۰۲۰ م کې به دا شمېره له ۵۰ سلنې هم لوړه شي.  په اوږد مهال کې پاکستان  په خپل ګاونډ کې  د خپلې ناوړه پالیسۍ پرمخ بیولو له امله کرکه زیږوي او یو داسې نسل رامینځ ته کیږي چې  ترهغې به د یوه په پرتلیز ډول غښتلي حکومت او نظام په چوکاټ کې په اقتصادي، تعلیمي او سیاسي ډګر کې  ترډیره ملي مفکوره  ولري او د پاکستان په وړاندې  نفرت او کرکه به یوه ملي وجیبه ګڼي.

له بلې خوا  هندوستان که څه هم چې زموږ سره  د جفرافیې له لحاظه ګاونډ نه شمېر ل کیږي  د افغانستان تاریخي دوست ګڼل کیږي . داسې هېواد چې په سیمه کې د پاکستان لومړی درجه سیال او تاریخي دوښمن ګټل کیږي. سره له دې چې هندوستان په افغانستان کې  ډیر ی وخت خپله اوږد مهال موخو ته لاره هواروي خو د نفوظ او اغېز د پیدا کولو بڼه یې په کامله توګه د پاکستان هغې سره  توپیر لري.  د هندوستان د مثبتې پالیسي له امله په هېواد کې  عامه اذهان د هغوی  په پلوي ورځ تر بلې  زیاتیږي. ځینې هغه مرستې او کارونه چې هندوستان یې په افغانستان کې ترسره کوي،  په لنډه توګه یادونه کوو.

 د تعلیم  په ډګر کې مرسته:  هر کال  د هندوستان د حکومت له خوا د افغانستان د لوړو زده کړو له وزات سره  په بیلابیلو  برخو کې  په سلګونه وړیا بورسونه مرسته کیږي.  پرته له وړیا بورسونو،  په زرګونه افغان محصلین  په خپل لګښت هندوستان ته د لوړو زده کړو په موخه ځي. افغان محصلینو سره توپیري چلند نه کیږي. هغوی سره دبل هر بهرني په توګه چلند کیږي. د ملکي زده کړیالو ورهاخو  په نظامي برخه کې هم د پوځ او د پولیسو په زرګونه محصلین د زده کړو لپاره ځي او بیا هېواد ته د راستنیږي.  دوه کاله وړاندې د افغان د پوځ یو افسر چې د ماین په یوه پېښه کې یې خپل لاسونه د لاسه ورکړي ول، هندوستان ته د درملنې لپاره د حکومت له خوا ولیږل شو. هلته یې پوره نهه میاشتې انتظار وکړ څو یوه کورنۍ د هندي ډاکټرانو د مرستې په پایله کې  حاضره شوه چې  د خپل وفات شوي پلار لاسونه دې افسر ته وقف کړي. د بې ساري طبي عملیاتو په پایله کې هندي  ډاکټران وتوانیدل چې  دې افغان افسر ته بیا ځلې  نوی ژوند وروبښي. په دې سره دا ټپي شوی افغان وتوانیده چې د نورو عادي انسانانو په توګه  لاسونه ولري او د ژوند کولو هیله ورکړل شوه.  که څه هم په دې کار سره ښايي چې دومره مالي لګښت نه وي شوی خو  پرته ددې افسر د کورنۍ څخه ټولو افغانانو په ټولنیزو شبکو، چاپي او تصویري رسنیو باندې د هندوستان  څخه ددې مرستې مننه کولو او  هندوستان  د افغانانو په زړونو کې یو ځل بیا ځای پيدا کړ.

روغتیايی برخه کې مرسته:

هندوستان ته هرکال  په زرګونه  افغانان د علاج لپاره ځي. د ویزې د اسانتیا ترڅنګ د پاکستان په خلاف د پولیسو له خوا ورسره  ناوړه چلند نه کیږي. پرته له دې د اندراګاندي  یا صحت طفل روغتون چې په کابل کې وموقعیت لري، د هندوستان د حکومت له خوا ورسره ډیره مرسته کیږي.  د کرزي د ادارې په وروستیو کې د هندوستان د حکومت له خوا د وزیر اکبرخان په تپې باندې د افغانستان د ملي بیرغ لپاره د مټې د جوړول لګښت هم  په غاړه واخست چې بیا هم د هندي حکومت له لوري د افغانستان خلکو ته د احترام  یوه بله نمونه وه . د سوداګرۍ په برخه کې هندي حکومت افغانستان ته په هغه صادراتو او وارداتو باندې د هوا له لارې  افغانستان او برعکس هند ته لېږدول کیږي، ګمرکي تعرفه صفر کړه  چې دا په خپل وار سره ددواړه هېوادونو د سوداګریزه اړیکو په پراخولو کې مرسته کوي.  له داې ورهاخوا د هندي حکومت له لوري  د ولسي جرګې د ودانۍ جوړول او بیا د ناریندره مودي له خوا د یوې هراړخیزه  وینا په پایله کې پرانستل شوه چې  بیا یې هم د مثبتو اړیکو د پراخول لپاره عملي اقدام وکړ.

په دې وروستیو کې  په کندهار کې یې  د زراعت په برخه کې  د پوهنتون او همدارنګه د زراعتي اسانتیاوو په جوړول سره یې کندهار  یانو ته د زراعت په  پراختیا کې  هیله ورکړه. دسلما بند چې د مرحوم سردا ر داودخان د حکومت راپدیخواغیر فعال پاتې و، ددې بند په رغولو سره په زرګونو جریبه ځمکه خړوبه او د برښنا په برخه کې کیدلای شي چې ترې ګټه واخستلای شي.همدارنګه په وروستي اقدام کې یې په ننګرهار د دوه سوه ملیونو ډالرو په ارزښت په بیلابیلو برخو کې د مرستې اعلان وکړ. ګڼ شمیر نورې پروژې هم یې تطبیق کړې دي چې  موږ یې منندوی یو. په لویدیځ کلتور کې یوه معقوله ده چې له بد ګاونډي څخه تېښته نه شي کیدلای. افغانان اوس د وروستي تاریخ په څپرکي کې د سختو ورځو او شپو څخه تیریږي. زموږ ګاونډ پاکستان ته پکار ده چې زموږ په وړاندې په خپله کړنلاره کې بدلون راولي. د اوسني نظام وړاندې د پاکستان څخه زموږ واردات څو سوه ملیونه ډالره ته رسیدل چې  په اوسني وخت کې تر اووه ملیارده ډالره هم واوښتل. زموږ په ابادي کې باید خپله ابادي ولټوي او په افغانستان کې د سالم  اقتصادي او سیاسي  رقابت لپاره باید راودانګي.  له یوې خوا وژل کیږو او په ورته وخت کې له موږ  د دوستۍ او  ښه ګاونډیتوب هیله هم کیږي. که همداسې دوام وکړي، پاکستان په لوی لاس  د ډیورنډ کرښه په یوه هندي کرښه بدلوي.   په دې هیله چې ګاونډیان مو  نور د بې وزله ملت د وژلو څخه ډډه  وکړي .

 د یوه غښتلي افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *