تاند(یکشنبه، د حمل ۲) د افغانستان د عامې روغتیا وزیر نن ماښام وویل چې د ۶ تنو نورو افغانانو کورونا وایرس تایید شو چې ورسره په هیواد کې د کورونا وایرسو پېښې ۴۰ ته ورسېدې.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، ۳ تنه په هرات، ۲ په فراه او یوه پېښه تازه په هرات کې   تثبیت شوي دي.

د ښاغلي فیروز تر څرګندونو لږ مخکې د عامې روغتیا وزارت ویندوی وحیدمایار اعلان وکړ چې په کورونا د لومړي ځل لپاره یوه افغان په بلخ ولایت کې سا ورکړې ده.

دا له کله چې د کورونا وبا په نړۍ کې خپره شوې، په افغانستان کې د دې وایرسو لومړنۍ قرباني ده.

د روغتیا وزارت ویندوی وحیدالله مایار رسنیو ته وویل، په کورونا وایرسو مړ شوی کس ۴۰ کلن دی او د بلخ ولایت اوسېدونکی دی.

https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/146813

په همدې حال کې په هرات کې یوه تن، چې ګومان کېږي کورونا وایرس به یې لرل، روغتون ته له رسېدو سره سم سا ورکړې ده.

ډاکتران وايي چې دغه کس د زړه ناروغي لرله خو څرګنده نه ده چې مړینه یې له کورونا سره ارتباط لري او که نه ځکه چې د کورونا وایرسو د تشخیص لپاره لا د هغه وینه نه ده معاینه شوې.

په همدې حال کې د افغانستان حکومت په محبسونو کې د کورونا وایرسو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د یو شمېر بندیانو په خلاصون غور پیل کړی دی.

په نړۍ کې ۳ لکه ۱۹ زره ۱۳۴ تنه په کورونا وایرسو اخته شوي، ۱۳ زره ۶۹۷ تنه ورڅځه مړه شوي او ۹۶ زره شپږ تنه ښه شوي دي.

https://www.archive.www.archive.taand.com/archives/146820

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *