تاند(یکشنبه، د حمل ۳) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې د کورونا د وایرسو ۱۰ نوي مثبتې پېښې یې ثبت کړي دي چې له دې سره په افغانستان کې د کورونا تایید شوې پېښې ۳۴ ته ورسېدې.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز رسنیو ته وویل چې په کابل کې د دوو بهرنیو سفارتونو دوه دیپلوماتان په کورونا اخته شوي او اوس په قرنطین کې دي.

په همدې حال کې په درسته نړۍ کې تر نن یکشنبې پورې په کورونا وایرسو د اخته شویو کسانو شمېر تر ۳ لکو واوښت او ۳ لکه ۸ زره ۵۶۴  تنو ته ورسېد.

همداراز تر نن یکشنبې پورې ۱۳ زره ۶۹ تنه په دې وایرسو مړه شوي او ۹۵ زره ۸۲۹ تنه ښه شوي دي.

په دې لیست کې یوازې هغه هیوادونه ښودل شوي چې د کورونا پېښې یې ډېرې دي

په کورونا د اخته کېدو تر ټولو ډېرې تازه پېښې په متحدو ایالتونو کې ثبت شوي دي. په دې هیواد کې له پرون راهیسې ۲ زره ۶۸۵ تنه په کورونا وایرسو اخته شوي او ۴۶ تنه مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا په اصلي مرکز چین کې له پرون راهیسې ۴۶ کسان تازه اخته شوي او ۶ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

ایټالیا د کورونا د نوې پېښې راپور نه دی ورکړی په دې هیواد کې ۵۳ زره ۵۷۸ تنه په کورونا وایرسو اخته دي او ۴ زره ۸۲۵ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *