تاند- د افغانستان حکومت او خلکو نن د تېرو دېرشو کلونو د جګړو او حکومتونو له لاسه د وژل شویو افغانانو عمومي فاتحه واخیسته.
د دې مراسمو پرېکړه وروسته له دې وشوه چې د خلق د دیموکرایتک ګوند د رژیم په استخباراتو کې د لومړیو دوو کلونو د یو شمېر وژل شویو کسانو د نومونو لیست د هالنډ د لویې څارنوالۍ یوه څارنوال خپور کړ او په افغانستان کې یې ډېر خلک د خپلو عزیزانو له مړینې له دېرشو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره خبر کړل.
د هالنډ لویې څارنوالۍ د ۱۳۵۷ – ۱۳۵۸ د کلونو د پنځو زرو وژل شویو افغانانو لیست خپور کړ، حال دا چې په یاده موده کې حفیظ الله امین د ۱۲ زرو وژل شویو کسانو لیست د څو ورځو لپاره خپور کړی و.
د افغانستان ملي بیرغ نن په دې مناسبت نیم ځوړند و او ولسمشر کرزي هم د فاتحې په مراسمو کې برخه واخیسته.
د افغانستان بیرغ به سبا هم نیم ځوړند وي.
د حکومت اکثره جګپوړي چارواکي او د صبغت الله مجددي په شان یو شمېر پخواني جهادي مشران د کابل په شېرشاه سوري جامع جومات کې د فاتحې لپاره راټول شوي ول.
مجددي د فاتحې په مراسمو کې وویل:«زه چې په کابل کې د مجاهدینو د حکومت د دولت ريیس شوم نو د نورو جهادي مشرانو په مشوره مې عمومي عفوه اعلان کړه.
د افغانستان د اوسني دولت ولسي جرګې په تېره دوره کې د انتقالي عدالت په نوم د یوه قانون په تصویبولو سره پخواني او اوسني جنایتکاران معاف کړل.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون د جنګي جنایتونو اسناد راټول کړي خو جرات نه کوي چې خپل راپور خپور کړي ځکه چې غالباً په دغو اسنادو کې د دولت پر درې ګونو قواوو واکمن جګړه ماران په وژنو، لوټ او زورزیاتیو تورن دي.
زه د ٥٠٠٠ كسانو ليست غوارم مننه به مؤ وي جي راويليزي