تاند- وسله والو طالبانو په افغانستان کې د پسرلنیو عملیاتو تر پیلولو مخکې د سې شنبې په ورځ ناوخته د بادغیس ولایت په یوه لېري پرته پوسته برید وکړ.

د بادغیس د والي ویندوی میرویس میرزکوال نن رسنیو ته وویل، د پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې ۱۲ ساعته دوام وکړ چې په نتیجه کې یې ۴ طالبان ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.

د ده په وینا برید د ترکمنستان پولې ته نژدې په بالامرغاب ولسوالۍ کې وشو.

د میرزکوال په وینا طالبانو تر تښتېدو مخکې د پوستې شاوخوا ته ماینونه کېښودل چې اووه پولیس پرې ووژل شول.

د بادغیس د والي ویاند وايي چې پولیس خبر نه ول چې طالبانو ماینونه ایښي دي.

له بلې خوا په نیمروز ولایت کې د سړک د غاړې د یوه بم په چاودنه کې ۶ ملیکان ووژل شول.

دا پېښه نن په خاشرود ولسوالۍ کې وشوه.

د نیمروز د والي ویندوی احمد عرب وویل:«څلور ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه په دې پېښه کې وژل شوي دي.»

طالبانو ویلي چې سر له سبا /جمعه/ به پسرلني عملیات پیل کړي.

دا په داسي حال کې ده چې طالبانو مخکې تر مخکې په وروستۍ میاشت کې خونړي بریدونه اوج ته رسولي دي.

د ملګروملتو له راپورونو سره سم د سږ کال (۲۰۱۵) په لومړیو دریو میاشتو کې تر ۵۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او تر ۱۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې طالبان به سږ کال تشدد اوج ته ورسوي ځکه چې سږ کال افغان امنیتي ځواکونه د ناټو پوځیانو له ملاتړه بې برخې دي او طالبان فکر کوي چې د ناټو پوځیانو له حضوره پرته به ځیني سیمې لاندې کړای شي.

One thought on “په افغانستان کې لږترلږه ۱۷ تنه په جلا حملو کې ووژل شول”
  1. If Taliban intesified their attacks on afghan forces it will again give American and nato a chance to come back in Afghanistan in driving seat. And the Taliban will never achiev the goal they are looking for I mean they cannot topple the afghan government but innocent afghan civilians will be killed by both sides specially by Taliban….I suggest to Taliban for God sake come on negotiations table and start dialogues this is the only way to bring peace for both side and come out of proxy war.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *