له تیرو څو پیړیو را پدې خوا د مدني ژوند یا ټولڼو د بڼې یا نظريي وده موږ له یوې جالبي شننې سره مخاخوي. په تیر وخت کې مارکس، لاک، هیګل، هوبز، ټوکیووایل او ګرامسي د ژوند په بیلابیلو پړاونو، مختلفو سیاسي او د ټولنیزې ودې په دورو کې د خپلو علمي هلو ځلو په ترڅ کې د مدني ټولنې د نظريي د جوړښت په برخه کې ډېر زیات زیارونه ګاللي دي. د دې هلو ځلو په پایله کې یادو پوهانو د مدني ټولنې د جوړښت لپاره بیلابیلې کړنلارې رامنځته کړې . له دې څخه په کار اخیستو، موږ کولای شوو د افغانستان له مدنیت او محرکاتو سره تر یوې کچې ځان بلد کړو.
نوموړي پوهان پدې باور دي چې ټولنه له دولت سره په بشپړه توګه توپیر لري. حتی پدې باور دي چې ټولنه له بیلابیلو ډلو جوړیږي او دوی د دولت په منځ کې کلتوري، ټولنیز، اقتصادي او سیاسي غوښتنې لري. په یو ځانګړې دولت کې باید دولت د واک او توکو د وېش او تګلارو جوړوني په برخه کې د بیلابیلو ډلواستازي له ځان سره نیول او په حکومتی چوکاټ کې د خلکو شاملول یقیني کړي . که چېرې همدا د مدني ټولنې تعریف او فعالیت وګڼل شي نو موږ کولای شوو د افغانستان په وضعیت او محرکاتو ځان پوه کړو.
د افغانستان تر ټولو زیات شمیر خلک چې له ۶۰ څخه ۶۵ سلنې پورې رسیږي ،ځوانان دي. د یادونې ده چې د افغانستان دا ستر نفوس په بیلابیلو کلتوري، ټولنیز او سیاسي څانګو ویشل کیږي. په زړه پورې دا ده چې یاد شمیر یوازې تر منظم کلتوري او ټولنیز و فعالیتونو محدود ندي بلکې د سترو او بنسټیزو پیښو د پلوي لپاره لاریونونو ته هم راوځي. موږ د یو تاریخي لاریون شاهدان یوو چې کله د میلادي کال ۲۰۱۵ د مارچ په میاشت کې دوی د هغې ډلې پر ضد راووتل کوم چې فرخنده یې د یوې نا ترسره شوې تیروتنې له امله سنګسار کړه.
د نیویارک ټایمز یو راپور څرګندوي، په سلګونو افغانان هغه وخت د سترې محکمې ودانۍ مخې ته د سه شنبې په ورځ د لاریون په موخه را غونډ شول او دوی د هغو خلکو محکمه غوښته چې فرخنده یې د دې تور له امله وسیځله چې ښایې، فرخندې قرآن سوځولۍ دی. په ۲۰۱۶ میلادي کال په دسمبر میاشت کې د روشنايي غورځنګ یوستر لاریون د ترهګرو لخوا په نښه شوو چې تر ۸۰ تنه زیات پکې ووژل شول. خو د دې برید د غندولو په موخه په ټول افغانستان کې لاریونونه ترسره شول.
په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانستان د رغنده مدني فعالیت څرک تر سترګو کیږي. د یو محدود اټکل له مخې په افغانستان کې ۳۳.۳ ملیونه وګړي ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی لري. دوی ټولنیز رسنۍ له نړۍ او د هېواد په داخل کې له بیلابیلو ډلو او همفکره خلکو سره د اړیکې په توګه کاروي. د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د سواد زده کړې، څیړني، انکشافي او خیریه موسسو په څیر ادارې شتون لري. د یادونې ده چې په افغانستان کې ۱۹۲ غیر دولتي موسسي شته چې پدې کې یوازې ۳۵ د میرمنو او ۲۵ نورې د ماشومانو د حقوقو لپاره کار کوي. یادې مؤسسې د مشاعرو، سیمنارونو، روزنیز ورکشاپونو، سیپوزیموپه مرسته د عامه پوهوۍ، له انکشافي پروژو نظارت او د حکومت نیمګړتیاوې په نښه کوي او د مالوماتو د شریکول لپاره کار کوي.
د هېواد په کچه ۳۴ دولتي او ۲۵ غیردولتي ستر ښوونیز مرکزونه پرانیستل شوي دي چې د خلکو د عامه پوهوي او لوړو زده کړو په برخه کې رغنده ونډه لري. د افغانستان علومو اکاډمۍ په سلګونو څیړنیز کتابونه،مقالې او بحثونه په پښتو، دری او انګلیسي ژبو کې خپروي. یوه ښه بیلګه یې د “آریانا انسایکلوپیډیا” ده چې په ۲۴ ټوکه کې چاپ شوي ده.
له نیکمرغه ازادې رسنۍ د افغانستان د مدني ټولنې تر ټولو ښه برخه ده. دوی نه یوازې له عامه وګړو سره خپلې اساسي موخې او مالومات شریکوي بلکې خلکو ته د دې لارښوونه هم کوي چې څنګه د بیلابیلو ادارو چارې او کړنې د دوی د بحثونو له امله د عادي وګړو پر ژوند مثبت اغېز کوي.
د حیرانتیا خبره خو دا ده چې ،پدې جګړه ځپلې هېواد کې برېښنیزې رسنۍ د چاپې رسنیو په پرتلې ډېرې ځلیدلي دي. په ۲۴۰ راډیوګانو کې ۲۱۰ راډیو ګانې فعالې دې او تر ۷۰ پورې تلویزونونه خپل نشرات خپروي. د دې تر څنګ ۱۲ ورځپاڼې فعالیت کوي چې پدې کې یوازې ۴ د انګلیسي ژبې دي او په کابل کې چاپیږي. په لنډه توګه ویلی شوو چې تر ۲۰۰۰ پورې رسنی شته چې پدې کې تر ۱۰۰۰ لږې او زیاتې یوازې ویبپاڼې دې.
تفریح او ټولنیزه وده د افعان ټولنې تر ټولو سترې ځانګړتیاوې دې. په تیرو ۱۵ کالو کې هنرمندانو شته عیني وضعیت ته په کتو ډېره وده کړې ده او دوی بیلابیل کنسرټونه او د موسیقۍ پروګرامونه جوړوي. د هنرونو په برخه کې د موسیقۍ جوړښت او هنري اړخ د افغانستان د خلکو ترمنځ ډېر زیات مینوال لري. د موسیقۍ بې شمېره تکړه او د استعداد وړ استادانو په نړیواله کچه ډېره زیاته مینه او ستاینه ترلاسه کړی ده.
همدا ډول په افغانستان کې دودیزې او عصري لوبې هم ترسره کیږي. تاسو به ډېر شمېر ځوانان او پیغلې ووینئ چې د کابل دسیند ترشاوخوا، په کوڅو او سړکونو کې د کریکټ، فوټبال او نوري دودیزې لوبې ترسره کوي. کریکټ هغه لوبه ده چې د هیواد په کچه یې لوړ محبوبیت ترلاسه کړ. همدا رنګه د افغانستان کریکټ لوبډلې په نړیواله کچه یو معتبر ځای ترلاسه کړی دی.
ډېرې افغانې کورنۍ شته چې مازدیګر د کابل په پارکونو کې د رخصتیو په جریان کې خپل وخت ښه تیروي، چې د بابر تاریخي باغ یوه ښه بیلګه کیدلای شي. همدا ډول خلک د خپلو میلمنو د میلمه پالنې لپاره د قرغې په میلمستونونو کې میلمستیاوې جوړوي او دا هغه ځای دی چې د خلکو د ګڼه ګوڼې له امله خلک په ساعتونو ساعتونو په رش کې بند پاتې کیږي.
د لیکوال لنډه پیژندنه:
قدرمن خادم حسین د پیښور په بډا بیر کې زیږیدلی دی او خپلې لومړنۍ زده کړې یې په پیښور او سوات کې سر ته رسولې دې. د دوکتورا د پای ته رسونې څیړنیزه لیکنه(thesis ) یې د (Sociolinguistics) په برخه کې (د غرني لږ کیو یا اقلیت په ژبه کې بدلونونه – تر سرلیک لاندې بشپړ کړی دی . نوموړی تر ۳۰ پورې نړیوالې څیړنیزې لیکنې لري. چې تر ډېره یې پر بشري امنیت، ښوونه روزنه، ټولنیز بدلونونو، کلتور، ژبپوهنه، سخت دریزۍ، ترهګرۍ او په سیمه اییزو مرسته باندې لیکنې کړې دي. همداراز په نړیوالو رسنیو کې یې هم لیکنې او د حل لارې وړاندې کړې دې.
ښاغلي خادم حسین د عوامي نیشنل ګوند له واکمنۍ وروسته په پښتونخوا کې د پرمختللي نصاب په جوړونه کې تر ټولو لویه ونډه درلودلي ده. خادم حسین هغه وخت له نړیوال شهرت سره مخ شو چې کله یې (“Rethinking Education-Critical Discourse and Society”) په نوم یو کتاب په ۲۰۱۲ کې او دویم کتاب یې د (“The Militant discourse”) تر نامه لاندې په ۲۰۱۳ کې چاپ شو. نوموړی په خیبر پښتونخوا کې د یوې نړیوالې سروې سره چې د ایران، ترکیې او پاکستان پر تعلیمي مسایلو وه، د یو اساسي څیړونکي په توګه خپل نقش لوبولی دی او د پروژې د کامیابولو په موخه له دوی سره تر پایه پاتې شوی دی. دا څیړنه د فرانسې لخوا په لاره اچول شوې وه او د پاکستان د لوړو زده کړو وزارت لخوا ښاغلي خادم حسین د پاکستان په استازیتوب ور پیژیندل شوی وو.
ښاغلي خادم حسین په نړیوال او ملي کنفرانسونو کې د یو اساسي شخص په توګه ونډه درلودلې ده او په بیلابیلو پوهنتونونو کې د لیکچر ورکولو اعزاز ور په برخه دی. له تیرو پنځو کالو را په دیخوا، نوموړی د پاکستان د یوې معتبرې ورځپاڼې” ډان” ته د امنیت، ټولنیزې ودې او په “فاټا” کې د مذهبي سخت دریزۍ په اړه لیکنې او سرمقالې لیکې.. همدا شان نوموړی په اسلام اباد کې د سیمه اییزو څیړنو او ملاتړ په برخه کې د آریانا انسټیټوټ سره همکار او کلیدي رول لوبوي. د یادونې ده چې دا یو سیمه اییز انسټیټوټ دی او لویو قوتونو ته د سیمې د سوکالې او د هغې په اړه پالیسۍ وړاندې کوي.
اوسمهال ښاغلي خادم حسین د باچا خان د ښووني روزني خیریه بنسټ عمومي رئیس او د دې تر څنګ په افغانستان کې د نړیوالو اړیکو ستراتیژیک مرکز او څیړنیز ژورنال علمي همکار، د مشرتابه ډلې غړۍ او څیړونکی دی. ښاغلي حسین د نړیوالو سیاسي او اقتصادي پوهانو په ډله کې شمیرل کیږي.
تاسو کولای شی په لاندې بریښنا لیک او ټویټر پاڼه ورسره اړیکه ونیسئ.
[email protected] and tweets@khadimhussain4