زعفران

تاند- په وروستیو درو کلونو کې په افغانستان کې پر ۹۰۰ هکتاره مځکه زعفران کرل کېږي، او دا پر له پسې درېم کال دی چې د افغانستان زعفران په نړۍ کې لومړی مقام ګټي.

د خوراکي موادو د کیفیت او خوند د سنجونې نړیوال مرکز د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو د ۳۰۰ ډولونو زعفرانو نمونې پرتله کړي او په همدې اساس یې په ۲۰۱۳، ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د افغانستان زعفران د نړۍ تر ټولو د لوړ کیفیت او خوندور زعفران اعلان کړي دي.

د افغانستان زعفران د نورو هیوادونو تر زغفرانو لوړ دی.

په نړیوالو بازراونو کې د افغانستان د هر کیلو زعفران بیه تر ۲۵۰۰ امریکايي ډالرو اوړي.

په ۲۰۰۷ م کال په افغانستان کې د زعفرانو محصول ۵۰۰ کیلو و خو اوس تر ۳ زره کیلو ډېر شوی دی.

په وروستیو درو کلونو کې، چې خلک د زعفرانو د کښت په ګټه پوی شوي، د دغه بوټي کرلو ته ډېرو افغان کروندګرو ملا تړلې ده.

حاضردمه شاوخوا ۱۵ زره افغانان د کوکنارو په کر بوخت دي. د بهرنیو په مرسته افغانستان ته د زعفرانو د وچولو ۱۸۰ ماشینونه هم راوړل شوي دي.

د افغانستان ډېر زعفران اروپايي هیوادونو ته صادرېږي او سږ کال له چین سره یوه موافقه لاسلیک شوه چې پر اساس به یې چین ته هم دا محصول صادرېږي.

زعفران لږ اوبو ته اړتیا لري او د افغانستان مځکې ورته ډېرې مساعدې دي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، هیله لري چې زعفران په تدریجي ډول د کوکنارو ځای ونیسي.

اکثره زعفران د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې، چې له ایران سره په پوله کې دي، کرل کېږي خو اوس لږترلږه په ۲۴ نورو ولایتونو کې د زعفرانو کښت دود شوی دی.

که په اوسني ډول په افغانستان کې د زعفرانو کښت زیات شي، ممکن د تولید له نظره تر ایران، چې اوس په نړۍ کې تر ټولو زیات زعفران تولیدوي، واوړي.

ایران په کال کې نژدې ۱۴۰ ټنه زعفران تولیدوي او له دې درکه ۴۰۰ ملیون ډالره عاید ترلاسه کوي خو د افغانستان زعفران په تېرو ۳ کلونو کې په پر له پسې ډول د نړۍ تر ټولو ښه زعفران پېژندل کېږي او په نړیوالو بازراونو کې تر ټولو زیات پېرونکي لري.

One thought on “په افغانستان کې زعفران په چټکه د کوکنارو ځای نیسي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *