تاند (یکشنبه، د حمل ۲) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په هیواد کې یو تن د کورونا په وایرسو مړ شوی دی.

دا له کله چې د کورونا وبا په نړۍ کې خپره شوې، په افغانستان کې د دې وایرسو لومړنۍ قرباني ده.

د روغتیا وزارت ویندوی وحیدالله مایار رسنیو ته وویل، په کورونا وایرسو مړ شوی کس ۴۰ کلن دی او د بلخ ولایت اوسېدونکی دی.

په همدې حال کې په هرات کې یوه تن، چې ګومان کېږي کورونا وایرس به یې لرل، روغتون ته له رسېدو سره سم سا ورکړې ده.

ډاکتران وايي چې دغه کس د زړه ناروغي لرله خو څرګنده نه ده چې مړینه یې له کورونا سره ارتباط لري او که نه ځکه چې د کورونا وایرسو د تشخیص لپاره لا د هغه وینه نه ده معاینه شوې.

له دې پېښو جلا نن د افغانستان د روغتیا وزیر اعلان وکړ چې د ۲ بهرنیو دیپلوماتانو په ګډون د ۱۰ تنو کورونا وایرس تایید شوي چې ورسره په هیواد کې په کورونا وایرسو د تایید شویو کسانو شمېر ۳۴ تنو ته ورسېد.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې په نړۍ کې ۳ لکه ۱۹ زره ۱۳۴ تنه په کورونا وایرسو اخته شوي، ۱۳ زره ۶۹۷ تنه ورڅځه مړه شوي او ۹۶ زره شپږ تنه ښه شوي دي.

له کورونا ځان او نور څنګه وساتو؟ دا ویدیو وګورئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *