زده کړه او مورنۍ ژبه

باور ورځپاڼه

  د هېواد اساسي قانون ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې حق ورکړی او دولت اړ دی، چې ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې هر ډول اسانتیاوې برابري کړي، خو په تېره یوه لسیزه کې د ولسمشر حامد کرزي په حکومت یوه نیوکه دا وه، چې دغه موضوع ته یې په بشپړه توګه پاملرنه نه ده کړې او د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ښوونځیو زده کوونکو په بیا بیا په خپله مورنۍ ژبه د تدریسي موادو او کتابونو د نه شتوالي او کمښت شکایتونه کړي، چې له امله یې دوی په دویمه ژبه  نیمګړې زده کړې ته اړ شوي دي.

دا موضوع ډېر ځله له ښوونځیو پرته د هېواد په پوهنتونونو کې هم مطرح شوې او ډېری پښتو ژبي او دري ژبې محصلین چې په کلیو کې لوی شوي، په پوهنتونونو کې د تدريس پرمهال په دویمه ژبه نه پوهېږي او په پایله کې نا کامېږي.

  کارپوهان او ښوونکي په مورنۍ ژبه زدکړه د ماشومانو بشري حق بولي او وايي د ماشومانو په وده کې خورا مهم رول لوبولى شي.ارواپوهان او دپیداګوژۍ د علم پوهان په دې نظر دي، چې ماشومان په مورنۍ ژبه په ښه ډول مثبته زده کړه کولی شي، خو که چېرته ورته له مورنۍ ژبې نه پرته په بله ژبه زده کړه ورکړل شي، نو ددوی ذهن په دوو برخو وېشل کېږي، په دې مانا چې نیمایي برخه یې د دویمې ژبې په یادولو او له نا اشنا کلمو سره په بلدتیا او نیمه نوره برخه یې له درسي توکو څخه په اخیستنه تېرېږي او په دې توګه نیمګړې زده کړه کوي.

    د ټورنټو پوهنتون استاد داکټر جیم کیومنز وایي: هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي، په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لري.کله چې مور او پلار له خپلو ماشومانو سره په خپله ژبه کیسې کوي، یا له هغو سره پرې خبرې کوي او ډېر وخت ورسره تېروي نو د ماشومانو مورنۍ ژبه پخه شي .هغه ماشومان تر نورو ډېر تیار وي چې د هغه هیواد ژبه زده کړي چې هغوی ور کډوال شوي وي.د مورنۍ ژبې پوخوالی یوه کس ته دا استعداد ورکوي چې ښه فکر ولري او په اسانۍ سره وکولای شي په نورو ساینسې علومو پوه شي.

     افغانستان هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د دوو سترو رسمي ژبو پښتو او دري پرته په کې په لسګونو نورې ځايي ژبې هم فعالې دي، چې لا هم ورباندې منظم تدریسي کتابونه نه شته او زده کوونکي یې اړ دي، چې پر دویمه ژبه زده کړه وکړي، چې دې کار د دوی د روزنې بهیر ټکنی کړی او استعداد یې په دوو برخو وېشل شوی دی.

      په المان کې مېشته افغان محصله هما ناصري وايي:  په افغانستان کې له ډېرو نورو ستونزو سره موږ د دې شاهد هم یو چې خلک د زده کړو، کار، ښه ژوند، کورنیو شخړو او د بېلابېلو ډلو له خوا د شکنجې له کبله نورو هیوادونو ته مخه کوي.که په هر دلیل وي او که دا کار د هغوی لپاره ډېر ګټور هم وي، خو دا څرګنده ده چې په بل هېواد کې ژوند د هغوی په مورنۍ ژبه بده اغېزه کوي.موږ د مورنۍ ژبې له بحران سره مخامخ یو.په افغانستان کې ډېری میندې او پلرونه غواړې چې د هغوی ماشومان د نورو خلکو تر مخ یوازې په انګریزي ژبه خبرې وکړي او دوی په دې فخر کوي.

    پخوانی ښوونکی او د تعلیمي چارو کارپوه معلم اسدالله خان مایار وايي، چې د هېواد په ځینو پښتو ژبو زده کوونکو ته په دري ژبه ښوونیز کتابونه ورکول کېږي او د درس ژبه یې هم دري وي، همدا کار ډېر ځله ددې لامل کېږي، چې ماشومان له ښوونځي زړه توري شیي . ښاغلی مایار په دې اړه وویل: له راډيو مې واورېدل، چې په هرات ولایت کې ځينو پښتو ژبو زده کوونکو ته په دري کتابونه ورکړل شوي او د تدریس ژبه یې هم دري ده، چې باید داسې نه وی شوي.

   د پوهنې وزارت چارواکي وايی، چې دا وزارت په ټول هېواد کې د پوهنې متوازنې ودې ته ژمن دی او کوښښ کوی، چې د متوازن پرمختګ ترمنځ په ځايي ژبو هم ماشومانو ته تدریسي مواد چمتو او په توګه یې د پوهنې له کاروان سره ملګري کړي.

One thought on “په افغانستان کې مورنیو ژبو ته څومره پاملرنه شوې؟”
  1. د درسی کتابونو لیکل او چاپول د دولت لپاره کوم ستونزمن کار نه دی. دولت کولای شی چی د مختلفو ژبو زده کوونکو لپاره درسی مواد د دوی په مورنۍ ژبه ولیکی او له هر ښوونځی وپوښتل شی چی څومره شاګردان لری او په کومو ژبو خبری کوی. شاګردانو ته د دوی په مورنۍ ژبه درسی کتابونه ور ولیږی. د نړۍ په نورو هیوادونو کی د هری ژبی ویونکو ته د هغوی په ژبه کتابونه ورکول کیږی او د ژوند ترپایه په مورنۍ ژبه لیک او لوست کوی. د سویس هیواد یی ښه مثال دی . همدا شان په لوکزامبورک، بلجیم، هند، کانادا …. هیوادونو کی دولت خپلو ماشومانو ته ډیره پاملرنه کوی او هلته ښوونځی ، پوهنتون او دولتی اداری په مختلفو ولایتونو کی د خلکو په ژبه وی. مګر زمونږ په ګران هیواد افغانستان کی تذکره هم درته په بله ژبه لیکی او د دی پر ځای چی د تذکری مطابق ستا عمر ولیکی ناپوه مامور به درته شانزده ساله 1392 ولیکی چی د نړۍ په هیځ کتاب کی به داسی نه وی.
    په خپله ژبه لیک لوست زمونږ قانونی او بشری حق دی او حق باید په خپله وغواړو او عملی یی کړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *