له جیوپولټیک اړخه په لرې ختیځ کې د آسیا لویې وچې لپاره چین ډیر ارزښت لري خو له دې سره سره بیا هم دا لوی قدرت چې دا مهال له لویدیځ سره سیالي کوي په ګڼو برخو کې له یو نوزیږي هیواد چې پاکستان دی مشورې کوي او د افغانستان په مسئله کې خو یې بیا تر بل هر چا ډیره تکیه پرې کړې ده، خو دا د اعتبار موضوع کیدای شي یوه معمولي موضوع وي ځکه که چیرې د نړۍ هر بل قدرت وغواړي روسیې ، هند ، جاپان او یا بل هر سیال هیواد ته د ستونزو جوړولو او لاسوهنې زمینې برابرولو پلان جوړ کړي نو د عملي کولو لپاره به یې له پاکستان څخه مرسته وغواړي ځکه پاکستان دا مهال د تروریزم پاخه او غني شوي مواد تر امریکا ، اروپا ، افریقا او د مادیاتو او امتیازاتو په بدل کې یې تر یمن او سوریې رسوي او چین هم ددې لپاره ډیره تکیه پرې کړې چې ګاونډی او ستر ستراتیژیک دوست یې دی.
چین پاکستان له لومړي سره او بیا کله چې نړیوال ناټو ځواکونه افغانستان ته راغلل خپل ځان ته ډیر رانږدې کړ او په افغانستان کې د بهرنیانو حضور ته د پای ټکي ایښودو په موخه یې پر پاکستان د تروریزم خام مواد پاخه کړل تر څو یې پاکستان په افغانستان ته ولیږي او نړیوال ایئتلاف ته پرې ماتې ورکړي، خو له دې سره سره د نړیوال ایئتلاف بیا هم خپلې اصلي موخې ته چې په افغانستان کې د پوځي اډو جوړول ؤ ورسید؛ په داسې حال کې چې چین او روسیې له پیله په دې اړه ویره درلوده او خپل اعتراضونه یې په ځلونو څرګند کړي وو او د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون په تړاو یې هم په مستقیم ډول او هم په نا مستقیم ډول خپل مخالفتونه څرګند کړي وو.
تر دې چې نږدې یوه نیمه لسیزه وړاندې چین په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پوځي اډو مخنیوي لپاره هم د چین نړیوالې راډیو او هم له نورو مطبوعاتي لارو دا هڅه کوله څو افغانانو ذهنیت واړوي او د یاد ګام د سبوتاژ او بشپړ مخنیوي لپاره یې لس کاله وړاندې په کابل او قندهار کې د افغاني (FM) څپو راډیوګانو له لارې د چین نړیوالې راډیو خپرونې خپرې کړې، چې پر خبرونو سربیره پکې د چینايي ژبې زده کړې درسونه هم خپریدل او دغه راز یې د یو شمیر ورځپاڼو او مجلو له لارې هم خپلې نظریې او د بهرنیو ځواکونو شتون په اړه په نا مستقیم ډول نیوکیزه موضوعات خپرول. البته په دې اړه باید یوازې د لوستوونکو بشپړ پوهاوي لپاره دومره څرګنده کړم چې چین به برسیره پر دې چې له نورو لارو کار اخیست؛له ایران څخه په تقلید په افغانستان کې د سیاسي نفوذ موندنې هڅې د بهرنیو ځواکونو له راتګ سره پیل کړي دي او له تیرو څه باندې لسو کلونو راهیسې یې یو شمیر رسنۍ د پیسو په بدل کې د نظام ضد او بهرنیو ځواکونو د حضور ضد موضوعاتو خپرولو لپاره د ځان طابع او امر منوونکي ګرځولي دي.
دا ډول رسنۍ په لومړي سر کې د یوې راډیو او یوې ورځپاڼې په دایره کې را ایسارې وې او په خبرونو ، سیاسي بحثونو ، پیغامونو ، سرلیکنو او تبصرو کې به یې هره شیبه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې ، د طالبانو او اسلامي حزب د پوځي پرمختګونو او د بهرنیو ځواکونو خپلسریو شپني عملیاتو او د ملکي وګړو مرګ ژوبلې ته څرګندې او اوږدې اشارې وې او د افغانستان قومونو ته به یې په یو ډول دا نظریه ور تزریق کوله چې ګویا دغه رسنۍ د هیواد ملي ګټو ته تر هر بل چا ډیر ژمن او پر کړیدلي ولس یې ډیر زړه سوزي نو ځکه دا ډول موضوعاتو ته جدي پاملرنه کوي، خو یو شمیر چې سیاسي شعور یې بلوغ ته رسیدلی ؤ ددوي په اصلي موخه ښه پوه وو او په دې یې سر خلاصیدو چې دا ډول خپرونې له ملت سره د خواخوږۍ له مخې نه بلکې د خپلو ګټو لپاره کوي او کله چې د پخواني ولسمشر کرزي د واکمنۍ موده بشپړ او د ملي وحدت دوه سري حکومت له امریکا سره پوځي تړون لاسلیک کړ، نو ددې رسنیو خپرونې تیزې او د یوې راډیو او ورځپاڼې له حلقې راووتې او یو لوی رسنیز ګډ ګروپ چې دوې راډیوګانې ، یو ټلویزیون ، درې ورځپاڼې ، څلور ویب پاڼې ، کتاب پلورنځی ، د رنګ شرکت او … یې جوړ کړ، چې اوس یې د ډالرو په وچکالۍ کې تر هر بل چا ډیر حالت ښه دی او یوه اقتصادي ورځپاڼه یې تر دوبۍ او … هم رسیږي، چې دا ټول د چین له برکته وو او دي.
موده وړاندې د همدې حلقې یوې رسنۍ په یوه خبر کې وویل چې بهرنیو ځواکونو د امنیتي تړون خلاف عمل تر سره کړی او کابل په شمالي سیمه د کوهستاناتو په سیمه کې یې د توغندیو ضد سیسټم جوړ کړی چې په دې توګه غواړي د افغانستان ګاونډي او سیمې هیوادونه وګواښي او ستونزې ورته جوړې کړي او دا یوازې یوه بیلګه نه ده چې دا رسنۍ یې خپروي بلکې له افغانستان او افغانانو سره د خواخوږۍ په نامه یې ګڼ موضوعات د چین او پاکستان په غوښتنه خپاره کړي او په حاکم نظام کې د هغو چارواکو په اړه هم نیوکیز موضوعات خپروي کوم چې د بهرنیو د حضور پلویان وو او دي.
نو له دې څخه د لمر په څیر روښانه ښکاري چې ، چین په دې توګه په ډیره لنډه موده یعنې له یوې لسیزې هم په کم وخت کې په افغانستان کې د مطبوعاتو له لارې خپل نفوذ هڅه بریالۍ کړه او لکه څنګه چې ایران ، امریکا ، پاکستان او … هیوادونه خپل ځانته مایلې رسنۍ په افغانستان کې لري چین هم د پاکستان په مشوره په ډیرې ځیرکۍ سره دا تشه ډکه کړه او خپل ځان لپاره د نفوذ موندنې او سیاسي لاسوهنې زمینه برابره کړه، خو که چیرته د چین ظاهري څیرې ته وکتل شي نو په عامه اصطلاح ځان یې په یوه ګوښه کې ناګاره اچولی او ډیری ناآشنا به د چین په دې اور کې پټې سکروټې دریځ باندې د بې پلوۍ ګمان وکړي، خو هغوي چې له سیاسي اړخه یې سیاسي شعور بلوغ ته رسیدلی په دې ښه پوهیږي چې چین د بوسو لاندې پټې اوبه تیروي او په افغانستان کې یې خپل سیاسي نفوذ اوج ټکي ته نږدې کړی دی.
په پای کې به لومړۍ دا څرګنده کړم چې زه په خپله هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور او د پوځي اډو پلوي نه یم؛ ځکه یو درمل سره له دې چې پنځوس یا شپیته سلنه ګټه لري له نیمايي او یا له هغه څخه په زیاته کچه زیانونه هم لري چې له امریکا سره د پوځي تړون په برخه کې هم د اوسني نظام پر مشرانو همداسې یوه کانه وشوه.
دوهم دا چې افغان حکومت باید پر رسنیو او اکاډمیکو مرکزونو که دولتي ملکي یا نظامي او یا هم خصوصي دي پوره څار ولري تر څو بهرنیان یې د خپلو شومو موخو لپاره ونه کاروي او خپل جاسوسان پکې ځای پر ځای نه کړي، ځکه په دې سره یې خپل کارونه هم سبوتاژ کیدای شي او که هیواد په دې توګه د بهرنیو استخباراتي کړیو او شخړو د سیالۍ مرکز وګرځي نو بیا به اوبه له ورخه تیرې وي.
سلام
امید کوم چی روغ او جوړ ووسی،محترمه ډیر به حوشحاله شم جی د پورته ذکر شوی ټلویزون، ویب پاڼو او ورځپاڼو نومونه راته په ډاګه کړی.
ستاسو د جواب په هیله
مننه